!د لوړو زده کړو د ښاغلي وزیر صاحب د پام وړ

عبدالله وردګ

543

لومړۍ – برخه

انګلستان – آګست – ۲۰۲۲

ګرانه او قدرمنه وزیر صاحب!

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

الله(ج) د وکړي چې روغ او جوړ وې.

یوه ورځ مې د تلویزیون له لارې د ستاسې ښاغلي دغه خبره واورېدله، چې تاسې غواړئ، چې د افغانستان پوهنتونونه د نړۍ په ستندرد برابر کړئ. دا یو ډېر په زړه پورې شعار دی، او د هغه د پلي کېدلو لپاره باید ټول علمي کدرونه لاس سره یو کړي، چې تر څو وکولای شي دغه ملي شعار په عمل کې پیاده کړي.

ددې له کبله چې ما په افغانستان کې د کابل د انجینرۍ په پوهنځۍ کې هم درس ویلی، او هم مې ۶ کاله معلمي کړېده، او هم مې په امریکا کې د لږ وخت دپاره درس ویلی دی. همدارنګه، په انګلستان کې مې ماستری، او PhD د الکترانکس په برخه کې کړېده، او بیا مې ۲۷ کاله، د انګلستان په یوه پوهنتون کې د انجینرۍ په پوهنځۍ کې معلمي کړېده. د پوهنتون په ټولو تدریسي او علمي پروګرامونو کې مې فعاله ونډه اخستې ده.

هیله ده، چې ددغه لیکنې لوستلو ته وخت پیدا کړئ، او هغه په ښه نیت سره ولولئ.

غواړم چې پدغه لومړۍ برخه کې دغه لاندې ټکي د ستاسې قدرمن حضور ته وړاندې کړم. کېدای شي، چې دغه ټکي به تاسې ته نوي، نه وي، خو بیا هم د ستاسې د لوستلو هیله لرم.

۱- تاسې قدرمن وزیر صاحب باید د پوهنتون په اسلام او وطن مین استادان پخپله غېږ کې کلک ونیسئ، او دوی ته د زړه له کومي ډېر احترام ولرئ. دا پدې خاطر چې دوی پدغه سختو اقتصادي ستونزو کې هم دا بهتره وګڼله، چې دوی بهرني ملکونو ته ولاړ نشي، او پخپل ملک کې ځوان نسل ته خدمت وکړي، او د دوی دغه کړنه په ریښتیا سره د مننې وړ ده.

د یادونې وړ ده چې د ښه استاد مقام ډېر لوړ دی، او هغه هېڅوک هم نشي ټیټولای، او همدارنګه، د بد استاد مقام بیا تر ټولو ډېر ټیټ دی، او هغه هېڅوک هم نشي لوړولای.

هغه استادان، چې په ډېر پاک نیت، او اخلاص د وطن د ځوان نسل په تعلیم او تربیه کې، شپه او ورځ هلې ځلې کوي، هغوی ته د الله(ج)، د خپلو پاکو هلو ځلو، ډېر اجرونه ورپه برخه کړي، او همدارنګه، هغه استادان، چې خپلې دندې، په سمه توګه سرته نه رسوي، هغوی ته د الله(ج) توفیق ورپه برخه کړي، چې خپلې وظیفې په ښه توګه سرته ورسوي.

۲- همدا شانته، د ټولو په اسلام او وطن مین محصلینو هم ډېر ډېر قدر او مننه وشي. الله(ج) د دوی ټولو ته توفیق ورپه برخه کړي، چې ښې زده کړې وکړي، او د خپل غریب او غیرتمن وطن لپاره د خدمت مصدر وګرزي.

هیله ده، چې د دوی د تعلیم او تربیې په هکله ډېره پاملرنه وشي. دا ځکه چې د یوه ملک آینده د دوی د ځوانانو له تعلیم او تربیي سره رغنده تړاو لري.

۳- مهرباني وکړئ، د پوهنتون تعلیمي نصاب د اوسني عصر د غوښتنو سره سم برابر کړئ. زه به دلته خپله کیسه درته وړاندې کړم: زه چې کله دلته په ۱۹۸۴ مېلادي کال کې په لومړي ځل د شاګرد په توګه پوهنتون ته لاړم، نو زه پدې نه پوهېدم چې د مضمون استاد څه وایي؟ یعنې د افغانستان  او انګلستان د تعلیمي نصاب ترمنځ دومره توپیر و. هېره د نه وي، چې زه د انجینرۍ له پوهنځۍ څخه عمومي اول نمره فارغ، او (۶) کاله مې د کابل د انجینرۍ په پوهنځۍ کې د معلمۍ دنده هم سرته رسولې وه، او هم (۶) میاشتې امریکې ته د سبق لپاره تللی وم. نو دغه پدې دلالت کوي چې د افغانستان د پوهنتونو تعلیمي نصاب مثبت تغیر ته هر اړخیزه ضرورت لري.

د یادونې وړ ده، چې بیا مې الحمدلله د الله(ج) په فضل او کمک سره لومړۍ درجه ترلاسه کړه.

هیله ده، چې زما دا خبره څوک ځان ښودنه تعبیر نکړي، او ماته تر اوسه د موټر د چلولو چل نه راځي.

د پوهنتون د تعلیمي نصاب د مثبت تغیر په هکله لازمه ده، چې د فابریکو او کارخانو د مشرانو،  د علمي او مسلکي کدرونو، او د پوهنځیو له محصلینو سره ښه مشوره تر سره شي، او په آرامه فضاء کې له دوی څخه د دوی د اړتیاوو پوښتنه وشي، او دوی هم باید خپلې غوښتنې د امکاناتو په رڼا کې وړاندې کړي.

وروسته دغه غوښتنې په نوي تعلیمي نصاب کې شاملې شي، او بیا هڅه وشي چې ښاغلي استادان د یوه مضمون مواد په مکمله توګه شاګردانو ته تدریس کړي. داسې ونشي، چې قدرمن استادان هغه مواد نیمګړي تدریس کړي.

۴- د هر تعلیمي کال په آخر کې د هر استاد سره باید یوه انټرویو د هغوی د کار په هکله ترسره شي. دغه انټرویو باید د ورورۍ په فضاء کې ترسره شي. دغه انټرویو به ان شاءالله د دواړو اړخونو په ګټه وي. استادان کولی شي چې پدغه انټرویو کې خپلې ستونزې، او اړتیاوې په ښه توګه په ګوته کړي. همدارنګه، د پوهنځۍ رئیس له استاده څخه د نویو لاسته راوړنو لیکلې وعده او غوښتنه کولای شي. ددغې انټرویو مواد باید ولیکل شي، چې تر څو هغه د راتلونکي کال د انټرویو لپاره د سند په حیث وړاندې شي.

که چېرې دغه کلنۍ انټرویو د اسلامیت او ورورګلوۍ په نیت ترسره شي، نو بېله شکه به ډېره ګټوره ًٌواقع شي.

۵- یوه صلاحیت لرونکې او خپلواکه اداره چې په هغه کې د هر مسلک پوه او پېژندل شوي علمي کدرونه غړیتوب ولري، د وزارت په چوکاټ کې جوړه شي. دغه اداره به د ټولو پوهنتونو ټول شیان لکه: مالي توان، د علمي او مسلکي کدرونو شتون، علمي سویه، د تعلیمي نصاب مناسبوالى، او د لازم لابراتوار شتون تر خپلې منظمې څارنې لاندې ولري.

دغه اداره کولای شي، چې د پوهنتون په یوه پوهنځۍ کې یو کورس د ځینو ملاحظاتو له کبله وتړي، او که هغه شرایط بیا پوره کړي، نو بیا به بېرته د فعالیت اجازه ولري.

دغه اداره باید د هر پوهنتون هره شعبه په هرو پنځو کلونو کې په منظمه توګه ښه وڅېړي، او ددغه ادارې شتون به د ټولو پوهنتونو د علمي سویې یوشانته والی په نسبي توګه تضمین کړای شي.

۵- د استادانو د علمي سویې په لوړولو کې باید زیاته پاملرنه وشي. استادان باید د لوړو زده کړو د لاسته راوړلو لپاره د امکان په صورت کې بهرني ملکونو ته ولېږل شي.

همدارنګه، داخلي پېژندل شوي پوه استادان باید د نورو استادانو د پوهې په لوړوالي کې رغنده برخه واخلي. یعنې تجربه کاره او پوه استادان باید د نويو کدرونو په تربیه کې غوښنه ونډه واخلي.

یوه آسانه لار به یې دا وي، چې د علمي سویې له نظره مشران استادان په منظمه توګه د نویو کدرونو دپاره منظم سیمینارونه دایر کړي.

۶- د شاګردانو نظر پوښتنه، د یوه مضمون د کیفیت په ښه والي کې ډېر اغیزمن او ګټور وي. دا پدې معنا، چې شاګردان، تر بل هرچا څخه خپلې ستونزې، ښې پېژني، او هغه سمې په ګوته کولای شي.

پدغه نظر پوښتنه کې د مضمون استاد ته هم، د خپل ځان په هکله هم ښه معلومات لاسته ورځي. ښه استادان، بیا دغه د شاګردانو نظرونه، تر غور لاندې نیسي، او سمو غوښتنو ته یې په خلاصه ټنډه هرکلی وایي، او هغه بیا په عمل کې پیاده کوي.

د یادولو وړ ده، چې ځینې هغه شاګردان، چې فکر کوي، چې په دغه مضمون کې به ناکامیږي، نو بیا کېدای شي، چې د هغوی نظر، له حقیقت او انصاف څخه لږ لیرې وي. اما، په عمومي توګه، د شاګردانو نظرونه، باید د قدر وړ وګڼل شي، او هغوی ته، د قدر په سترګه وکتل شي. هېره د نه وي، چې د مضمون استاد، دغو غوښتنو ته ښه اړخیز ځواب، او د عملي کولو پلان په لیکلي ډول وړاندې کړي.

د یادولو وړ ده، چې په اوسني وخت کې شاګردان، یوه پوهنتون ته، د مشتریانو حیثیت لري. نو یوه پوهنتون ته لازمه ده، چې د خپلو شاګردانو ستونزو ته، په غور سره غوږ ونیسي، او د امکان په صورت کې، هغه په عمل کې پیاده کړي.

هېره د نه وي، چې پدغه نظر پوښتنه کې د شاګردانو نومونه، له استادانو پټ ساتل کیږي.

د دې له کبله چې لیکنه ډېره اوږده نشي، نور ټکي به ان شاءالله د دې لیکنې په نورو برخو کې وړاندې شي.

تر کومه پورې به مونږه، د نورو لاسته راوړنې، خپلو خلکو ته وړاندې کوو؟  کاشکي، دغه فکر هم ولرو، چې الله (ج) د هغه وخت هم زمونږه په ژوند کې راولي، چې نور خلک، زمونږه لاسته راوړنې، د نړۍ نورو خلکو ته وړاندې کړي.

۷- د انګلستان په پوهنتونو کې د کلني امتحان د سوالونو جوړول ډېر وخت نيسي، او هغه څو مرحلې لري چې په لاندې ډول سره وړاندې کيږي:
الف – د امتحان په پارچه کې شاګردانو ته لازمه رهنمایي، او تعين شوی وخت په واضح توګه ليکل کيږي. د مضمون استاد د سوالونو بشپړ حل هم ترتيب کوي، او بیا هغه يوه بل هم مسلکي استاد ته د کتنې، او هراړخيزه نظر د څرګندولو دپاره ورکوي۰
کله چې دواړه استادان موافقې ته سره ورسېدل، نو بيا سوالونه د امتحان شعبې ته ليږل کيږي۰
ب – د امتحان شعبه، دغه سوالونه بیا د امتحان کميټې ته ليږي، ترڅو هغه ته يوځل بيا هراړخيزه کتنه وشي۰ د امتحان کميټه دغه سوالونه، او حل ئې بیا لږ تر لږه دوه نورو پوهنتونو ته ليږي۰ د نورو پوهنتونو استادان، یعنې خارجي استادان، هغه په ډېر غور او دقت سره ګوري، او خپل نظرونه په لیکلي توګه وړاندې کوي. د خارجي استادانو نظر ډېر مهم دی، او هغه ته پوهنتون ډېر اهميت ورکوي۰ د خارجی استادانو سپارښتنې، يا بايد ومنل شي، او يا هغوی ته ښه د قناعت وړ ځواب ورکړل شي۰
ج – کله چې د خارجي استادانو قناعت حاصل شو، بیا د مضمون استاد هغه يوځل بيا په ډېر غور سره ګوري، او هغه امضاء کوي، او بيا د امتحان د پاره چاپ کيږي.
د یادونې وړ ده، چې د تکراري سوالونو څخه ډه ډه وشي، او سوالونه بايد تشريحي، او تحليلي، برخې ولري۰ همدارنګه په ټولو مرحلو کې د استادانو ترمنځ باید سل په سلو کې د پوره اعتماد فضاء موجوده وي، او هم د سوالونو د پوره ساتنې شرايط برابر وي۰
۸- د انګلستان د پوهنتونو فارغان خپلې شهادتنامې په شانداره مراسمو کې ترلاسه کوي، او د دغه شهادتنامو په آساس، هغوی ته د نورو لوړو زده کړو، او کارونو زمینه برابریږي.
د یادونې وړ ده، چې په انګلستان کې پنځه ډوله شهادتنامې وجود لري.
الف – لومړۍ درجه (First Class):
دغه شهادتنامه د لېسانس په سطحه تر ټولو لوړه درجه شهادتنامه ده. کله چې یو شاګرد، دغه شهادتنامه ترلاسه کړي، نو هغه ته دنورو لوړو زده کړو، او مسلکې کار زمینه په ډېره آسانۍ سره پیدا کیږي.
ب – دویمه درجه ( Upper 2nd):
دغه هم ښه عالي شهادتنامه ده، او لرونکي ته یې د مسلکي کار، او لوړو زده کړو امکانات ډېر زیات دي.
ج – درېیمه درجه (2-2):
هغه فارغان چې دغه شهادتنامه واخلي، نو هغوی ته بیا لږ په سختۍ د خپل مسلک وظیفه پیدا کیږي، او هم د نورو لوړو زده کړو امکانات لږ ورته کم وي.
د – څلورمه درجه (3rd Class):
د دغې شهادتنامې فارغان، په آسانۍ سره مسلکي دنده نشي پیداکولای.
ھ – پنځمه درجه (Pass):
د دغې درجې فارغان، د خپل مسلک برابره، وظیفه نشي پیداکولای، او هم د دوی پر مخ د نورو لوړو زده کړو دروازه هم تقریباً بنده ده.
د یادونې وړ ده، چې دغه ټکي ته باید ډېر زیات اهمیت ورنکړل شي، چې فلاني په خارج کې لوړې زده کړې، کړېدي. البته، دغه ډېره مهمه ده، چې دوی کومه درجه شهادتنامه اخستې ده. افغانان باید نور پدې ونه غولېږي، چې فلاني په خارج کې درس ویلی، او د نورو حق تر پښو لاندې شي.
همدارنګه، د پوهنتون د استادۍ لپاره یوازې د لومړۍ، او دویمې درجې شهادتنامې په نظر کې ونیول شي.
د دې له کبله چې لیکنه ډېره اوږده نشي، نور ټکي به ان شاءالله د دې لیکنې په نورو برخو کې وړاندې شي.

۹ – په اوسني وخت کې د نړۍ د پوهنتونو تکړه استادان، کوښښ کوي، چې زیاتره علمي مقالې، د نړۍ په معتبرو بین المللي مجلو (Journals)، او بین المللي کنفرانسونو کې چاپ کړي. د علمي مقالو چاپېدل، د یوه پوهنتون په شهرت او لوړوالي کې ډېر اغېز لري. یعنې د پوهنتون په شهرت، د شاګردانو په زیاتوالي، د پوهنتون د بودیجې په ښه والي، او د استادانو په علمي ترفیع کې، د پام وړ اغېز لرلای شي.
په علمي او تحقیقاتي ډګر کې، د هر مسلک لپاره علمي مجلې، او کنفرانسونه وجود لري، او علمي مقالې باید مناسبو مجلو، او کنفرانسونو ته واستول شي.
الحمدلله، په افغانستان کې ډېر زیرک او پوه استادان او شاګردان وجود لري، چې په علمي ډګر کې، ډېرې لاسته راوړنې لري. دوی باید ډېره هڅه وکړي، چې خپلې لاسته راوړنې، په مسلکي مجلو، او بین المللي کنفرانسونو کې چاپ کړي. استادان د تشویق او وهڅول شي، چې خپلې علمي څېړنې د نړۍ په مشهورو مجلو او کنفرانسونو کې چاپ کړي، او د هغوی سره باید مالي او معنوي کمک وشي.
ددې کار دپاره لازمه ده، چې هره پوهنځۍ د نشریاتو لپاره یوه خپله مجله ولري، او استادان خپلې لاسته راوړنې په لومړي سر کې په همدغه مجلو کې نشر کړي.
همدارنګه، هر پوهنتون باید د ریسرچ یو مرکز ولري. یعنې هغه پوهنتونونه، چې تحقیقاتي مرکز ونلري، هغه په حقیقت کې پوهنتون نه دی.

۱۰- ښاغلی وزیر صاحب، باید د هر تعلیمي کال په اول او په آخر کې د پوهنتون له استادانو سره مجلس ولري، او د دوی ستونزو او غوښتنو ته په غور سره غوږ ونیول شي. دوی ته روحیه ورکړل شي، او د دوی مورال لوړ کړای شي، او د دوی د ښو کارونو ستاینه وشي.
استادان وهڅول شي چې خپل درسي پلان او درسي مواد د شاګردانو لپاره د پوهنځۍ په پورتال کې واچوي. دغه کار به شاګردان دېته وهڅوي، چې د مضمون د لکچر نه وړاندې، درسي مواد مطالعه کړي، او هغه ټکي چې دوی ته مشکل برېښي، بیا له استاده د لکچر په وخت کې پوښتنه وکړي.

د پام وړ ټکي:
د هغو ملکونو وګړي ډېر بختور وي، چې ښه پوه، عادل، او تقواداره، استادان ولري. شاګردانو ته لازمه ده، چې د ښو استادانو، په قدر پوه شي، او د هغوی احترام وکړي.
دا هم باید ومنو چې هر استاد هم، د قدر وړ نه دی. هغه استاد، د قدر وړ دی، چې خپلو شاګردانو ته یې، ښه په اخلاص خدمت کړی وي.
خدای مکړه، که چېرې یو استاد بې ناموسه، متعصب، بې انصافه، او ناپوه وي، نو دغه استاد، بیا د قدر وړ ندی. ځینو استادانو، د خپلو شاګردانو طلایي وخت، چې هغه به هېڅکله جبران نه شى، ور ضایع کړی وي.
همدارنګه، ځینې استادان، یوازې پدغه فکر کې وي، چې شاګردان څنګه خوشحاله وساتي، او هېڅکله شاګردان، خپل اصلي مسىٔولیت ته نه متوجي کوي، چې دا ډول استادان هم، د ښو استادانو په ډله کې نه راځي.
هېره د نه وي، چې ښه استاد د یوه شاګرد، په ژوند کې مثبت تغیر راوستلای شي، او همدارنګه بد استاد، د شاګرد راتلونکی ژوند له خرابۍ او بربادۍ سره مخامخ کولای شي.
هیله ده، چي دولت هم استادانو ته د تعلیم او ژوند ښه شرایط برابر کړي، او هم خپلو استادانو ته په کافي اندازه معاش ورکړي، تر څو استاد، بل کار ته مجبور نه شي.
همدارنګه، استادان هم، باید قناعت ولري، او شاګردان د خپل دنیوي حرص قرباني نکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.