یوشتمه پیړۍ او افغانې نجونې

ولوله عنایت تره کی

830

په یویشتمه پیړۍ د علم او ټکنالوژۍ په دور کې، کله چې نوره نړۍ په مریخ کې د ژوند کولو لار هواروي؛ د ځمکي پر سر یوه ډله له دین او دنیا نه ناخبره ، لګیا ده هره ورځ د علم پر وړاندي خنډونه جوړوي.
د اسلام دین یوه لویه موخه د ښځو د حقونو خوندي‌کول وو، په هغه جغرافیا کې چې نجوني د پیدایښت سره سم ژوندۍ خښیدې ښځو ته د تعلیم، کار او ژوند حق ورکړل سو.
په اسلام کې د علم زده کړه په نارینه او‌ ښځینه فرض ګرځول سوې نا پوهی او بیسوادي یې منعه حتا ګناه ګڼلې ده. خو معلومه نده ط ا ل ب د کوم دین او لاري پلوی ده.
د اسلام اصول او سنت یوه لویه برخه د ښځو له لوري (بی بی عایشه او بی بی فاطمه رض عنهما) را نقل سوي دي.
په هغه وخت کې چې له کوره د ښځو وتل عیب ګڼل کېده بی بی عایشې ویناوي ترسره کولې، په جګړه کې یې ونډه اخیسته او په سیاست کې یې پراخ رول ولوباوه.

ــ محمد ص به په خپله ښځو ته د دین اصول ور زده کول، د هري میرمن کور ته یې د مدرسې درجه ورکړل سوې وه چې هم نارینه او هم ښځینه به د علم زده کړي ته ورتلل، او د محمد ص د میرمنو له لوري به هغوي ته تعلیم ورکول کیده.

ــ حافظ ذهبی په خپل کتاب( نقد راویان حدیث) کې د ښځينه راویانو په هکله لیکي‌‌ چې دوي د حدیث په نقل کې خورا له امانت او دیانت نه کار اخیست «من از بین زنان محدث کسی را نمی شناسم که در این زمینه متهم ومتروک شده باشد.»

ــ له شفا بنت عبدالله نه پیامبر ص غوښتی ول تر څو بی بی عایشې او بی بی فضه ته لیک لوست او طبابت ور زده کړي. شفا به د نارینه او‌ ښځينه ناروغانو او مجروحینو درملنه کوله.
أَلَا تُعَلِّمِينَ هَذِهِ رُقْيَةَ النَّمْلَةِ كَمَا عَلَّمْتِيهَا الْكِتَابَةَ؟
(سنن ابو داوود)
ترجمه: آیا تاسو به دې ته (عایشه رض) د میږیانو د چیچلو درملنه (د پوستکي له منځه تلل) ور زده نکړئ لکه څرنګه چې دې هغې ته لیکل زده کړل؟

ــ شفا د حضرت عمر رض په وخت کې د میدینې د بازار د مسوولي او کنترول کوونکې دنده درلوده. د شفا هوښیاري او پوهي د مدیني‌تجارانو ته زیاته ګټه ور په برخه کړې وه.

ــ بی بی فضه النوبیه په علم او استدلال کې تر ډیریو نارینو مخکي وه.

ــ د اوښ ساتل او ګرځول سې په هغه وخت کې د ترانسپورتي وسیله وه، (لکه اوس د موټر چلول او الوتکي پورته کول) د ځینو ښځو له لوري تر سره کېده. اسما بنت یزید د خپل وخت زړوره ویانده او عالمه صحابی وه، دا چې د احادیثو راوي‌هم تیره سوې وایې «انى لاخد بزمام الغضبإ ناقه رسول الله»
ما د رسول الله ص د اوښ (غضبا) زمام اخیستل. (المعجم الكبير للطبرانى, ج24, ص178)
همدا راز قیله د مخرمه لور هم دا چاري پر مخ وړې.

ــ د اسپ ځغلول او ساتل هم څو ځای ذکر سوي چې ښځینو تر سره کول. د حضرت ابو بکر رض لور اسما د اسپ روزلو او ساتلو چاره ترسره کړې.‌

ــ سوداګري خو خپله د رسول الله ص د میرمني کسب وو، او تر ټولو غوره کسب بلل سوی ده. حضرت خدیجې رض په تجارت کې دومره مخکي تللې وه چې د دې په اندازه مال او ثروت په مکه کې بل چا نه درلود. دې دا مال د تجارت له لاري تر لاسه کړی وو.
لیس بمکۀ اکثر مالاً من خدیجه سلام الله علیها. (بحارالانوار، ج 16، ص 21.)

ــ د پیغمبر ص میرمن بی بی ذینب به ملغلري پیېلې او خرڅولې. د هغو له ګټي به یې د غریبو سره مرسته کوله.

ــ مسجد هغه وخت د‌ پوهنتون مقام درلود نه تنها لمونځ تر سره کیده بلکه د دین تدریس هم له همدې ځایه کېده. مهمي پریکړي په مسجد کې اخیستل کیدې. ښځینه او نارینه به یوه مسجد ته تلل، د ګڼه ګوڼي او سهولت رامنځته کولو په پار د حضرت عمر رض په وخت کې مسجد ته بله دروازه جوړه سوه چې اوس د باب النسا په نامه یادیږي‌خو مسجد بیل نسو. د اختر د لمنځونو خطبه به رسول الله ص په دښته کې ترسره کوله تر څو په غټه پیمانه نارینه او ښځینه پکي ګډون وکړي. هغه ښځي چې له لمانځه نه معاف وې خو خطبې اوریدو ته به وربلل کېدې.

ــ خدیجه رض د رسول الله تر ټولو لومړي او مخکښه ملاتړې وه. حتا هغې ته د پیغمبر د سلاکاري نوم ورکول کیږي.‌

ــ بی بی عایشه ابوبکر رض چې په طب، تاریخ او وینا کې خورا تکړه وه، د محمد ص سره په ډیرو جګړو کې مل وه، د اوښ په جګړه کې یې یو لښکر رهبري کاوه.

  1. پورتني دلایلو ته په کتو؛ ښځو د اسلام په انتقال، ساتنه او تبلیغ کې ستر رول لوبولی. د محمد ص په وخت او د خلفاو په دوره کې ښځو په سیاست، اقتصاد، تعلیم، تجارت، لاسي صنایع، ټولنیزو چارو… کې رول لوبولی ده.
    دې ټولو چارو اوس پرمختګ کړی ده او په عصري توګه تدریس کیږی نو بویه چې موږ د عصری علومو نه ګټه واخلو.
    که ته د اسلام تبلیغ هم کوې باید په عصری توګه یې وکړې ته باید د ۲۱ مي پیړۍ له ځوان سره استدلال وکړای سې کله سې عصري علومو نه بی برخې یې نسې کولای له دنیا سره یو ځای مخکي ولاړ سې.
    په اسلام کې د علم په زده کړه پوره تاکید سوي ده او پر نارینه او ښځينه یې فرض کړی او هیڅ ځای هم د علم نوعیت او ډول نده قید سوی. د علم او تعلیم په هکله ویل سوي چې په تاسو کې هغه غوره مسلمان ده چې علم زده کړی او نورو ته یې ور زده کړي.
    په اسلام کې یو داسی بیان نسته چې د ښځو زده کړه یا کار باندی ممنوعیت وضع سوی وی.
    نو بیا دا جنابان د نجونو د رټلو څه دلیل لري؟ ولی حل لاری نه ورته جوړوي؟
    معلومداره خبره ده چې دا لویه استخباراتي لوبه روانه ده او د تل په څیر به عام افغان ځوروي او محتاجوي.
    د‌ پکتیا په پيغلو د سل ځله افرین وي سی د خونخوار قاتل پر وړاندي راوتلې. همت یې ستایو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.