ولې هيڅکله په کافي اندازه وخت نه لرو

منتشر شاهی

633

تر ټولو بوختې ورځې، چې بشر د تاريخ په اوږدو کې تجربه کړي؛ شايد نن سبا وي. هممهاله بايد اضافه‌کاري وکړو، درس او پوهنتون مخکې يوسو، د اولادونو تربيې ته رسيدنه وکړو او خپلې ميرمنې ته هم وخت ورکړو.

پخوا به دومره ډير کارونه په يو وار سړي ته نه ورکول کيدل او يا به هممهاله، په ټولو نقشونو کې له يو چا د شلو نمرو اخيستو تمه نه کیده. په همدې سبب په اخره کې د لسګونو ناتکميله کارونو له تشويش سره سر په بالښت ږدو او هيڅکله په دې نه بريالي کيږو، چې شمير يې صفر ته ورسو!

ليانا سیر، په مريلنډ پوهنتون کې د وخت د سپما د ازمايښتون مديره وايي:

« نن سبا ډيری خلک (ترکيبي ټولنيز نقشونه) لري، يعنې هممهاله خاوند، پلار او مامور. تر څنګ يې بايد شپه ورځ هڅه وکړئ، چې ددې نقشونو له عهدې هم ووځئ.»

زموږ د نن سبا نه خلاصيدونکې سرګردانۍ يوه بله سرچينه هم لري:

هغه نوې بوختياوې، چې ټوله ورځ پرې بوخت يو خو اساساً «کار» نه ګڼل کيږي. مثلاً په ټولنيزو رسنيو کې خلکو ته ځواب ورکول، د هر شي په اړه سرچ(پلټنه) او د اپليکېشنو د نوم‌ليکنو په برخه کې بوختيا.

ګريک لمبرټ په «پټ کار» کتاب کې ليکي:

« دغه کارونه مو يوه دقيقه وخت دلته او پنځې فارغې دقيقې هلته درڅخه مصرفوي تر څو چې په خود راځئ، وينئ چې يو سات وخت مو له لاسه ورکړی».

انټرنېټي خريدارۍ په ډيری مواردو کې ددغه «پټ کار» بشپړ مصداق دی. مثلاً غواړئ د مطالعې يو څراغ واخلئ. ددې پر ځای، چې مستقيم دوکان ته ولاړ شئ او کار خلاص کړئ، په ساعتونو، ساعتونو په مختلفو مډلونو پسې ګرځئ، د خلکو تبصرې لولئ او دا هم ناشونې نه ده، چې له خريدارۍ وروسته هم خپل ډير وخت د اخيستل شوي توکي په بدلولو را بدلولو کې ضايع کړئ.

سربيره پر هغه وخت، چې د کارونو په ترسراوي کې يې بايد مصرف کړو، «ذهني فضا» چې، بوختياوې يې له موږ نيسي هم ډيرې شوي. شپه ورځ يې په اړه فکر کوو، په اړه يې لولو او ګڼ حالتونه يې ښکته پورته کوو. هغه وضعيت چې هلر پيټرسن يې په خپله مهمه مقاله کې «کارځپنه» بولي.

کارځپنه په نوي نسل کې د خستګۍ او ژور زړښت هغه ډول دی، چې تل ددغه احساس تر فشار لاندې دي؛ چې بايد بې عيب او نقصه کارکوونکي ووسي.

پيټرسن زياتوي، چې د متوسط لومړيتوب کارونه چې «کمه ګټه او زيات تکليف» لري، زموږ د ستړي کولو تر ټولو ډيره وړتيا لري. نوموړي کارونه په مياشتو، مياشتو زموږ د کارونو په نوملړ کې پاتې کيږي او هر ځل چې ورته ګورو طبيعت مو راخټه کوي.

د «سخت کار» کتاب ليکوال، کال نيوپورټ په دې اند دی، چې «د ورځنيو بوختياو د نوملړ ډيروالی» زموږ په ستړيا او سرګردانۍ کې مهم رول لري‌.  د‌ هغه حللاره ساده او ګټوره ده:

«کارونه مو اولویت بندي کړئ، هغه يې چې فوري، مهم او ضروري دي، د پروګرام مطابق ترسره کړئ او نور يې پریږدئ چې هر کله مو حوصله او انرژي ورته درلوده سر ته يې ورسوئ. کافي ده هره ورځ مو د کارونو نوملړ له نظره تير کړئ او ووايئ، چې ښه، نن دغه يو ترسره کوم خو یواځې همدغه يې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.