په افغانستان کې معلوماتو ته لاسرسی؛ له طالبانو تازه غوښتنې

693
محمد اسماعیل شاکر – دویچه ویله
7 ساعتونه مخکې

د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې معلوماتو ته د لاسرسي قانون دې تنفیذ کړي. افغان خبریالان وايي چې په هيواد کې مالوماتو ته لاسرسی محدود شوی دی.

د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون وايي چې په هيواد کې معلوماتو ته د لاسرسي پر محدودېدو سربیره د معلوماتو د «سانسور» هڅه هم کیږي.

د خپلواکو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) حقوقي سلاکار ظریف کریمي دویچه ویله ته وویل: «تېره میاشت چې کومه سروې شوې، ډېر خبریالان په دې باور ول چې معلوماتو ته لاسرسی د محدودېدو پر لور روان دی او د معلوماتو د محدودېدو ترڅنګ د هغه د سانسورولو فشارونه هم شته.»

د سپټمبر ۲۸مه، د نړۍ په ډېرو هيوادونو کې معلوماتو ته د لاسرسي نړېوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي، افغان ژورنالیستانو او د رسنیزو بنسټونو فدراسیون د دې ورځې په مناسبت د طالبانو له حکومت څخه غوښتي دي چې د پخواني حکومت معلوماتو ته د لاسرسي قانون دې پلی کړي.

هغوی ځینې نورې غوښتنې هم لري، ظریف کریمي په دې اړه وویل: «د یوې سروې او اعتراضیې په ترڅ کې شاوخوا ۶۰۰ خبریالانو غوښتي دي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون باید له سره فعال شي او دریمه غوښتنه دا وه چې په مرکز او ولایتونو کې دې د حکومت د ویاندویانو پوستونه بیا فعال شي، ترڅو په مسلکي توګه خبریالانو ته معلومات ورکړي.»  

طالبانو تراوسه د افغان رسنیزو بنسټونو دې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې یې ادعا کړې وه چې رسنیو ته یې د معلوماتو پر ورکولو محدودیت نه دی لګولی.

خو خبریالان وايي، د طالبانو په ډېرو ادارو کې یا ویاندویان نشته او یا هغه ادارې چې ویاندویان لري، د رسنیو او خبریالانو اړیکو ته په اسانۍ ځواب نه ورکوي.

د خبریالانو په وینا د طالبانو د ادارې دغه ځینې ویاندویان یا خبریالانو ته د معلوماتو په ورکولو ځان مسؤل نه ګڼي او یا هم په دې اړه له حقونو او قانون څخه نا خبره دي.

په کابل کې یوې افغاني خبریالې چې نه یې غوښتل نوم یې واخېستل شي، دویچه ویله ته وویل:« په اوسنیو شرایطو کې دولتي مسؤلینو اطلاعاتو ته لاسرسی محدود کړی دی او یا هم د معلوماتو ورکول ځنډوي، چې له دې امله خبریالان پر وخت او چټک معلوماتو رسولو له اصل څخه شاته پاته کیږي.»

د دې خبریالې په وینا که په هيواد کې دا لړۍ دوام وکړي ښايي په نیږدې راتلونکې د «وینا د خپلواکۍ» په نوم هیڅ هم ونه لرو.

نذیر احمد سهار چې یو کال وړاندې یې په کابل کې د یوې ځايي رسنۍ د خپرونو مشري کوله، دویچه ویله ته وویل، په افغانستان کې واکمنه ډله د اطلاعاتو پر خپلواک جریان او د رسنیو په آزادی باور نه لري:«زما له نظره اوس په افغانستان کې د اطلاعاتو ازاد جریان نشته، دې وضعیت اطلاعاتو او معلوماتو ته لاسرسی خورا محدود کړی. واکمنه طبقه د اطلاعاتو وېش ضرورت نه ګڼي او له دې مسالې سره سلیقوي چلند کوي.»

د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د ۲۰۱۴ میلادي کال د اکتوبر پر ۲۰مه نېټه د وخت ملي شورا تصویب او په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له واکه ليرې شوي ولسمشر محمد اشرف غني توشیح کړ.

دا قانون افغانانو ته دا حق ورکوي چې د تګلارو، تړونونو، پروژو، مالي وضعیت، اداري جوړښتونو، خلکو ته د اداري خدمتونو او د ادارو اړوندو تقنیني سندونو په اړه د معلوماتو غوښتنه وکړي.

د طالبانو په راتګ سره د دې قانون برخلیک نه دی معلوم خو خبریالان او د ژورنالیستانو فدراسیون ټینګار کوي چې دغه قانون باید پلی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.