د خپل وخت او زمان ارزښت وپېژنئ

641

د خپل وخت او زمان ارزښت وپېژنئ!

یوه تر ټولو ستره پښېماني، چې خلک تل ورسره لاس او ګرېوان دي، دا ده، چې خپل ډېر وخت یې ضایع کړی دی. وخت زموږ ستره او ډېره ګرانبیه پانګه ده؛ خو له بده مرغه هغه مهال خپل دې ارزښت ته متوجې کېږو، چې کله وینو له هغه وخت څخه مو، چې زموږ په واک کې وو، په ښه ممکنه توګه ګټه نه ده پورته کړې. هره ورځ یې دریاده کړئ، چې د ژوند هره ثانیه مو یوه ډالۍ او تحفه ده. په داسې لارو چارو یې ولګوئ، چې ستاسو د پرمختګ لامل شي، نه په داسې لارو، چې تاسو ته اجازه درکوي یوازې پکې بوخت شئ او ضایع یې کړئ.

خپل وخت په هوښیارۍ مصرف کړئ!
وخت تر ټولو ارزښتناک شی دی، چې په دې نړۍ کې یې لرئ؛ نو وخت سره په همدې ډول په باارزښته توګه چلند وکړئ. وزګارو وختونو کې د تعادل رامنځته کول د واقعي خوښ اوسېدو لپاره یوه تر ټولو مهمه لاره ده. د “د مړینې پر مهال پینځه اصلي پښېمانۍ” کتاب له مخي دا تر ټولو ډېر دود شوي حسرتونه (افسوس) دي، چې خلک یې د مړینې پر مهال کوي:
-کاشکې مې دا جرات درلودای، چې خپل ځان لپاره مې په ریښتینې توګه او څه ډول مې چې غوښتل ژوند کړای وای نه دا چې نورو یې له ما تمه درلوده؛
-کاشکې مې دومره سخت کار نه وای کړی، کاشکې، چې د خپلو احساساتو د بیانولو جرات مې درلودای
-کاشکې د خپلې کورنۍ او دوستانو سره ډېر زیات په اړیکه کې وای؛
-کاشکې مې خپل ځان ته دا اجازه ورکولای چې تر ټولو خوښ او خوشحاله واوسم
د دې متن پیغام دلته روښانه دی: خپل وخت او انرژي پر هغو شیانو متمرکز کړئ، چې ستاسو او هغو کسانو، چې درته ګران دي، د ژوند په ښه والي کې مرسته کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.