ايا تر اوسه د ( چهار صد بيست ) په معنې پوهيدې

461

زموږ په ټولنه کې د ۴۲۰ څلورسوه شل یا چارصدو بیست)420) عدد او اصطلاح ولې د دوکه بازو او چالاکو خلکو لپاره کاروو او وایو چې پلانکی سړی ۴۲۰ چارصدوبیست دی او دا اصطلاح له کومه راغلې ده ؟
———————————————————————-
د۴۲۰ څلورسوه شل عدد او اصطلاح چې په پارسی کې یې چارصدوبیست او په هندي او اردو ژبه کې یې چارسوبیس CharSo Bees. بولي زموږ ټولنې ته په اصل کې دهند نه راغلی ده
دا په اصل کې دبرتانوي هند دجزا یا سزا دقانون Indian Penal Codeڅلورسوه شلمه ۴۲۰ ماده ده چې لا تراوسه هم دغه ماده دهند سزا په قانون کې شته او هغه کسان چې تقلب ، غولونه او دوکه بازي وکړي یا هم ددولت او شخصي کسانو دمالونو په تحویلولواو ورکولو کې غبن او دوکه وکړي نو دا یوجرم او خیانت ګڼل کیږي او پر هغه دوکه باز سړي د قانون دغه څلورسوه شلمه ماده تطبیقیږي اوسزایې اووه کاله قید او جریمه ( جرمانه ) ده .
باید وویل شي چې دهند دسزا قانون په ۱۸۶۰ زیږیدیز کال کې جوړشوی دی کله چې انګریزانو پر هند وستان راج او واکمني کوله چې دهغې نیټې نه ۱۵۶یو سل او شپږپنځوس کلونه تیرشوي دي ، خو دغه قانون او د۴۲۰ ماده یې تراوسه هم په خپل حال پاتې ده او دوکه بازانو ته ددغه قانون د۴۲۰ مادې لاندې اوس هم دغه سزاګانې ورکول کیږي .هندي سینما بالییوډ په ۱۹۵۵ زیږدیز کال کې دشیری ۴۲۰ په نامه یو فلم هم جوړ کړی دی چې ستوري یې راج کپور او نرګس دي چې محتوا یې پر چالاکې او دوکه بازۍ را څرخي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.