د پروان امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د اسلامي امارت ځواکونو په تېروتنه پر یو بل ډزې کړي چې په پایله کې یې د جبلالسراج ولسوالي جنايي امر د خپل یوه همکار سره وژل شوی دی.
د پروان امنیې قومندان عزیزالله عمر سلاموطندار ته د دې خبر د تایید ترڅنګ ویلي، پېښه بېګاه شپه د جبلالسراج ولسوالي کې هغه مهال رامنځته شوه چې د اسلامي امارت د ځواکونو دوه ډلې پر ګزمه بوختې وې.
نوموړي زیاته کړې چې د ګزمې پرمهال دواړو لوریو په تېروتنه پر یوه بل ډزې کړي چې پرمهال یې د جبلالسراج ولسوالي جنايي امر «نجیبالله» له خپل یوه همکار سره وژل شوي دي.
د پروان امنیې قومندان همداراز ویلي چې دې نښته کې د اسلامي امارت دوه سرتیري تپیان شوي هم دي.
هغه ټينګار وکړ چې د پېښې په اړه څېړنې پیل شوي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.