د خپلواکۍ یو سلو درېیمه کلیزه مو مبارک شه

905

د خپلواکۍ یؤ سلو درېیمه کلیزه مو مبارک شه!

له نن څخه پوره 103 کاله مخکې د زمري په 28مه افغان ملت د غازي امان الله خان په مشرۍ له انګليسي استعمار څخه خپلواکي ترلاسه کړه او دا عظيمه کارنامه يې د تاريخ په زرينو پاڼو کې راتلوونکو نسلونو ته ثبت کړه.

انسان ازاد پیدا شوی او لۀ آزادۍ سره مینه لري. آزادي پۀ توره اخیستل کېږي او پۀ علم، پوهې او تدبیر ساتل کېږي. لۀ نن کابو څۀ باندې سل کاله وړاندې دغې خاورې یو داسې مېړنی او باتور ځوان درلود چې تر نننه یې بیا بېلگه ونۀموندل شوه. پېړۍ ووته؛ خو ورته یو افغان مو هېڅ ونۀموند. دا ځوان شاه غازي آمان الله خان نومېدۀ. دۀ د خپلې واکمنۍ او رهبرۍ پر مټ لۀ افغانستانه انگریزي ښکېلاک گر پۀ منډه ووېستل او افغانستان یې ترې خپلواک/ آزاد کړ. دی پر خاوره او وطن میین شخصیت ؤ. خان غازي آمان الله خان آماني فکر درلود او غوښتل یې هېوادوال یې خپلواک، هوسا، آزاد ژؤند وکړي. دی پر خپلواکۍ میین ؤ. هر انسان ته بویه چې خپلواک واوسي او پۀ خپلواکۍ کې ژؤند تېر کړي؛ ځکه خو نو د تورې او قلم خاوند خوشال خټک د خپلواکۍ پۀ اړه داسې وایي:

آزادي تر پاچاهیه لا تېری کا
چې د بل تر حکم لاندې شي، زندان شي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.