د بریتانیا د هېواد په هکله لنډ معلومات

لیکونکی: غلام حضرت صالحزوی

801

د انګلستان د ملکي یا پاچا واک امتیازات صلاحیتونه او هغه 15 هېوادونه او سیمې چې د انګلستان تر تشریفاتې ولکې لاندې دي

 

انګلستان یو مدون او ترتیب شوی اساسي قانون نه لري خو د نورو فرعي قوانینو په چوکاټ کې د انګستان ملکه یا پاچا چې په خپل هېواد کې تشریفاتي مقام او ځای لري ، عملا واقعي سیاسی قدرت لري . پاچا یا ملکه د انګلستان ، سکاتلند ، ولز او شمالي آیرلند باندې فرمانروایی کوي چې دا ټول د لویې بریتانیا او آیرلند د متحده شاهي یا « (The United Kingdom  یا دبریتانیا (Britain) او یا په اختصار سره

UK یادیږي.

همداراز ملکه یا پاچا د انګلستان نه علاوه د نورو 15 هېوادونو لکه استرالیا، نوی زیلاند، کانادا او نورو ریاست هم کوي چې دا ټول د مشترک المنافع قلمرو یا » (Commonwealth Realm) په نوم سره هم یادیږي . د انګلستان پاچا یا ملکه د دغو هېوادونو عمومی حکمران یا ګورنر ټاکي چې د دغو هېوادونو عالیترین رسمي مقام او د ملکي یا پاچا استازی بلل کیږي . پدې ګروپ کې لاندې هېوادونه شمال دي :

United Kingdom, Antigua and Barbuda, Australia, the Bahamas, Barbados, Belize, Canada, Grenada, Jamaica, New Zealand, Papua New Guinea, Saint Kitts and Nevis, Saint Lucia, Saint Vincent and the Grenadines, the Solomon Islands and Tuvalu. These are known as the ‘Commonwealth Realms’.

پاته د نه وي چې د بریتانیا ملکه یا پاچا د 56 مشترک المنافع هېوادونو د اتحادیې یا (Commonwealth of Nations) رئیس هم وي او دا هېوادونه عبارت دي له: جنوبي افریقا، سنگاپور، قبرس، کامرون، کنیا، نیجریه، هند، پاکستان، اوگاندا، مالزیا، جامائیکا، بنګلدیش، انتیګوا او باربادوس، باهاما، بلیز، بوتسوانا، دومینکن، فیجي، استرالیا، کانادا، ګامبیا، ګرانا دا، ګانا، ګویان، کریپاتي، لوسوتو، مالیزیا، مالدیو نامیبیا، موریس، نائورو، نیو زیلند، پاپوا ګینه نو، رواندا ، ساموا، سیشل، سریلانکا او نورې پخوانۍ مستعمرې.

که څه هم د دغې اتحادیې غړی هېوادونه نسبتا مستقل حکومتونه لري ولي د ګډو او عمومي ګټو او ارزشونو په اساس سره هم غږی دی او د انګلستان شاهي دولت پردوی خورا زیات اثر لري.

باید وویل شي چې له 1707 میلادي کال راپدېخوا کله چې د انګلستان او سکاتلند سره یوځای شول او لویه بریتانیا یې جوړه کړه ، تراوسه 12 نفرو په متحدې پادشاهي حکومت کړی دی او دولسمه واکمنه یې همدا ملکه الیزابت دومه «الیزابت الکساندارا ماری ویندزور» وه چې پرون مړه شوههغې 96 کاله عمر او 70 کاله سلطنت وکړ. هغه د نړۍ ترټولو د اوږد عمر درلودونکې دولت واکمنه وه چې اوږده موده واکمني یې وکړه، د بریتانیا په واکمنانو او همدارنګه د نړۍ د ښځو واکمنانو ترمنځ تر ټولواوږده موده پاچاهي وکړه او د نړۍ تر ټولو واکمنانو زیات سفرونه کړیدي.

ملکه دوهمه الیزابت په 1952 کې د خپل پلار شپږم جورج له مرګ وروسته د سلطنت مقام ته ورسېده چې د انګلستان او نورې نړۍ ډېرو خلکو بې له هغې بل څوک د بریتانیا واکمنان نه وو لیدلي.

د انګلستان ملکه او پاچا نسبت نورو عادي خلکو ته خاص امتیازات لريله شان او شوکت نه ډک سلطنتي قصرونو درلودلو سره د دوی د لوړې طبقې موجودیت ښکاره کوي.

د انګلستان شاهي مقام ځینې نور خاص امتیازات لري د مثال په ډول د هغوي پستي خدمتونه مجاني دي، له قضایی تعقیب نه مصئون دی او هېڅ محکمه حق نه لري د شاه شخصي او یا د کورنۍ د غړو په باره کې اطلاعات تر لاسه کړي . د دریوري لپاره لایسنس ته ضرورت نه لري ، د ترافیکو عمومي قانون رعایتولو تابع نه دي، د خارجي سفرونو لپاره پاسپورت ته ضرورت نه لري . د ټولو هغو حیواناتو چې د بریتانیا تر واکمنۍ لاندې اوبو کې ژوند کوي، څښتنان بلل کیږي . د انګلستان ملي سرود چې «خدای دې د ملکې ساتونکی» وي، او د ملکې یا شاه په نوم سوګندیا لوړي یادول چې د هېواد صدراعظمان ، وزیران ، اداري مسؤولین ، د اردو سرتیري او هغه خارجیان چې د انګلستان تابعیت تر لاسه کوي وایی چې : «زه صادقانه او صمیمانه اعلام کوم چې علیاحضرتې ملکې یا اعلیحضرت شاه او د هغوی وارثانو او اخلافو ته په وفادارۍ او رښتیا خدمت کوم»،

د فوربس اقتصادي مجلي په استناد د بریتانیا د سلطنتي کورنۍ دارایی 33 میلیاردو دالرو ته رسیږي.

د انګلستان د ملکې یا شاه صلاحیتونه :

د نړیوالو معاهدو او نور هېوادونو سره د تړونونو او قراردادونو د لاسلیک او فسخ کولو صلاحیت، د مسلحو قواوو قومانداني، د انګلستان د پارلمان اعیانو جرګې ته اشرافو او مشهورو شخصیتونو نه د لرد یا سناتورانو انتصابول ، د صدارعظمانو عزل او یا نصبول ، البته صدراعظم د انتخاباتو له لارې تعیینیږي خو د بحران په وخت کې ملکه هغه عزل کولی شي ، د پارلمان انحلال یا په موقت ډول تعطیلول ، د پارلمان له خوا د تصویب شویو طرحو ، لوایحو تائیدول ، د انګلستان د خارجي سیاست تایید او تنظیمول ، د انګلستان د تر ټولو باصلاحیته قاضي تعینول، د عفوې د فرمان صادرول. په حقیفت کې شاه یا ملکه د هېواد د اجرائیه قوې مشره ده، چې صدراعظم او وزیران د هغه تر واک لاندې کار کوي.

د انګلستان ملکه یا شاه د هېواد تر ټولو لوړ رتبه مذهبي مقام ټاکې او خپله د ټول هېواد کلیسا عالیترین مقام ګڼل کیږي چې د انګلستان د «ایمان مدافع » بلل کیږي . همدارنګه شاه یا ملکه د انګلستان د مقننه او قضاییه قوې مشر هم دی ، د انګلستان پارلمان د ملکې یا شاه ، د عوامو مجلس او د اعیانو له مجلس نه جوړ شویدی.

پاته د نه وي د مسلحو قواوو قومانداني او د جنګ یا سولې اعلان صلاحیت نه یواځې په داخل د انګلستان کې بلکې د نورو 15 د مشترک المنافع غړو هېوادونو کې د شاه صلاحیت دی. که شاه یا ملکه پورته غړو هېوادونو ته سفر کوي ، ټول مصرف یې د نوموړو هېوادونو په غاړه وي.

له بلې خوا شاه یا ملکه د هېواد د سیاسي مسایلو په هکله د خپل نظر د څرګندولو حق نه لري . پارلمان ته د کلنۍ وینا د لیکلو صلاحیت نه لري، بلکې د دولت له خوا ورته لیکل کیږي. په انتخاباتو کې د رایې ورکول حق هم نه لري.
د متن لیکونکی غ ح صالحزوی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.