د کلتور زوال

رحیم خان

1,007

کلتورونه د اوبو پشان روان او بهاند وي او کېدای نه سي چې جامد یا ساکت دي پاته سي او که چيري جامد یا ساکت پاته هم سي نو خپل ارزښت به حتمن په ډېر سرعت وبایلي.
انسان د تغیر بچی دی،نوي روابط جوړوي،زاړه فکرونه ړنګوي او نوي څه زده کوي۔۔۔۔
د ژوندي، مترقي او انسان دوسته کلتور اول اړین کار دا دی چې په مثبت او مستقیمه توګه بدل سي، له ځانه بدبوداره چلندونه وباسي او د معروض یا زمان غوښتنو ته هرکلی ووایي.

د پښتنو کلتور قریب ۷۰/اویا فیصدي په ښاري او ۳۰/ديرش فیصدي په کلیوالو ټولنو کښي خپل وجود له لاسه ورکړی دی۔۔۔
چون کلتور یو متحرک شی دی او ساکت نه سي پاتېدای نو دکلتور دا خوندورحرکت د پښتنو پرکلتوري تاریخ هم کاري وار کړی دی. که یو اړخ ته موږ زموږ له شخصي فیشن سره تړلي موچڼي،کپۍ،پاج،مول، کلوښي،پوستین،لوی ګرېوان،په لاس او ودلې واګه او پر مخ وهل سوي شنه خالونه له لاسه ورکړي دي نو مو بله خوا د لوبو/ساتيریو یو مسته برخه هم د تاريخ پر سوداګر پلورلې ده۔۔۔۔
د اوس اکثره ځوانان بډي، بیتي، ګرټ/سپین ږیرک، لاډو، پټ پوټانی، پیټو ګیم او داسي نور څه چي پرون زموږ د کلتور برخه وه اوس فقط زموږ تصوراتو/فینټاسيز ته اکسیجن ورکوي.

چون موږ پښتانه هم اوس د نړیوال کلي برخه یو که څه د هم د دې کلي هغه د غرب د څنډي شتمن، پوهان او واکداران څوک موږ د شرق د ګوټ یتیمان ګڼي او تر یو حده دوی سم هم دي نو دا کیدای نه سي چي د ټیکنالوژي، علم، ادب، نوي فکرونو، نظریاتو او د کاروبارونو پر اوږو سپوره هوا دي زموږ پر کلتور اغېز نه واچوي. له شرقه راختونکی لمر اوس د غرب د سپوږمۍ کلتوري باج ګزار دی.

سبا د پښتنو په بېلا بېلو ښارونو کښي د پښتنو د کلتور ورځ لمانځل کیږي او زما یقین دی چې د تېرو کلونو پښان به درې شیان خامخا کیږي او هغه اول قریب د ۹۰/نوي فیصدي کسانو پر سر لونګیاني، اتڼ او په سیمینارونو کښي اوږده لاحاصل تقریرونه. ایا داسي نه سي کېدای چي یو څوک دي له خپل کلي د کلتور په پوښ پوښلی یو رښتينی ځوان يا سپین ږيری کوم داسي سیمینار ته له ځان سره کړي نو کېدای سي د رانګه موږ د کلتوري پاراډوکس یوه خوندوره نَنداره هم وکړو !

مارکس ګاروي سم ویلي چي ” کوم څوک چي له خپل تاریخ، اصل او کلتوره نابلده وي هغه د یو داسي وني/درختي پښان دی چي ريښې نه لري ” البته سوال دا دی داسي کومه ونه/درخته سته چي ريښې نه لري؟

نوټ: زه سیمینارونو، کانفرنسونو او د ادبي ټولونو پروګرامونو ته اکثره نه ځم او نه زه له اوږدو تقریرونو سره طبعي رومانس لرم. ۳/درې کاله له مخه زه په کویټه ښار کښي وم. ماښام یو ملګري ټیلیفون راوکړ چي ښار ته راسه بیا به یو ځای چکر ولګوو. کله چي زما په موټر کښي کښېناست نو له سره یې لونګی د شا پر سیټ کښېښوده او په خندا یې وویل ” دغه د اور په کړاهي کښي مي سر اوس اور واخيستی ! ”. ملګري هغه ماښام د مستو خوراکونو په ملګرتیا کښي فقط درې ګړۍ د پښتني کلتور ورځ لمانځلې وه !

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.