د خپلواکۍ ورځ : لوړې ژورې

محمد اسمعیل یون

628

( یادښت : هغوی چې د تحلیلي لیکنو د لوستلو اوسېله لري ، هغوی او د هېواد ځوان نسل دې ولولي)

د افغان او انګلیس تر درېیمې جګړې وروسته پر (۱۹۱۹م ) کال افغانستان خپله خپلواکي تر لاسه کړه.د اسد (۲۸)مه د خپلواکۍ د ورځې په توګه ونومول شوه او هر کال به دا ورځ د یوه ملي جشن په ترڅ کې  نمانځل کېدله. تر خپلواکۍ وروسته د جشن دا لړۍ پیل او د سقاوي اړودوړ په لنډه واکمنۍ کې یو ځل له خنډ سره مخ شوه او د تېرو اتو – نهو کلونو په څېر و نه نمانځل شوه. تر سقاوي انارشۍ وروسته د اسد (۲۸) مه په شاندارو مراسمو سره نمانځل کېدله او تر څنګ یې د تلې یا میزان (۲۳) مه د (ملي نجات ) د ورځې او د وږي یا سنبلې (۹)مه له پښتنو او بلوڅو سره د پیوستون د ورځې په توګه د ملي جشنونو په بڼه نمانځل کېدلې. دې حالت تر نیمې پېړۍ زیات عمر دوام وکړ . پر (۱۳۵۷ل) کال د ثور پر اوومه په افغانستان کې د یو پوځي عمل په نتیجه کې سیاسي پاڼه بدله شوه، نو د (ملي نجات ورځ ) حذف شوه او ځای یې د ثور اومې نېټې جشن ونیو، دا مهال د اسد(۲۸) مې او د سنبلې (۹) مې نېټې جشنونه جوړېدل،  خو هغه د تېرې نیمې پېړۍ برم ، شان او شوکت یې نه درلود. د (۱۳۷۱ل) کال د ثور پر (۸) مه نېټه یو ځل بیا د واک څپه بدله شوه ؛ د روسیې ، پاکستان ، ایران او د نړۍ نورو مطرح استخباراتي سازمانونو د جبل السراج د ایتلاف د جوړولو له لارې د ملګرو ملتو پر سوله ییزې طرحې او د واک پر سالم انتقال کودتاه وکړه او واک تر زیاته حده د اسلامي جمیعت او نظار شورا لاسته ورغی، دې سره کورنۍ جګړې پیل شوې ، اسلامي جمیعت د ثور (۸) مه د مجاهدینو د بري جشن په توګه غوره کړه ، د اسد (۲۸) مې او د سنبلې (۹)مې سره یې نه یوازې دا چې لېوالتیا نه لرله، بلکې حساسیت او ضدیت یې هم ورسره وښود، د جمیعت او نظار شورا پنځه کاله نیمواکه واکمني په داسې خونړیو جګړو کې تېره شوه ، چې نه چا د اسد (۲۸) مې او نه د سنبلې (۹) مې نېټې د ورځو  نمانځلو او غندلو ته مجال پیدا کړ او نه هم واکمنو چارواکو د ثور (۸) مه نېټه په سم ډول ونمانځلای شوه.

کله چې د ط. ا. ل. ب. نو تېر ا، م. ا، ر، ت راغی نو هغه مهال د خپل وخت د امکاناتو په حدودو کې د اسد (۲۸) مه ورځ ونمانځل شوه ، خو نه په هغه پخواني برم ، شان او شوکت چې پخوا به نمانځل کېدله ، په نمانځنو کې به د خپلواکۍ د ګټنې د اصلي اتلانو ، لکه غازي امان الله خان او نورو د نومونو له یادونې هم ډه ډه کېدله.

د جمهوریت په لومړیو پنځو کلونو کې هم حالت ښه نه وو، د ثور (۸)مه به د مجاهدینو د بري د ورځې په توګه نمانځل کېدله ، خو اصلي مجاهدین به لا هم د حکومت او نړیوالو له خوا د ترهګرو په نوم تور لېست کې شامل وو.  دا ورځ په حقیقت کې د نظار شورا د واکمنۍ ممثله وه او په مستقیم او نامستقیم ډول یې په واک کې د هغوی د ونډې ننداره وړاندې کوله ، په دې زماني بهیر کې که د اسد (۲۸) مه نمانځل کېدله هم ، نو د غازي امان الله خان او د هغه وخت د ازادۍ د نورو غازیانو تر انځورونو او یادونې به د احمدشاه مسعود یادونه او انځورونه څو ځله زیات وو. د جمهوریت په تېر شلکن بهیر کې بیا د (شهید اوونۍ ) په نوم یوه بله اوونۍ هم یادونې او نمانځنې ته راووته چې د سنبلې (۱۸) مه یې محوري او هدفي ورځ وه، دا د احمدشاه مسعود د وژنې ورځ وه چې د دولت په ټولو اعظمي امکاناتو به نمانځل کېدله او هر کال یې ملت ته په لسګونو ملیونه ډالر زبان اړاوه. د جمهوریت تر پنځه کلن بهیر وروسته ورو ورو ملي روحیه په غوړېدو شوه ، د ازادۍ غونډې ورو ورو له دولتي انحصاره په راوتو شوې ، خو دا ملي روحیه هغه وخت لا پسې وغوړېده چې یو شمېر هېوادپاله او ملتپاله افغانان د یو ازاد رسنیز مرکز خاوندان شول ؛ پر (۲۰۱۰م) کال ژوندون لومړی ټلوېزیون او رسنیز مرکز و ، چې د اسد (۲۸) مه ؛ د افغانستان د خپلواکۍ ورځ یې د یوې لویې غونډې په ترڅ کې په داسې ډول ونمانځله چې تر دې وړاندې په تېرو څو کلونو کې یې په خصوصي کچه ساری نه درلود، تر هغه وروسته د هېواد په ځوان قشر ، نورو رسنیو او عام ولس کې دا جرات او کلتور دومره پراخ شو چې د هېواد په تېر تاریخ کې یې ساری نه و لیدل شوی، حکومت هم ورو ورو ملي ورځو او ملي فکر نمانځلو ته پاملرنه وکړه ، خو څرنګه چې تېر شلکن حاکمیت تر ډېره بریده ایتلافي بڼه درلودله ، ملت ضد چارواکو هم د ملي ارزښتونو په اخلال کې خپل خپل رول درلود؛ د  (۲۰۱۴م ) کال په ټاکنو کې د ډاکتر غني تر بریا وروسته د خپلواکۍ د دوو کلیزو په نمانځغونډو کې، چې د دفاع وزارت له خوا جوړې شوې وې د غازي امان الله خان د عکسونو تر څنګ د حبیب الله کلکاني ( پچه سقاو) عکسونه هم ځړول شوي وو، ما هغه وخت د دفاع وزارت مشرتابه ته زنګ وواهه او ورته مې وویل چې تاسې د ازادۍ ورځ نمانځئ او که غندئ یې؟ هغه وخت د مضر مصلحت مکروب د جمهور رییس او د هغه تر څنګ واکمنو کړیو ته تر دغه حده سرایت کړی و، چې په ډېرو شیانو کې به یو ډول پاراډکس ښکارېده. د (۲۰۱۹م ) کال ټاکنې بیا له داسې یو مهال او تصادف سره برابرې شوې ، چې د هېواد د خپلواکۍ سلمه کلیزه هم پوره کېدله او ټاکنې هم را نږدې کېدلې ، دا یو ښه تصادف و چې د واکمن نوماند ( ډاکتر غني ) ګټې له ملي ورځو او ملي ارزښتونو سره وتړل شوې ، دا مهال نو دا ضروري وه چې هر کاندید ځان د ملت له احساساتو سره ملګری کړي ، د دارلامان ماڼۍ ، چې کارونه یې لا دمخه پیل شوي وو، بیا په ښه ډول ورغول شوه، د تاج بیګ ، جبل السراج ، چهلستون ماڼۍ ، د پغمان ځینې تاریخي قصرونه او ځینې نورې تاریخي ماڼۍ په ښه شان ورغول شوې ، د ملي بیرغ ورځ هم تثبیت شوه، نمانځغونډو ته یې پیسې هم بېلې شوې او د اسد (۲۸) مه د خپلواکۍ سلمه کلیزه په خورا شاندارو مراسمو سره ، چې تر دې وړاندې یې ساری نه و لیدل شوی ، ونمانځل شوه. که څه هم د دې شاندارو نمانځنو تر شا یو ستر انتخاباتي غرض پټ و ، خو موږ خوشاله پر دې وو چې د واکمنو سیاستوالو ګټې د ملت له ملي روحیې او ارزښتونو سره و تړل شوې او یوه مثمره نتیجه ترې تر لاسه شوه، نېت که هر څه و خو نتیجه یې مثبته وه. دې کار او عملیې په ملت کې ملي روحیه او انګېزه لاپسې پیاوړې کړه او په تېرو پنځوسو کلونو کې چې د ملي ارزښتونو پر ضد د ښي او کېڼو افراطي ایډیالوژیو د پلویانو له خوا کومې ناخوالې تر سره شوې وې ، هغه تر یوه حده جبیره شوې.

د (۲۰۲۱م) کال د اګست پر (۱۵) مه یو ځل بیا د هېواد سیاسي پاڼه بدله شوه، نویو واکمنو نه یوازې داچې له ملي بیرغ ، ملي ارزښتونو او د اسد د (۲۸) مې ورځې له نمانځلو سره بې تفاوتي وښوده ، بلکې هغو سره یې په ځینو برخو کې ضدیت هم وښود، چا چې دا ملي ورځ نمانځله او ملي بیرغ یې رپاوه له هغوی سره سخت چلند وشو او دا کار ان په ځینو سیمو کې د مرګ ژوبلې سبب هم شو. د تېر یو کال په بهیر کې ما د اوسني حکومت له یو شمېر مطرحو څېرو او چارواکو سره وکتل او د منطقي دلایلو له مخې مې ورته د ملي بیرغ او د اسد د (۲۸) مې ورځې په شان د ملي ورځې او ارزښتونو د نمانځلو او درناوي حقیقت څرګند کړ، دا مې هم ورته وویل چې که غواړئ دا ملت خوشاله کړئ او د هغوی پر زړونو حکومت وکړئ ، نو د ولس ملي ارزښتونو ته باید نه یوازې دا چې درناوی وکړئ ، بلکې هغه وپالئ او ویې ځلوئ. دې واکمنو سیاسي څېرو اکثرو زموږ نظر تایید کړ، خو د تېر یو کال په بهیر کې چې عملي چلند ته ګورو په خواشینۍ سره باید ووایو چې د ملي ارزښتونو په باب واکمن جریان مثبتې خواته نه دی روان، سږ کال بیا هم ملت له دې حقه محروم شو چې د خپلې ازادۍ ورځ دې په خپله خوښه ونمانځي.

نتیجه: د ملي ارزښتونو خپېټه کول نه د واکمنو په ګټه دي او نه هم د ملت.

د ملت با شعوره قشر باید له اوسنیو چارواکو سره د خبرو اترو له لارې اوسنی رامنځته شوی بحران حل کړي.  ملت خپل اسلامي ارزښتونه هم غواړي او ملي هم ، اوسني چارواکي باید د اسلامي ارزښتونو د ساتنې په پلمه ملي ویاړونه و نه ځپي ، یانې د اسلامیت په نامه افغانیت ونه ګواښي، افغانیت په واقعیت کې د اسلام مترادف ارزښتي جریان دی چې تل یې د اسلام د ملاتړ لپاره د یوې تورې او سپر په توګه کار ورکړی دی، افغانیت په واقیعت کې د اسلامیت سکنی ورور دی ، هغه ملتونه چې مسلمانان دي خو افغانان نه دي ، د عربو په شمول ، هغوی هېڅکله د اسلام لپاره دومره قرباني نه ده ورکړې، لکه افغانانو چې ورکړې ده، پنحاب یې یو بل څرګند مثال دی، پنجابیان مسلمانان دي خو افغانان نه دي او د افغانیت جوهر نه لري، د اسلام یوې بنا ( روژې ) ته هم د ټینګې نه دي ، د اسلام نور قرباني غوښتونکي ارکان خو لا پرځای پرېږده.له دې څخه ښکاري چې په افغانیت کې داسې یو فوق العاده جوهر پروت دی ، چې همېش یې د اسلام د بقا او ځلا لپاره کارنده رول لوبولی دی، نو هغه څوک چې د اسلامیت تر پلمې لاندې د افغانیت عنصر کمزوری کوي ، په حقیقت کې د اسلام یو ملاتړی سنګر له منځه وړي .

د هېواد له ځوان او ملتپال نسل څخه هم هیله لرو چې له ډېر تدبیر او زغم څخه کار واخلي ، د تعدل لاره خپله کړي ، د وخت نزاکت او حساسیت په پام کې ونیسي ، ماشه په ګوته شخص څخه د نرمښت ، تعامل او ډېر معقول زغم هیله مه لرئ ، پرېږدئ چې ټولنه ورو ورو د قانونمندۍ لور ته لاړه شي ، کله چې خبره د منطق ، قانون او بحث دایرې ته داخله شوه بیا هېڅوک د دې جوګه نه دي چې له موږ څخه خپل ملي ارزښتونه و مروړي او نه موږ دومره کمزوري یو چې له منطقي پلوه خپله ملي داعیه راخپله نه کړای شو.خو اوس دومره په کار دي چې ملي روحیه ژوندۍ وساتل شي او له مقابل وسلوال اړخ سره له ناانډوله متشدد ټکره د تدبیر په تقاضا د یو مصون حالت په لټه کې شئ! دا حالت هم ژر بدلېدونکی ښکاري.

اوسنیو چارواکو ته هم دا یادونه کوو چې ډېره یې ګرمه مه خورئ ، خپل ملت سره ګوزاره وکړئ ، تر ځانه ځواکمنو او کمزورو ټولو تېرو واکمنو ته یو ځل وګورئ ، چې هغوی کله د خپل ملت له ارزښتونو سره افراطي ټکر کړی ، له کوم برخلیک سره مخ شوي دي ؟ که تاسو هم د همغو لاره تعقیب کړي ، نو هماغه برخلیک به درته د لارې په سر کې ولاړ وي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.