مهاتماګاندهي

ژباړه: عصمت الله زهير ليکوال: ډيل كارنيګي

481

”نړيوال پېژندل سوى شخصيت چي غاښونه يې په لنګ كي ګرځول!“

په هندكي به اكثر وختونه د يوه كوشني قدګندمي بڼي شخص د(مرن برت) ګواښ وكړو پركټ به پريوتو د خوړلو اوڅښلو به يې په بشپړه توګه انكار وكړو ، دا ډول د نړيوالو ورځپاڼو پر لومړيو پاڼو به يې عكسونه چاپ سول ولي چي مهاتما ګاندهي د دې نژاد يو پزړه پوري منل سوى شخصيت ؤ!

د شتمنۍ له پلوه ګاندهي يو غريب څوك ؤ،كه يې چيري خپله واړه شتمني پلورل هم غوښتې واى نو شايد چي به يې ۷۵ سينټه لاس ته راوړي واى خو بيا هم د نړۍ تر هر يوه شتمن زيات قوي څوك ؤ،او په بدني توګه هغه يو ناتوانه كس ؤ،چي د طاقت يا د تشدد د كاروني تل انكاري ؤ،لاكن پر دې برسېره يې تعليمات او روحاني اثر و رسوخ يې د انګلينډ د سمندري ځواك نه دوچنده طاقتور ؤ، د نړۍ په هر شپږو نفروكي يو كس په هندوستان كي ميشت پاته دى او له پيړيو د هند دا خلګ په خوب بيده پاته ؤ،او اوس دا كوشني او ناتوانه سړي چي تر سل پونډه يې هم وزن كم ؤ،بيده خلګ را ويښ كړل او دوى ته يې د دوئ د حيرانونكي توان احساس ور ياد كړو :

څه دا ډول اصلاحات يې دود ګرځول چي وروسته يې په نړيوال تاريخ باندي ژوري اغيزي وښېندلې د ګاندهي په اړه زياتي حيرانونكي خبري مشهوري دي د مثال په توګه د ده نقلي غاښونه چي ده به په خپل لنګ كي غوټه كړي د ځان سره ګرځول،هغه مهال به يې په خوله كي ايښول چي يو شى به يې خواړه د خوراك پس به يې سمدستي پرمينځل بيرته به يې په خپل لنګ كي غوټه كړل :

هغه په ايرش لهجه كي انګرېزي به ويله ولي چي لومړى استاد يې ايرش ؤ، اوس بې يوه لنګه نور هيڅ نه په غاړه كوي لاكن څومره موده چي هم په لندن كي پاته سو ريشمي خولۍ كوټ پتلون كي در سترګو كېدلو يو بيد به يې هم په لاس كي ورسره وو:

د لندن ديوه پوهنتون يې تعليم حاصل كړو او اټارني مقرر سو لاكن په لومړي ځل چي يې په عدالت كي وينا پيل كړه نو يې لينګي رېږدېدل او دومره تر تاثير لاندي ؤ،چي د ډار او شكست خوردګۍ له كبله يې ناسته عافيت وبلله :

په لندن كي د يوه وكيل په توګه يې هيڅ ځاى پيدا نكړو او په عملي توګه د ناكامۍ سره مخامخ سو څوكاله وړاندي چي دى انګلينډ ته راغلى ؤ،نو يې ايرش استاد د انګريزي د تمرين په خاطر Sermon on the Mountپه تكرار سره د ليكلو ورته وويل او ګاندهي چي ترڅو،څو ساعتونو ناست و دا يې ليكل۔۔۔۔۔

(خوش نصيب دي هغه خلګ چي عاجزي كوي ولي چي دوئ د خاوري وارثان دي او خوش نصيب دي هغه خلګ چي په نړۍ كي سوله راولي ولي چي دوئ به دخداى بندګان ونومول سي ) دغه الفاظو ورباندي ژوره اغېزه وكړه :

د لنډي مودې وروسته يې ګاندهي د ځينو لويو پورونو د وصولولو لپاره جنوبي افريقا ته واستولو هلته يې هم دا فلسفه په كار واچوله چي زياته ګټوره ثابته سوه او تر ګاندهي د موكلينو لوى شمېر را تاو سو په دې خاطر چي ګاندهي د هغو د دعوو، پرېكړي په سوليزه توګه د عدالت له لوري پلي كولې داډول به د هغو بې ځايه مصرفونه هم به يې وخت ورته وژغورل سو ،ډېر زغرده د ګاندهي پنځلس زره ډالره د كاله امدن سو، منكسر المزجي يې د خاوري وارثت ګرځېدله لاكن څه هغه پر دې ټول څه خوښ ؤ؟
نه هيڅ وخت هم نه!
ولي چي هغه پوهيدو چي تر شمېر زيات وطنوال يې په غربت كي ژوند تېرولو ته اړ دي :
ګاندهي لوى شمېر خلګ ولېدل چي د لوږي مړه سول نو ځكه دنياويي برياويي ورته سپكي اوبې ارزښته ايسېدلې دا ځكه يې خپلي ټولي روپۍ پر ضرورت مندانو وويشلې او غربت يې دځان لپاره غوره وبللو، د هم دا ورځي يې خپل ژوند د خوارنو او مظلومانو لپاره وقف كړئ:
د هندوستان د ابادۍ لسمه برخه د يونائټيډ سټيس د ميپي سيند په لويديځه څنډه كي د ميشتو خلګو په نسبت په زيات تعداد د لوږي اوخوارۍ په حالت كي ژوند تېرولو ته اړدي،د دوئ حالت دومره ناهيلى دى چي ګاندهي له دوى غوښتنه كوي چي دوى دي د غربت او محتاجۍ دې ډكه دنيا كي نور بچيان نه زيږوي، ګاندهي دا تجربه وكړه چي لږ تر لږه څومره خوراك وكړي چي ژوندى او صحتمند ورباندي وپايي او خوراك يې اكثره ميوې د وزو شودې او د زيتون تيل به و۔۔۔۔۔
ګاندهي چي د يوه افريقايي ډيوډ تهوريو له تعليماتو ډېر زيات اغيزمن سو، تهوريو ۹۰ كاله وړاندي د هارورډ پوهنتون څخه ګريجوايشن وكړو او وروسته يې د والډن پونډ پر ويران ساحل باندي دځان لپاره په ۲۸ ډالره يو كورګى جوړ كړى هم هلته يې د يوازيتوب ژوند پيل كړو او د ټيكس وركولو يې انكار وكړو نو يې زندان ته واچولو، وروسته تهوريو پر سول نافرماني باندي يو كتاب وليكلو چي هغه مهال خلګو دا كتاب په باك رانه وړو لاكن ۷۵ كاله پس چي هم دا كتاب د ګاندهي لاس ته ورغلو د لوستلو پس يې د تهوريو حكمت عملي د كارولو پرېكړه د ځان سره وكړه ګاندهي واټكلوله چي (برتانيا د هند د خپلواك حكومت جوړولو خپله وعده په كوم باك نه راوړي نويې انګلينډ ته د سزا وركولو په خاطر د هند خلګو ته امر وكړى چي د ټيكس تر وركولو جيل ته تګ مهم وپاموى او خپلو منونكو ته يې د انګريزي شيانو د نه را نيولو هم وويل۔۔۔۔۔

څه مهال چي برتانيا پر مالګه باندي ټيكس ولګوی نو ګاندهي خپل سړي د مالګي د جوړولو لياره سمندر ته روان كړل چي مالګه جوړه كړي !

په هند كي تقريباً شپږ كروړه(دا شمېر اوس درې چنده دى) انسانان ميشت دي چي د هندو مذهب پر اساس د تل لپاره (اچهوت) نومول سوي دي ،د اچهوت مطلب څه دى؟
فرض يې كړه ته په هند كي ميشت يې ستا پلار نيكه دوه زره كاله پخوا د هندو مذهب پر اساس اچهوت نومول سوي ؤ، نو د دې مطلب دا سو چي نن هم ته اچهوت يې :

ستا روح يې د هغه ګناوو، په تور سپكه ونوموله چي په تېرو سوو وختونو كي در،سره سوي وې د كلي له څاه اوبه څښلى نسې په كوم ليري ځنګل كي د رواني ناپاكي ويالې به د څښلو اوبه راوړې دومره ناپاك به دي نوموي چي د سودا اخيستلو لپاره په كوم دكان ورننوتى نسې، د دكانه به پر ښه واټن دريږې د دكانداره به د ليري شى غواړې او دكاندار به هغه شى د هم هغه ځايه در راغورځوي، انصاف غوښتلو لپاره عدالت ته تللى نسې او نه مكتب ته تللى سې، د سړك پرڅنډو د تګ مهال به له عادي وګړو لږ تر لږه ۵۰ فټه ليري تګ كوې كه د خوړلو او څښلو پر كوم شي دي سورى پريوتى نو هغه ناپاك بلل كيږي او دباندي يې غورځوي :

فكر وكړى د دا ډول انسانانو شمېر شپږ كروړه دى چي د امريكا د نفوس نيم جوړيږي ،هغوى په نننۍ نړۍ كي بيخي كړېدلي او قابل د زيات زړسوي ژوند تېروي :

اوس ګاندهي نور د دوى حق غوښتنوو او د دوى د حق ګټلو مبارزې ته خپل ژوند وقفوي او يوه ماشومه اچهوت نژاده نجلۍ يې خپله لور ونوموله هم يې د سكنۍ لور پشان د هغې پالنه وكړه :

زيات شمېر وګړي ګاندهي ته د يوه ولي مرتبه وركوي او يو شمېر يې بيا خدايي ملايكه نوموي زه په دې مكاره او د لالچونو ډكه دنياكي د هغه چا په وړاندي سر ځړونده ولاړخوښ يم چي د خپل ځان لپاره هيڅ نه غواړي او تش په دې خاطر و مرګ ته چمتو وي چي نور خلګ ژوندي پاته سي !

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.