قدرت او زور

بریال حبیبي

751
د هانا آرنت له یادګارونو نه یو تر ټولو اوڅار او نوموتی هغه (قدرت او زور) بللی کېږي، یاد اثر په ۱۹۷۰ز کال کې په انګلیسي ژبه د (تاوتریخوالي) په نوم خپور شو.
له موضوعي اړخه (قدرت او زور) یو فلسفي ـ سیاسي اثر دی، چې لوستونکي په اجتماعي ژوند کې د قدرت او تاوتریخوالي په ماهیتونو او رولونو پوهوي.
د یاد کتاب په لومړیو کې لیکلي شوي:
(قدرت او تاوتریخوالی یو له بله کوم توپیرونه لري؟
آیا هماغسې لکه څنګه چې یو وخت فرانسوي څېړونکي ـ فرانسوا ولټر ویلي وو:
قدرت یعني:
نور د داسې کار ترسره کولو ته مجبورول، چې زه یې غواړم؟
او یا داسې لکه څنګه چې یو وخت آلماني ټولنپوه ـ ماکس وبر پرې ټینګار کړی وو:
قدرت یعني:
له هر هغه امکان نه ګټه اخیستل، چې په یوه ټولنیزه اړیکه کې خپله اراده د نورو له مقاومت سره سره پر څوکۍ کښېنولای شو؟
که چېرته د قدرت دغسې تعریفونه ومنو، بیا نو اړ یو چې لکه د چین د انقلاب د رهبر ـ مایوتسه غوندې پایله ترلاسه کړو:
تر ټولو ستر قدرت د ټوپک له شپېلۍ نه راوزي.
خو دا رنګه پایله اخیستل موږ دې پوښتنې ته ودروي چې:
بیا نو د یوه پولیس او یوه زورواکي توپیر په څه کې دی؟)
دا زیاتوي:
(ډېری سیاست پوهان دغه دوه پدیدې یوه ګڼي، خو که رښتیا شي نو دغه دوه پدیدې یوه له بلې سره خورا ډېر توپیرونه لري… .)
د هانا آرنت په خبره قدرت یو ټولنیز ارزښت دی او د انساني ځواک له رضاکارانه یووالي او پیوستون نه رامنځته کېږي.
دا د قدرت تشکیلوونکي توکي د یوې ټولنې د خلکو ګډ اقدام او اراده ګڼي او زیاتوي:
د قدرت پر خلاف تاوتریخوالی ویجاړونکی فطرت لري؛ هغه هدف چې په تاوتریخوالي ترلاسه کېږي، داسې وسایلو ته اړتیا لري، چې باید ویجاړونکي، تهدیدونکي او تحمیلونکي وي.
آرنت ټینګار کوي چې:
(په دې اکتفاء نه ده په کار، چې ووایو قدرت او تاوتریخوالی ځله یو نه دي؛ چېرته چې له دغو دوو نه یو په مطلق ډول حاکم وي، هغه بل یې له منځه تللی وي؛ تاوتریخوالی هلته رامنځته کېږي چې قدرت په خطر کې وي.
که چېرې د قدرت برخلیک د تاوتریخوالي په لاس کې ورکړلی شي، نو په سمدستي پایله کې به یې د قدرت له پای او نابودۍ سره مخ کېږو… قدرت له دې سره سره چې یووالي او پیوستون ته اړتیا لري، سوله ایز چاپېریال او متقابل اعتماد هم ورته په کار دی… .))
د آرنت په باور:
((هغه څه چې د هېواد بنسټونو او قوانینو ته قدرت وربخښي، د خلکو ملاتړ دی او که چېرته له کوم حکومت سره د خلکو باور او ملاتړ نه وي، نږدې راتلونکې کې به په قانوني ډول خپل قدرت له لاسه ورکوي؛
دغه له لاسه تللی قدرت د هیڅ وسیلې پر مټ بیا نه شي ترلاسه کېدلای، مګر بیاځلې خپلې آرې سرچینې ته په ورګرځېدلو سره لاس ته راتللی شي؛
چې هغه خلک دي او همدا خلک او باور چې د ټولو دموکراتیکو نظامونو بنسټ بلل کېږي… .))
دا زیاتوي:
((البته تاوتریخوالی د قدرت ځایناستی کولای او لنډمهالي بریالیتوب ته پرې رسېدلای شو؛ خو هغه قېمت چې دغه بریالیتوب پرې لاسته راوړو، خورا دروند دی؛ ځکه دغه حالت کې نه یوازې دا چې خلک خورا لویه بیه پرې کوي، بلکې حاکمان هم له خپل معنوي قدرت نه د همداسې لویې بیې پرې کولو ته مجبوره کېږي او حقیقت یې دادی، چې دواړه بایلونکي دي… .))

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.