کندهار کې د څلورم ټولګي زده کوونکې وايي له ښوونځیو منع شوي

911
امید دیدار- دویچه ویله
۱۴۰۱ مهر ۱, جمعه

په کندهار کې د لومړنيو ښوونځيو ځينې نجونې زده کوونکې ادعا کوي چې طالبانو له ښوونځیو منع کړي او ورته ویلې دي چې « له دې وروسته ډېر عمره او جسماً لویې نجونې» ښوونځیو ته نه شي تللی.

زده کوونکې ادعا کوي چې د طالبانو حکومت چارواکو آن د څلورم او دریم ټولګیو لویې نجونې پاڅولي او کورونو ته یې لېږلي دي.

د کندهار ولایت د مرکز د یوه ښوونځي د څلورم ټولګي یوه زده کوونکي چې د ځاني خوندیتوب له امله يې نوم نه ياديږي، وویل چې طالبانو له ښوونځي منع کړې او اوس په کور کې ناسته ده. هغې وویل: «زه په څلورم صنف کې یم. طالبان راغلل ټول یې پسې واخستل، چې تاسې غټانې یاست، تاسې باید چې په کور کي کښېنی. د ډېرو صنفونو دا یې پسې واخستلې.»

یوې بلې نجلۍ وویل: «زموږ کشران یې پرېښودل او موږ یې راویستلو، ویل تاسې دا حق نه لرئ، چې راسئ. موږ غواړو چې مکتبونه راته ایله کړي.»

د کندهار ولایت یوه اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې خپور شي، دویچه ویله ته وویل، د طالبانو حکومت څو ورځې مخکې په یوه تازه بندیز کې هغه نجونې له شپږم ټولګي ښکته ښوونځیو منع کړي، چې عمرونه یې لوړ يا جسماً لویې وي.

نوموړي وویل: «هغه نجونې چې موږ او تاسې په خپله ټولنه کې ورته د بهر ګرځېدو اجازه ورکوو، هغه پریږدي او هغه چې موږ یې بهر نه پرېږدو، پر هغوی یې بندیز لګولی دی.»

داسې ویل کېږي چې په کندهار کې د طالبانو ادارې د لوړپوړو مشرانو په وروستۍ غونډه کې پرېکړه شوې ده چې هغه نجونې دې هم له ښوونځیو راوګرځول شي، چې عمرونه یې ډېر او جسماً لویې وي.

د هرات تجربوي ښوونځي کې د نجونو یو ټولګی، کال ۲۰۲۱ د نومبر ۲۵
د هرات تجربوي ښوونځي کې د نجونو یو ټولګی، کال ۲۰۲۱ د نومبر ۲۵انځور: Petros Giannakouris/AP Photo/picture alliance

د کندهار ولایت د پوهنې ریاست له پاره د طالبانو ادارې رئیس مولوي فخرالدین نقشبندي که څه هم په دې اړه ډېر جزیات ورنه کړل؛ خو ويلي يې دي چې د دوی د حکومت د مشرانو تر دویم امره شپږمو ټولګیو پورې ښوونځیو ته د لویو نجونو ورتګ ځنډول شوی دی.

نوموړي وویل: «هغه نجونې چې شرعي مکلفیت ولري او چې عمرونه یې لوړ دي. نو دا خبره تر امرثاني پورې معطله ده. تر څو چې د مشرتابه له خوا هدایت کېږي، تر اوسه خو څه هدایات نه دي راغلي، چې راغله، د هماغې هدایت مطابق به اجرآت ترسره کېږي.»

تر اوسه له نورو ولایتونو څخه د طالبانو ادارې د دې تازه بندیز په اړه رپوټونه نه دي تر لاسه شوي.

دا په داسي حال کي ده چې طالبانو تر اوسه پوري هغو نجونو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه نه ده ورکړې چي اووم ټولګي ته ځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.