ناروې هيواد ته لنډه کتنه

اول خان بابري

1,008

ناروي په شمالي اروپا کې یو نورډیک هیواد دی، اصلي خاوره چې د سکینډینیویان ټاپوزول لویدیځ او شمالي برخه لري. د ژان میین لیرې پروت ارکټیک ټاپو او د سویلبارډ ټاپوګان هم د ناروې برخه جوړوي. په ختیځ کې سویډن، فنلینډ او روسیې سره پوله لري، او په لویدیځ کې د شمالي اتلانتیک بحر سره مخامخ یو پراخ ساحل لري اوسلو يې پلازمينه او تر ټولو لوی ښار دی 385,207 کيلومټره مساحت لري رسمي ژبه يي نارویژي دي 75.6٪سلنه عیسویان 68.7٪ سلنه يې د ناروې کلیسا 6.9٪ سلنه نور عیسویان 20.2٪ سلنه هیڅ مذهب نلري 3.4٪ سلنه يې مسلمانان دي نفوس شميره يي 5 ميلونه ته رسيږي اسعار يې نارویژی کرون يو کرون 0.11 د متحده ایالاتو ډالره او11 افغاني کيږي د موټر چلولو اړخ ښي اړخ دی د زنګ وهلو کوډ 47+دي ناروي په نړۍ کې 67 م لوي هيواد دي د هیواد له 30٪سلنه څخه زیاتو خلکو لوړې زده کړې ترلاسه کړي. د ناروې پوهنتونونه او د دولتي پوهنتون کالجونه د نړیوالو زده کونکو لپاره د زده کړې فیس نه اخلي.په 2017 کې، ناروې د ځمکې تر ټولو خوشحال هيواد راغلي وو چې وروسته ډنمارک، آیسلینډ او سویزرلینډ وو ناروې د شفافیت نړیوال 2015 د فساد انګیرنې شاخص کې د 168 هیوادونو څخه پنځم ځای درلود. دا د نړۍ یو له تر ټولو کم فاسدو هیوادونو څخه دی. هیواد هیڅ رسمي مذهب نلري. نارویژیان لیواله لوستونکي دي. دوی د نړۍ د بل هر هیواد په پرتله ډیر وخت په لوستلو تیروي.په نړۍ کې تر ټولو اوږد سړک تونل لیرډال تونل دی. دا 24.5 کیلومتره اوږدوالی لري او د تونل څخه تیریدل په اوسط ډول 20 دقیقې وخت نیسي. نږدې پنځه ملیونه نارویژي امریکایان په متحده ایالاتو کې ژوند کوي. ناروې له 50,000 څخه ډیر ټاپوګان لري. ناروې د طبیعي ګازو، تیلو، د اوبو بریښنا، لرګیو، سمندري غذا، منرالونو، تازه اوبو او نورو پراخه زیرمې لري، له چین وروسته، ناروې په نړۍ کې د سمندري غذا دوهم لوی صادرونکی دی، خو د سمندري غذا په تولید کې د نړۍ مخکښ دی. په 2017 کې، ناروې په نړۍ کې لومړی هیواد شو چې FM راډیو بنده کړه او ډیجیټل ته واړوله. روروس په ناروې کې ترټولو سړه ځای دی چې د تودوخې منفي 50 سانتي ګراد سره.له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې په ناروې کې یوازې لس پولیس وژل شوي دي. دا احصایه ښیي چې هیواد څومره خوندي دی. او له بلې خوا، د 2006 راهیسې د ناروې د پولیسو لخوا یو سړی نه دی وژل شوی، مګر، په متحده ایاالتو کې پولیس هر کال لږ تر لږه 1000 کسان وژني. په 2007 کې، د ناروې پولیسو هیڅ ډزې ندي کړي. ناروې په 1971 کې د عمري بند سزا لغوه کړه. اوس د دوی په زندان کې ترټولو اوږده موده 21 کاله ده. د نوبل د سولې جایزه هر کال په اوسلو کې له 1901 راهیسې ورکول کیږي. هرکله چې په ناروې کې یو کتاب خپور شي، حکومت یې زر نسخې اخلي او د هیواد په کتابتونونو کې یې ویشي، ترڅو خلک پرته له لګښت څخه ورته لاسرسی ولري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.