خوشال او ملا

نورکمال ارشاد

591

تاسو به تر اوسه پر منبر د ملا لۀ خولې کله هم د خوشال کوم بیت نۀ وي اورېدلی، بلکې اکثره به د رحمان ‌شعرونه ترې اورئ، دلایل یې ډېر دي چې ولې؟

لومړی خو دا چې خوشال یو رښتینی او پاک زړی انسان دی. دۀ حتا پۀ خپل شعر کې هم ټول هغه څۀ راوړي، کوم یې چې پر زړۀ وو.  ملایان لۀ دۀ سره پر دې مخالف دي چې ولې دومره لوڅ او بې‌باکه غږېدلی او د جنسي موضوعاتو د پټولو هڅه يې نۀ ده کړې، او بل دا چې خوشال ملایان او شېخان سخت کنځلي دي، خو دا چې خوشال ولې داسې کړي، موږ یې پۀ اړه یو څۀ بحث کوو، بناء باید پۀ دې مسله سرونه خلاص کړو چې:

د اولې موضوع پۀ اړه اوس پوهان پۀ دې موافق دي چې هغه وخت یعنې د خوشال پۀ عصر کې چې تعلیم ډېر کم و، خوشال باید ډېر مسایل ښکاره ويلي وی، د مثال پۀ توگه که ووايو، همدا اوس هم ټولنه د ډېرو اړینو جنسي مالوماتو لۀ کمښت سره مخ ده، نو پر ځای به مو ويلي وي.

 روان پوهان پۀ دې باور دي چې کچېرې نارینه او ښځینه پۀ جنسي موضوعاتو پوره خبر نۀوي، فقط د دوی ژوند څۀ چې ټوله جامعه ور سره خرابېږي او دا کار پۀ شپ، شپ نۀ کېږي، بلکې سم ښکاره به یې وايې، خوشال خپله وايي:

پښتانۀ واړه نادان د جهل کان دی

 یو فلم مې لیدۀ، یوه کلیواله ښځه ډاکټر ته راځي، ور ته وايي چې زۀ غواړم چې تر یو څۀ وخته ماشومان ونۀ لرم، نو زۀ څۀ وکړم؟

ډاکټر ورته پوکڼۍ (کانډوم ) ورکوي، ور ته وايي چې دا د جنسي یو ځای والي پر وخت وکاروئ، ښځه چې یوه بې‌سواده کلیواله ده، پر دې نۀ پوهېږي چې دا اوس څنگه وکاروي، لۀ ډاکټره بیا پوښتنه کوي چې زۀ پر دې څۀ وکړم!؟

زموږ دا ډله چې ځانونو ته ډېره اخلاقي طبقه وايي، لۀ دې سره موافق نۀ دي چې ټولنې ته‌دې پۀ واضحو الفاظو دا او تر دې اړین مالومات ورسېږي، دوی خو چې تقریرونه هم کوي، د دې پر ځای چې خلکو ته پۀ خپله ژبه سپینې او واضحې خبرې وکړي، مهم موضوعات پۀ عربي ژبه وايي او همداسې یې پټوي، که څۀ هم همدغه خبرې او الفاظ چې دوی یې پۀ عربي وايي، پۀ عربي ټولنه کې د هماغو شیانو نومونه دي چې ملا صاحب یې پۀ پښتو ویلو شرمېږي.

دویمه موضوع دا ده چې خوشال ولې ملایان او شېخان کنځلي دي ؟

زموږ د بحث اصلي مورد هم همدا دی، دا هم ډېر دلایل لري؛ که چېرې ځیر شو زموږ د ټولنې د اساسي بدمرغۍ لامل هم همدغه بې علمه او بې‌عمله شېخان او ملایان دي؛ ډېر وړاندې نۀ ځو، د شاه امان الله پۀ وختونو کې اکثریت بې علمه عالمانو، پیرانو او ملایانو د نظام کلک مخالفت کولو، کافر یې ورته ویل، خلک یې لۀ لارې ویستل او د نظام پۀ ضد یې را پارول، چې بالاخره یې شاه امان الله واک پرېښودو او لۀ هېواده وتلو ته مجبور کړ

د هغه وخت انګرېز چې یو آباد او ودان افغانستان یې هېڅکله نۀ غوښتۀ، د ملایانو او پیرانو پۀ جامو کې یې خپل جاسوسان او لاسپوڅي پۀ ټولنه کې خپارۀ کړي وو، تر څو د عوامو ذهنونه د نظام پۀ اړه را وپاروي، دا چې زموږ خلک اکثریت یې بې سواده دي، ژر باور کوي، ښۀ مثال یې بغدادي پیر دی، او یا هغه امام چې کلونه خلکو پسې امامت کړی و او وروسته پۀ ډاګه شوه چې مطلق کافر و.

زموږ د ټولنې وګړي پر دې طبقه ډېر زیات باور لري، روا او نا روا یې نۀ ګوري، بس پټې سترګې ور پسې روان وي.

دا اصلا د همدې خلکو د خبرو او وعظونو تاثیر دی چې خپلو خبرو ته د دین لۀ رنگه رنگ ورکوي:

پۀ دا عام وگړي هسې هیبت کېږدي

چې د دوی پۀ رضا ځي، هر څۀ به پرېږدي

 څۀ موده وړاندې چې پر همدې بې علمه ملایانو یا کوډګرو پۀ کابل کې د فرخندې پۀ نوم یوې نجلۍ نیوکې وکړې او هغوی یې ګمراهان وبلل، د همدې کوډګرو او تعویذګرو پۀ چیغو چې ویل یې، دې نجلۍ قران کریم سوځولی او کافره ده، سپینو مسلمانانو فرخنده پۀ وهلو، وهلو مړه کړه، پر دې یې هم قهر سوړ نۀ شو، ویې سوځوله، لۀ دې څرګندېږي چې دې خلکو لۀ ډېر پخوا زموږ پۀ ټولنه کې رېښې کړې دي او د عوامو چې اکثریت جاهل او بې سواده دي، لۀ احساساتو ګټه اخلي او هره ناروا چې یې زړۀ وغواړي پرې کوي یې.

که یې پۀ اړه غبرگون ښيې، یا یې لۀ حقیقته پرده پورته کوې، تیاره یې ټاپۀ پۀ جېب کې ايښې وي، فقط غږ کوي چې د مقدساتو توهین یې وکړ، یا یې قران کریم وسوځاوۀ، او بالاخره د فرخندې پر برخلیک مو اخته کوي.

د خوشال بابا پۀ وخت کې همدغه بې علمه شېخان، ملایان او پیران کم نۀ وو، دی دې ټکي ته متوجه و او تر وسه یې هڅه کوله چې خلکو ته یې معرفي کړي او د دوی بې علمي او کرغېړن مخ خلکو ته څرګند کړي، لکه چې وایي:

چې د کنز د قدوري شي ځان ملا کا

هر حلال حرام پۀ ځان باندې روا کا

کتابونه پۀ سر کېږدي، ځان ملا کا

پۀ هر کلي محلت ګرځي، ټګي، غلا کا

کېني شرع پرېکوي پۀ رشوتونو

ځان قاضي کا پۀ غلط روایاتونو

و هر چاته مسلې د سخاوت کا

خپله خونه ډکوي، بله غارت کا

پۀ مسجد راځه، پنځۀ وخته اذان کا

چې زکات سرسایه نۀ وي مسجد وران کا

..

پۀ دا هسې علم برند کېني ملا شي

و عالم ته میراث خور د انبیاء شي

بل ځاي وايي چې، پۀ پښتني ټولنه کې که څوک د دروغجنې طبيبۍ دعوه وکړي یا پۀ دروغو د بزرگۍ دعوا وکړي، نو د دوی پر حقیقت د پوهېدو لپاره هېڅوک هم نۀ شته، هېڅوک هم دا هڅه نۀ کوي چې حداقل پۀ حقیقت ځان خبر کړي:

پۀ غلط، غلط خویونو مبتلا دي

پۀ بد خوی پۀ بد خصلت د ځان بلا دي

نۀ سزا د بدکارانو پۀکې کېږي

نۀ پخپل عقل، پۀ ښۀ سړي پوهېږي

چې څوک ووايي بد؛ نۀ دي هغه ښۀ دي

چې بد ووايي هغه لا کله ښۀ دي

که پۀ مکر څوک خپل ځان پۀ کې طبیب کا

څوک به نۀ وي چې  ښکاره د دۀ تکذیب کا

که پۀ مکر څوک عالم شي یا دروېش شي

څوک به نۀ وي چې خبر د دۀ پۀ کیش وي

چې نېکان پاکان یې دا دي، حال یې دا دی

شېخ میا نور پکې لۀ واړو نه والا دی

 میا نوران زموږ پۀ ټولنه کې لا هم اوس هم ښۀ ډېر دي او اصلا دا د داسې خلکو لۀپاره یو بهترین سېمبول دی، هغوی چې خپله درواغجن، ټگ، خاینین او د حرامو پۀ مالونو ډک دي، نورو ته به څۀ سمه لاره ور وښيي.

وايي موږ ته چې نظر د سترگو سپک کا

خپل ایمان به پۀ دا هومره چارو ورک کا

خان بابا لۀ بې علمه شېخانو او صوفیانو څخه رندان او مدهوشان ډېر، ډېر ځله غوره بولي، دی هغه صوفیان چې لۀ لارې اوښتي او یا هغوی چې د سیاسي او نورو لاملونو لپاره یې لۀ ځانونو صوفیان جوړ کړي، کافر بولي:

صوفي کافر دی، پخپل پندار* کې

ملا ملحد دی د حق پۀ کار کې

ځار تر رندانو چې مخ څټ یو لري

یک رنګ ولاړ دی پۀ هره چار کې

۵۳۸ مخ

 هغه شېخان چې دین د ځان پۀ ګټه استعمالوي، لارې يې غلطې وي، کوډې او تعویزونه کوي، خلکو ته پر انحرافاتو او بدعاتو د باور وایي، خان بابا هغوی هم تر سخت نقد لاندې راوستي:

که شېخان که زاهدان دي

تورې خاورې یې په سر

که قدم کېږدي بې شرعې

په خلاف د پیغمبر

*

که شیخان، که عالمان که زاهدان دي

لۀ هېچا نه زړۀ ښۀ نۀ دی د خوشال

خوشال پۀ خپلو اشعارو کې هغوی چې واقعا د‌ دین رښتینی مخ هم خلکو ته ښيي او هم خپله پرې عمل کوي، ستایلي دي چې تاسو یې بېلگې د‌دۀ اشعارو کې لوستلی شئ، دا لیکنه مې د ځینو ملگرو پۀ ځواب کې لیکلې ده، که نه خوشال بابا د تعریف محتاجه نۀ دی.

پایله‌ دا شوه چې خوشال بابا خپله ټولنه دقیقه مطالعه کړې وه، د حپلې ټولنې لۀ رگ، رگ ځخه خبر و، او پر دې پوهېدۀ چې د ټولنې وگړي یې دومره کمزوري دي چې پۀ گونگو او پټو خبرو نۀ پوهېږي، دوی ته باید ښکاره ور وښودل ښي او بله دا چې د ټولنې وگړي یې د عقیدې پۀ لحاظ پۀ داسې وضعیت کې وو چې فقط يې نوراني څېره، ږیره او پټکي لیدۀ، او دا یې نۀ درک کول چې دا سپین مخ د کاپر دی او که د مسلمان!

لۀ هغه وخته پۀ سلگونه کلونه تېر شوي دي خو زموږ د ټولنې وگړي لا هم (میا نورانو) ته بېخي د ملایکو تر کچې احترام لري او دا جهالت د عقیدې پخته گي گڼي، همدا وجه ده چې خوشال وايي چې ، تر اوسه هم شېخان او ملایان پۀ ډېر مکر او افسون پښتانۀ زبېښي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.