کونړ سينده

زرلښت حفیظ بشیریار

1,133
کونړسيند څپه څپه شو زما د زړه ښکلې نغمه شو
د پښتون د غرورخيال کې د غيرت او ننګ کيسه شو
کونړ سينده نغمه ګره د شعرونو جادوګره
شاعران پرتا راټول شول اې د زړونو سودا ګره
د غيرت ترانې وايه خپل همت خلکو ته ښايه
ښاپيرې درته رادرومې ورته زما سندرې وايه
کونړسيند د جنت حورې خپل موجونو کې مغرورې
تا تره مې ډير ياديږي ته يادونه د مامونې
جلالا ته دی درځمه دمه ستا څنګ ته راوړمه
بوډيالي نکريزی اخلم خپل لاسونه سره کومه
کونړ سينده بختور يي ته زما د زړه دفتر يي
خپل موجونو کې مې واخله زما هوډ ته انځورګر يي
د خيوې په تکل ځمه خپل دادا خوشحالومه
يوارمان به ورته يوسم لوې (جومات) به جوړومه
کونړسينده بختور يي اشنا ستاپه لوری درومی
يو ارمان لري په زړه کې د ليلا په لوری درو می
کونړسينده ورته وايه نه دی هوډنه دی ارمان شته
ستړی ستړی شوې خپی يبلی بس يولارد بيابان شته
زما بل رنګه دونيا ده ستا يادونه په کې نشته
يو وطن زما اشنا دی نور خيالونه په کې نشته
کونړ سينده زما ځانه ماته ګران يې د هر چانه
تيريادونه مې تازه شول روح مې واخيستل لتانه
ستا د مستوڅپو ځار شم پښتونخوا پلورې درومه
روح چې ښاد باچاخان شي د بابا په لورې درومه
تراټکه پوری لاړ شه يوه هيله مې همدا ده
پيښور د زړه په ښار ک يو خوهم ولي بابا دی
کونړ سينده بختوره ته زما د زړه ارمان يي
خپل موجونو کې مې واخله ته زرلښتې ته

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.