ينځه کسه طالب مشرانو ملت او امارت یرغمل کړی

لیکوال :مولوي  عبدالرحمن اخند- پنجوايي کندهار

975
د طالبانو د حکومت په راتگ سره امریکا او گردې نړې دا فکر کاوو چې دا ځل به طالبان تیرو ترخو تجربو ته په کتو له افغان ملت سره د لاس ګریوان کېدو پر ځای ډیر نرم دریځ ولري او په ځانګړي ډول به میرمنو ته د تعلیم او کار حقونه ورکړي .
د طالبانو خارجه وزیر او نورو مشرانو په زغرده وویل چې د نوي تعلیمي کال له پيل کېدو سره به نجونې بیرته مکاتبو ته ور وغوښتل شي. نړیوالې ټولنې هم داسې يوې موقع ته کتل تر څو د طالب رژیم په رسمیت پیژندلو باندې فکر وکړي .
خو اخر څه پیښ شول چې طالبان د میرمنو د تعلیم نه په اخري دقیقه کې پر شا شول؟
د طالبانو د کابینې ۹۵٪ فیصده غړي د نجونو د مکتب مخالف نه دي. نو بیا څوک دي، چې د طالبان په نظام کې دغه ډول غیر عادلانه پریکړې کوي .
کله چې طالبان کابل ته ننوتل نو هغه وخت یو طالب مشر راته ووویل چې ملا حسن یو سختګیر او ګوشه نشین ډوله extremist ملا دی. د هغه مشر کیدل به افغانستان ځکه انزوا ته کش کړي چې د نوموړي لومړی نظر دا و: (چې زه ژوندی یم نجونې به رانه مکتب ته ولاړې نشي).
د طالبانو له مشرانو سره د بار بار ملاقاتونو او خبرو اترو نه وروسته دې نتیجې ته ورسیدم، چې د طالبانو په منځ کې د ۵ تنو مشرانو مشورو او سخت دریځ د طالبانو حکومت په نړیواله انزوا او افغان نجونې له درس او مکتب نه لرې ساتلې دي.
۱- ملا شیخ عبدالحکیم، د طالبانو قاضي القضات، چې په قوم اسحاقزی او د پاکستان د بلوچستان په کوټه ښار کې ګڼ جایدادونه او ستره مدرسه لري. نوموړی یو له هغه پنځو کسانو څخه دی، چې تل یې د طالبانو د مشرانو او وزیرانو شورا پریکړې ویټو کړي او داسې مشورې يې مشر ملا هبت الله ته ورکړي، چې طالبان او ملت یې انزوا ، فقر او مهاجرتونو ته اړ کړي دي.
۲- مولوي نور محمد ثاقب، د لغمان ولایت یو سخت دریځه ملا، چې د پاکستان په مانسهره او ایبټ اباد کې ډیر جایدادونه لري او دا وخت د طالبانو د حج او اوقافو وزیر دی. د مولوي نور محمد ثاقب ډله له هغو طالبانو څخه دي، چې د پاکستان د نظامي استخباراتو سره ډیرې نژدې اړیکې لري. نوموړی په اخره درجه چاپلوس شخص دی او په ډېر مرموز ډول يې له ملا هبت الله نه چاپیرې حلقې ته ځان رسولی او ملا هبت الله ته د نړیوال جهاد او نړیوال اسلامي خلافت قایمېدو تباه کونکې مشورې ورکوي.
۳- مولوي محمود، دا ډیر سپین ګیری او کليوال سړی دی.د جهاد په وخت کې د مولوي نصرالله منصور قومندان پاتې شوی او د پکتیا د زرمت اوسیدونکی دی .نوموړی هم په پاکستان کې ډیر جایدادونه او مدرسې لري. د طالبانو په اوسنۍ اداره کې د علومو اکاډمي مشر دی او د نوموړي سختو مشورو میرمنې د کار او تعلیم له حق نه محرومې کړې دي.
۴- ملا محمد حسن اخند، د طالبانو پخوانی او اوسنی صدراعظم دی. صحت يې دومره خراب دی، چې د ورځنيو چارو د پرمخ بيولو توان هم نلري. په تېر شل کلن مقاومت کې يې هیڅ ونډه نلرله. په مرموز ډول له پاکستانه راوستل شو او د ملا برادر پر ځای د طالبانو صدر اعظم شو .د طالب مشرانو له قوله نوموړی دومره سخت دریځه دی، چې کله له ډیر مجبوریته له کوم غیر مسلمان سره وګوري، د ملاقات نه وروسته غسل کوي او ځان ورته ناپاک ښکاري. نوموړي یو ځل په زغرده په یو مجلس کې وویل، چې زما په ژوند به نجونې رانه د فساد د مرکز یعنې مکتب په دروازه کې قدم کېنږدي. د طالبانو د یو مشر په قول د ډاکټر غني د حکومت د سقوط نه یوه نیمه میاشت وړاندې نوموړی په کویټه کې د پوځي استخباراتو یو مرکز ته بلل شوی و او ورته وویل شول: ځان تیار کړه، ته به صدر اعظم يې. ملا حسن ورته په عاجزانه ډول وویل: زه ډیر مریض یم، د حکومت چلولو توان نلرم خو پاکستاني پوځي مشر ورته وویل: د ژوب نیمې ځمکې رانیولې شې او حکومت نشې چلولې. که دا کار  ونکړې ټولې ځمکې درنه غصب کوو او افغانستان ته دې لیږو .ملا حسن اخوند په قوم بابړ دی. پاکستان له دې ډارېده چې که ملا برادر د حکومت صدراعظم شي چون قطر کې يې ډېر وخت تېر کړی ممکن یو قوي حکومت جوړ کړي. دا به د پاکستان په زیان وي. دريم دا چې پاکستان ملا برادر د اوږدې مودې لپاره په زندان کې اچولی و. دا هم ممکن د نوموړي عقده له پاکستان سره تازه کړي، چې ناببره يې ملا حسن رامخې ته کړو او د ملا برادر مخه يې، چې اقلا د نجونو د مکاتبو د بندش تمه نه ترینه کیدله ډب کړه .
۵- شیخ هبت الله اخوند زاده، خلاف توقع د ملا منصور له مرګه وروسته د طالبانو امیر المومنین شو. نوموړی د طالبانو د تیر حکومت پر مهال په ۱۹۹۶ کې د لنډې مودې لپاره د جلال اباد د مرافعې څارنوالۍ رئيس پاتې شوی و، نور د حکومت فعال غړی نه و. نوموړی د کویټې ښار په کچلاک سیمه کې ستره مدرسه او پریمانه ځمکې لري، چې له دی امله د کچلاک اخوند زاده په نوم پبژندل کیږي. د طالبانو هغو مشرانو چې د نوموړي سره کتلي وایي چې ملا هبت الله اخوند هم یو کلیوال ذهنه ملا دی. دیني درس او تدریس کی برلاسی دی خو د طالبانو د حکومت چلولو لپاره له خپله ځانه وړتیا او د پریکړو زړورتیا نلري. البته له يادو نورو څلورو متعصبه ملایانو سره یې  یوه کړۍ جوړه کړې چې افغان ملت او پخپله د طالبانو حکومت یې له سترو چيلنجونو سره لاس او ګریوان کړی دی. ملا هبت الله دا وخت پخپله کوم نظر او د حکومت چلولو فورمول نلري. په طالبانو کې تنها د سختو دریځو کړیو خبره اوري او عمل ورباندې کوي .
له ډیرو طالب مشرانو سره چې ما په شخصي ډول خبرې اترې کړي دی. هغوی وایي چې د ۵ کسانو له امله حتی په زرګونو طالبان د طالبانو له حکومت نه خفه او مایوسه شوي او پخپلو کورونو کیناستلي دي.
د طالبانو یو مهم مشر راته وویل: هغه طالب مشران، چې پخوا يې د نجونو د مکاتب د ژر پیل کېدو خبره کوله، د ۵ نفري حلقې د فشار له مله چوپه خوله دي او که په اړه خبرې وکړي خپل وزارتونه او منصبونه له لاسه ورکوي. نو ځکه چوپ پاتې دي، چې دغه عمل په طالبانو او ولس کې ډار او نا امیدي خپره کړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.