د ځینو لویو لیکوالو خورا نادر عادتونه

ژباړه: جبار فراز

403

عبدالحی حبیبي: په کور کي یې د کتابت دوه مېزونه ایښي ول. پر هر یوه جلا عینکي، جلا قلمان او جلا کتابچې پرتې وې. کله چي به پر یوه مېز ستړی سو، عینکي، قلم او کتابچه به یې همدلته پرېښودل او ها بل ته به ورواوښت، بل قلم، نوري عینکي او بله کتابچه به یې ورواخیسته او لیکلو ته به یې دوام ورکړ.
مارک‌ټوېن، ایډیټ وارټن، ووډي الن، مارسل پروسټ او جورج ارویل: دوی اکثره مطالعه په بستر یا سوفه کي د پروتي په حال کي کوله. دوی به ویل چي په دې پوزیشن کي یې هم ذهن ښه کار کوي او هم یې نوښتیزه قوه ډېره فعاله وي.
ارنیسټ‌همینګوې، چارلز ډیکینز، لیویس کیرول، فیلیپ روت او ویرجینیا وولف: دوی بیا په ولاړي ښه لیکل کولای سول. ان کله ناکله به تر نیمي شپي یا تر سهاره ولاړ ول او د ټایپیستۍ ماشین/قلم به یې چلاوه. د دوی په دعوه خپل غوره اثار یې ټول په ولاړي لیکلي دي.
#ولادیمیر نابکوف: ده به بیا خپل داستانونه پر وړو-وړو کارټونو لیکل. دغه کارټونه به یې بیا په کوچنیو بکسونو کي ایښودل. د داستان صحنې به یې بېله کوم ترتیبه پر کارټونو لیکلې. دا په دې چي وروسته یې له خپلې خوښي سره سم وړاندي وروسته کړای سي. دغه‌راز به یې تل تر بالښت لاندي یو څو سپین کارټونه پراته ول. د شپې چي به یو خیال ذهن ته ورغی، چابک به راوغورځېد او پر یو یا څو کارټونو به یې ولیکی.
الیکساندر دوما: دغه مشهور ماجراجویانه تاریخي ناول‌لیکوال بیا هر ژانر ته بېل رنګ انتخاب کړی وو. د بېلګي په توګه تخیلي کیسې یې په شین، مالوماتي لیکني یا مقالې یې په ګلابي او شعرونه یې په ژړ رنګ لیکل.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.