څنګه کولى شو، معلومات تر ډېره په حافظه کې وساتو؟

1,017

موږ تاسې ټول په ژوند کې ډېر څه زده کوو، مګر بيا هم په ډېرو څيزونو نه پوهېږو، ځکه موږ ډېرى معلومات هېروو. دا چې ولې داسې کېږي او ددې ستونزې د حل لاره څه ده، نو د يو الماني ارواپوه (هېرمن اسيبنغوس) له نړيوال يا عمومي فرمول څخه کار اخلو. ددغې فرمول په عملي کېدا به مو دغې ځورونکي ستونزې ته د پاى ټکی کېږدئ. ددغې الماني ارواپوه څېړنه ښايي، چې؛ د يوې موضوع له زده کړې يو ساعت وروسته نږدې 66% سلنه معلومات مو له ذهنه وځي او يواځې 34% سلنه يې په ذهن کې پاتې کېږي. ذهن ددې لپاره، چې بې مانا او بې کاره معلومات پرې پيټى نشي؛ هر څه د لومړي ځل لپاره لنډ مهالې حافظې ته سپاري، که چېرې دغه معلومات چې په لنډ مهالې حافظې کې ځاى پر ځاى شوي تکرار او استعمال نه کړئ، نو ډېر ژر مو هېرېږي.
څنګه کولى شو هرڅه په ياد ولرو؟
که غواړئ يو څه په چټک ډول حافظې ته وسپارئ، نو له لاندې طريقې کار واخلئ.
۱- لومړى تکرار؛ له زده کړې سره سم، مطلب دا چې يو څه مو زده کړل بې له ځنډه يې له سره تکرارکړئ.
۲- دويم تکرار؛ له پينځه لسو يا شلو دقيقو وروسته.
۳- درېيم تکرار؛ له شپږو يا اتو ساعتونو وروسته.
4. څلورم تکرار؛ له 24 ساعتونو وروسته.
او که غواړئ يو څه د تل لپاره په حافظې کې وساتئ، نو؛ لاندې طريقه پر ځان عملي کړئ:
۱- لومړى تکرار؛ د زده کړې سره سم، بې له ځنډه.
۲- دويم تکرار؛ له شلو يا دېرشو دقېقو وروسته.
۳- درېيم تکرار؛ له زده کړې يو ورځ وروسته.
۴- څلورم تکرار؛ له زده کړې دوې يا درې اونۍ وروسته.
۵ – پينځم تکرار؛ له زده کړې دوه يا درې مياشتې وروسته.
که چېرې مو پر ځان دغه پورتنۍ طريقې عملي کړې، نو هر رنګه معلومات به د تل لپاره په ذهن کې پاتې وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.