طالبانو ولې د یتیمانو او معیوبینو زرګونه کارتونه لغوه کړي؟

دویچه ویله - فريدالله ظاهر

967
4 ساعتونه مخکې

د طالبانو ادارې د شهیدانو او معلولینو وزارت ویلي، چې د یتیمانو او معیوبینو د تنخواګانو سل زره فورمې یې لغوه کړي. خو یو شمېر خلک د طالبانو له لورې د یتیمانو او معیوبینو له نوي سره په ثبت کې له بې عدالتۍ څخه شکایت کوي.

د افغانستان حکومتي سیکتور کې د شهیدانو او معلولینو وزارت یتیمانو او معیوبینو ته د میاشتنیو تنخواګانو د ورکړې دنده لري.

د طالبانو ادارې د شهیدانو او معلولینو وزارت د پخواني نظام پرمهال د ثبت شویو یتیمانو او معیوبینو کابو سل زره فورمې او کارتونه لغوه کړي، چې له دغه وزارت څخه یې میاشتني تنخواوې ترلاسه کولې.
د دغه وزارت ویاند مفتي فیصل خاموش دویچه ویله ته وویل، چې دا سل زره کسان یې په ۳۴ ولایتونو کې په ګوته کړي، چې په وینا یې ډیری یې خیالي وو او هیڅ شتون یې نه درلود.
هغه وویل: «موږ پخوانی ډیټابیس لغوه کړی و او له سره مو ثبت نام شروع کړی و، چې یتیم او معلول ته به فورمه ورکول کیده. موږ د تیرې ادارې د یتیمانو او معلولینو کابو سل زره فورمې لغوه اعلان کړي دي. ډېرو یې هیڅ شتون نه درلود او خیالي وو.»

خاموش دغه راز د شهیدانو او معولینو وزارت د پالیسۍ د تغیر یادونه کوي او وایي، چې د پخواني حکومت پرمهال یوازې په جګړو کې د وژل شویو کسانو کورنیو او معیوبینو ته تنخواوې ورکول کیدې، خو دوی د هر مړ شوي کس اولادونه یتیمان او هر ډول معیوبین او معلولین چې کار نشي کولی، د تنخوا وړ بولي.
په کابل کې د معیوبینو د یوې شورا مشر صاحب منګل هم دویچه ویله ته وویل، چې پخوا ډېرو کسانو د معاملو او فساد له مخې د یتیمانو او معیوبینو په نوم کارتونه جوړ کړې وو.
هغه دویچه ویله ته وویل: «هر چا د یتیمانو، معیوبینو او معلولینو په نوم شورا جوړه کړې وه او د یتیمانو او معیوبینو په نوم به یې کارتونه ویشل. خپله ځینو مسؤلینو په دې فساد کې لاس درلود، په خیالي ډول به یې خپلوانو او نورو کسانو په جعلي اسنادو د یتیم او معیوب کارتونه ترلاسه کول او تنخوا به یې اخیسته»
خو یو شمېر کورنۍ وایي، چې د طالبانو ادارې له لورې د یتیمانو او معیوبینو په نوم تر ډېره طالبانو کورنیو او د هغوی پلویانو ته لومړیتوب ورکړل شوی او د پخواني حکومت پرمهال حکومت پلوه وژل شويو کسانو ته تر ډېر ارزښت نه ورکول کیږي.

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو ولسوالۍ یوه اوسیدونکي د نور احمد په مستعار نوم دویچه ویله ته وویل، چې د پخواني پوځ په لیکو کې یې ورور وژل شوی، خو اوس یې کورنۍ نه ده ثبت شوې.

هغه وویل: «څو کاله مخکې مې ورور د پوځ لیکو کې چې ووژل شو او کوچني ماشومان یې پاتې شول. دلته چې ورشې بس ټول طالبان خپلې کورنۍ لیکي او د مخکیني حکومت د پوځ له يتيمانو سره لکه د پردي داسي چلند کوي. موږ عریضه ورکړې ده، خو تر اوسه یې نه ثبت کړې نه یو.»

خو یو شمېر معیوبین هم نیوکه لري، چې د طالبانو له لورې د معیوبین انتخاب شفاف نه دی او وايي چې د هغوی کسانو کار کیږي، چې طالب یې او یا د هغوی په خوښه وې.

د کابل اوسیدونکی ګل بهادر وایي، پلار یې په يوه سترګه ړوند دی او د لاس څو ګوتې یې هم پرې دي، چې د کلونو راهیسې یې د معیوبینو په کارت تنخوا ترلاسه کوله، خو اوس یې تنخوا قطع شوې ده.
ګل بهادر دویچه ته وویل: «زما پلار کار نشي کولی، د معیوبیت معاش او لږ څه په ښار کې زما مزدوري به دومره پیسې کيدلې چې موږ کور کې میاشت بلې میاشتې ته پرې ورسوو. اوس مې د پلار کارت ختم شوی دی او د شهیدانو او معیوبین ادارې ثبت نه کړو. اوس کار او روزګار نشته او د شپې او سبا د خدای هیلې ته ناست یو«.

خو د شهیدانو او معلولینو وزارت ویاند د خلکو دغه اندیښنو ته ځواب ويلی دی. نوموړي له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «د معلولینو نوی ثبت نام یو لک او ۳۵ زرو ته رسیدلی، چې په دې کې د تیرې ادارې نظامي معلولین، اردو، پولیس او قطعه خاص معلولین، ملکي معلولین او د اسلامي امارت خپل معلولین شامل دي. که هر ډول یتیم او هر ډول معلول وي موږ ثبت کړی دی.»

د طالبانو ادارې دغه ویاند زیاتوي، چې د پخواني حکومت پرمهال شاوخوا درې نیم لکه یتیمانو ، معیوبینو او معلولینو تنخواوې ترلاسه کولې، خو دوی تر اوسه پنځه نیم لکه یتیمان او معلولین ثبت کړې دي، چې په وینا یې ۷۰ سلنه دغه راجسټر شویو کسانو ته د شپږو میاشتو تنخواوې هم حواله شوې دي.

Afghanistan Konflikte Bericht

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.