د لغمان محلي مسوولان وايي، دغه ولایت په دولتشاه ولسوالي کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له کبله پنځه کسان وژل شوي دي.
د لغمان د والي وياند سلامتخان بلال سلاموطندار ویلي، دغه پېښه پرون مازدیګر د يادې ولسوالي په «کيل» سيمه کې تر لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې د شخړې پر مهال له دواړه غاړو دوه مېرمنې او درې نارينه وژل شوي دي.
د لغمان د والي ویاند په وینا، د ولسوالي اړوند امنیتي ځواکونه پر وخت سيمې ته رسېدلي او د پېښې عاملان يې نيولي چې د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به اړونده ادارې ته وسپارل شي.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په لغمان کې د کورنيو شخړو پرمهال يو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.