افغانستان د م.م د بشري حقونو شورا غړیتوب کې پاتې راغی

262

افغانستان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د راتلونکو  درېیو کلونو لپاره د غړیتوب په ټاکنو کې پاتې راغلی دی. په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د افغانستان استازي نصیر اندېشه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې پرون د دغې شورا د ۱۲ نویو غړو لپاره ټاکنې وشوې. هغه زیاته کړې، له اسیا پسفېک څخه افغانستان، بنګله دېش، سویلي کوریا، قرغېزستان، مالدیف او وېتنام کاندیدان وو، خو افغانستان او کوریا ونه شو کړای چې ټاکلې رایې ترلاسه کړې. سرچینې زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو ټولو غړو هېوادونو خپلې رایې وکارولې او سویلي افریقې تر ټولو زیاتې ۱۸۲ رایې ترلاسه کړې. په خبرپاڼه کې راغلي، له اسیا څخه بیا بنګله دېش تر ټولو زیاتې ۱۶۰ رایې، مالدیف ۱۵۴، وېتنام ۱۴۵، قرغزستان ۱۲۶ او کوریا ۱۲۳ رایې ترلاسه کړې. د راپور له مخې، هر هغه هیواد چې غواړي د دې شورا غړي شي باید په کور دننه او د باندې د بشري حقونو د ترویج او خوندیتوب لپاره تر ټولو لوړ معیار ولري.

او بل دا چې: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ا.ا پر هغو اوسنیو او پخوانیو چارواکو د امریکا د ویزو محدودیتونه اعلان کړل چې په افغانستان کې د نجونو او مېرمنو په ځپلو کې لاس لري. د یاد وزارت په اعلامیه کې د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن په قول ویل شوي چې د محدودیو په دې اقدام کې د طالبانو اوسني یا پخواني غړي، د غیر دولتي امنیتي ډلو غړي او نور هغه افراد شامل دي چې په افغانستان کې په محدود کوونکو پالیسیو او تاوتریخوالو سره د نجونو او مېرمنو په ځپلو کې مستقیم او غیر مستقم لاس لري. په اعلامیه کې زیاته شوې، هغه کسان چې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو ته د نجونو د نه پرېښودلو لامل کیږي، د کار او مسلک انتخاب ته د هغوی مخه نیسي، د بیان د آزادۍ خنډ ګرځي هم د امریکا د ویزو له محدودیتونو سره مخ کیږي. په اعلامیه کې ویل شوي سره له دې چې طالبانو ژمنه کړې وه د ټولو افغانانو بشري حقونو ته به درناوی کوي خو هغوی د یو لړ پالیسيو په اعلانولو سره د نجونو د تعلیم او په ډېرو برخو کې د مېرمنو د کار مخه نیولې ده. بلېنکن دغه راز ویلي چې هېواد یې پر هغو کسانو د بندیزونو لګېدو لپاره اقدام کوي چې په افغانستان کې د میرمنو او نجونو په ځپلو کې لاس لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.