د ميرمن نانسي هاچ دوپري مړينه

عبدالهادي هادي

731
نن د افغانستان د یوې محسنې او ریښتینې دوستې فقیدې نانسي هیچ دوپري تلین دی، هغه د دوزره او اولسم میلادي کال په همدې ورځ په ابدي سفر وتلې وه.
د ميرمن نانسي هاچ دوپري په مړينه افغانستان د خپل تاريخ او فرهنګ يوه زړه سوانده محسنه له لاسه ورکړه.
نانسي د خپل عمر تر نيمايي زياته برخه د افغانستان د تاريخي ميراثونو ساتنې ، زموږ د هيواد په باب د خپرو شويو مالوماتو خوندي کولو او د جګړې په کلونو کې د تاريخي اسنادو راټولولو ته وقف کړ، هغې په ډيرو بدو کلونو کې هم افغانان يوازې پرېنښودل، له هرې ممکنې لارې يې زموږ د تاريخي ارزښتونود ساتنې او نړيوالو ته د ورپيژندلو هڅې وکړې.
نانسي په افغانستان کې د توريزم د ودې او دغه هيواد ته د توريستانو د راجذبولو له پاره د افغانستان د توريستي سيمو د لارښود درې کتابونه وليکل، په کابل پوهنتون کې يې د مالوماتو د مرکز جوړول وروستۍ هڅه وه چې موږ ته يې د لسهاوو زره مالوماتي راپورونو، آثارو او پاڼو ذخيره په ميراث راپريښوده.
نانسي پر افغانستان ميينه وه، هغې د خپل فقيد خاوند لويي دوپري په ملتيا د افغانستان ټولو ولايتونو او تاريخي سيمو ته سفرونه کړي وو.
هغه د خلقي/پرچمي غوايمنډ او جهادي/ تنظيمي غوبل په ټولو کلونو کې د افغانانو تر څنګ واوسيده او د دغو دواړو دورو د بدو کلونو په باب يې د ثقه مالوماتو يو لوی آرشيف ساتلي وو.
فقيده نانسي د افغانستان او افغانانو محسنه ده او په هرلحاظ پر افغانانو د درناوي او حرمت حق لري .
که داځل وطن د ناپاکستان له اشغاله سلامت راووت، که بیا افغانستان د افغانانو شو او که مې په ژوند بيا د کابل جان د ليدلو سعادت راپه برخه شو نو خامخا به د خوږې او زړه سواندې نانسي، زما د هيواد او ملت د دغې بې مدعا محسنې پر مزار يو ګل ږدم او د تعظيم سر به ورته ټيټوم.
اروا يې ښاده او ياد يې تلپاتې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.