مسلمانان او یهودان

ژباړن: خوشال درانی

837

سرچینه: د اقتصادي خبرونو او مطالبو پاڼه

یادونه: دغه لیکنه په ۲۰۱۷ز کال کې شوې. د اصلي لیکوال د پیدا کولو ډېره هڅه مې وکړه، خو پیدا مې نه کړ.

په ټوله نړۍ کې ۱۴ مېلیونه یهودان دي. ۶مېلیونه په امریکا، ۶ مېلیونه په اسیا، ۲ مېلیونه په اروپا او سل زره په افریقا کې اوسېږي. خو په ټوله نړۍ کې بیا یو نیم مېلیارد مسلمانان دي، چې یو مېلیارد یې په اسیا، ۴۰۰ مېلیونه یې په افریقا، ۴۴ مېلیونه په اروپا او ۵ مېلیونه یې په امریکا متحده ایالاتو کې اوسېږي. د نړۍ په هر پینځو تنو کې یو مسلمان دی. د یو هندو په مقابل کې دوه مسلمانان، د هر بودايي په مقابل کې دوه مسلمانان او د هر یهودي په مقابل کې ۱۰۷ مسلمانان شته؛ خو همدا ۱۴ مېلیونه یهودان په مسلمانانو بر لاسي دي.

فکر وکړئ، ولې؟

د توطیې، دسیسې او له نورو تحلیلونو تېر شئ. هېچا هم دوی ته دا مصنوعي بریا نه ده ورکړې. دا هم مه وایئ چې دا کار د انگلستان او امریکا دی او دوی یې ملاتړ کوي. وپوښتئ چې ولې؟ امریکا او انگلستان چا مجبوره کړي چې د دوی ملاتړ وکړي او دومره ډېر نفوذ یې پکې کړی؟ ولې مسلمانان په یادو دولتونو کې نفوذ نه لري او نه یې په خپل ملاتړ مجبورولی شي؟ په دې هېوادونو کې د مسلمانانو شمېر له یهودانو کم نه دی، خو ولې امریکا ته د مسلمانانو کډوالو نفوذ د یهودیانو د نفوذ په پرتله کم دی؟

پایله: د امریکا، انگلستان او نورو ځواکمنو ملاتړ د یهودو د قوت لامل نه دی، بلکې د هغوی د ځواکمنتیا پر وړاندې خنډ دي. یهود به په راتلونکي کې هم ځواکمن وي.

ولې؟

راځئ! وگورو ولې؟

په څو دلایلو:

په معاصر تاریخ کې:

البرټ انشټین، یهودي، زیگمونډ فرویډ یهودي، کارل مارکس یهودي، پل سامویلسون یهودي، میلټون فرډمن یهودي.

روغتیايي برخه:

د تونل د ستنې اختراع کوونکی بنیامن روبن یهودي، د ماشومانو د گوزڼ(پولیو) د واکسینو اختراع کوونکی یوناس سالک، یهودي، د وینې د سرطان ضد د درملو اختراع کوونکی گرټروډ الیون، یهودي، د ژېړ ژېړي د ناروغیو د مخنیوي درملو اختراع کوونکی بروخ بلومبرگ، یهودي، د عضلاتو د درملو اختراع کوونکی الیه متچینکوف، یهودي، د داخلي غدو د ترشحاتو د درملو اختراع کوونکی انرو شلي، یهودي، د حاملگۍ د مخنیوي د گولیو اختراع کوونکی جورج پیناکوس، یهودي، د انسان د سترگو پېژندنې اختراع کوونکی ج. والد، یهودي، د مور په گېډه کې د ماشوم جنسیت پېژندلو د ماشین اختراع کوونکی(الټراوسونډ) ستانلي کوهن، یهودي، د پښتورگو ناروغۍ د درملنې اختراع کوونکی ویلیم کلوفکام یهودي او…

د نوبل جایزو گټونکي:

په تېرو ۱۱۰ کلونو کې ۱۴ مېلیونه یهودانو ۱۸۰ د نوبل جایزې اخیستې دي؛ خو په یو نیم مېلیارد مسلمانانو کې یوازې ۱۰ تنو د نوبل جایزې اخیستي.(مسلمانانو د نوبل جایزې ډېرې د سولې، ادبیاتو او نورو برخو کې اخیستې. د ساینس برخه یې بېخي کمه ده. ژباړن)

هغه اختراعاتو چې تاریخ بدل کړ:

د کوچنیو برېښنايي وسیلو دستگاوې ستانلي نزور، یهودي، د اټومي ریکټور زنځیر، نیو سزیلنډ، یهودي، د نوري کیبل پیطر شولتر، یهودي، د لارښوونې څراغونه(ترافیکي سیستم) چارلز الډر، یهودي، د اوسپنې د زنگ ضد، بنو اشتراوس، یهودي، خبرې کوونکي فلمونه(کارتون) ایزادور کیس. یهودي، د ټېلیفون مایکروفون امیل برلینر، یهودي، د خوځنده ویډیو ثبتولو  وسیله چارلز جینزبرگ، یهودي.

د بازار موندنې په برخه کې:

د مشهور برانډ «پولو» رالف لورن، یهودي، د څښاک مشهور تولید«کوکاکولا» لویس جین او لوی شتراوس، یهودان، سټار بروک، هوارډ شولتز، یهودي، گوگل، سرگي برین، یهودي، د کمپیوټر مشهور شرکت«ډیل» مېشل ډیل، یهودي، ډنکي، دونا کارن، یهودي، باسکین او رابینز، ایرو رابینز، یهودي، ډانکین ډوناټ(د لېږد یوه امریکايي وسیله) بیل روزنبرگ، یهودي…

په نړیوال سیاست کې نفوذ:

هنري کیسینجر، یهودي، ریچارډ لوین د «یل» پوهنتون رئیس، یهودي، الن گرینزپن، د امریکا متحده ایالاتو د زېرمو رئیس، یهودي، ژوزف لیبرمن یهودي، ماډلین البرایټ، یهودي، گاسپر واینبرگر، یهودي،(د امریکا د دفاع وزیر و.)ماکزیم لیوینو، یهودي(د روسیې د بهرنیو چارو وزیر و.) داوید مارشال، یهودي (د سنگاپور لومړی وزیر و.)، اسحق اسحق، یهودي، د اسټرالیا د سټنډر مشر و، بنیامن ډیزرایلي، یهودي، د انگلستان لومړی وزیر و، یوگي پیرماکف، یهودي، د روسیې لومړی وزیر و، بري گلډ واټر، یهودي، امریکايي سیاستوال، جورج سمپایو، د پرتگال ولسمشر و، یهودي، هرب گري، د کاناډا د لومړي وزیر لومړی مرستیال، یهودي، مېشل هوارډ، یهودي، انگلستان کې وزیر و، برونو کریسکي، د اترېش لومړی وزیر و، یهودي، رابرټ روبین، یهودي، امریکا د مالیې وزیر و، یهودي او …

نړیوالې ډله‌ییزې رسنۍ:

سي.اېن.اېن، ولف بلیټنز یهودي، باربارا والټرز(ا.ب،ث)، یهودي، واشنگټن پوسټ، اوجین مایر، یهودي، د امریکا ټایم مجله، هنري گرونوالډ، یهودي، واشنگټن پوسټ، کاترین گراهام، یهودي، نیویارک ټایمز، ژوزف لیلډ، یهودي، نیویارک ټایمز، ماکس فرانکل، یهودي، فاکس(FOX)، راپرت مرداخ، یهودي او …

د بشري مرستو موسسې:

جورج سوروس، یهودي، والټر ننبرگ، یهودي، په امریکا کې یهود له اوو زرو ډېر سازمانونه او موسسې لري، هر یهودي په یادو موسسو کې غړیتوب لري او فعالیت پکې کوي. څومره مسلمانان داسې موسسې لري او غړیتوب یې اخیستی؟ یهودي زده کوونکي د ښوونځي په لومړۍ مرحله کې ډله ‌ییز کار کوي او هم درسي رقابت زده کوي او له نورو سره کینه هم.

پایله: نه موږ او نه زموږ واکمن له خپلو خلکو سره گډ کار نه زده کوي(موخه یې د اسلامي نړۍ اوسني واکمن دي.)، بلکې هره ورځ د نورو د منځه وړولو نوي درسونه زده کوي.

یهود ولې ځواکمن او مسلمانان ضعیف دي؟

یو لامل یې دا دی چې موږ خپل اصلي دښمنان هېر کړي، خو په خپلو کې په سختو سیالیو سره اړم شوي یو. موږ د خپلو زده کوونکو وړتیا وژنو او څوک نه پرېږدو چې له موږ ډېر وپوهېږي.

د اسلامي نړۍ په ۵۷ هېوادونو کې یوازې ۵۰۰ پوهنتونونه شته، خو یوازې په امریکا کې ۵۷۵۸ پوهنتونونه دي، هندوستان کې د پوهنتونونو شمېر بیا ۸۴۰۷ ته رسېږي. د اسلامي نړۍ ۵۰۰ پوهنتونونو کې یې یو هم د نړۍ د غوره پوهنتونونو په نوملړ کې نشته.

زده کړې:

په عیسوي نړۍ کې د زده کړې سلنه ۹۰٪ ده، خو په اسلامي نړۍ کې بیا د زده کړې کچه ۴۰ سلنه ده. په ۱۵ عیسوي هېوادونو کې د زده کړې سلنه سل ده؛ خو په اسلامي هېوادونو کې یو داسې هم نشته چې د زده کړې سلنه یې ۱۰۰ وي. په عیسوي هېوادونو کې ۹۸ سلنه خلکو یې د لېسې دوره بشپړه کړې؛ خو په اسلامي نړۍ کې بیا دغه شمېره ۵۰ سلنو ته رسېږي. په سلو کې ۴۰ عیسویانو د پوهنتون دوره بشپړه کړې، خو په اسلامي هېوادونو کې بیا دغه شمېره ۲سلنه ده. په اسلامي هېوادونو کې په یو مېلیون خلکو کې یوازې ۲۳۰ عالمان دي، خو په امریکا کې بیا دغه شمېره ۵۰۰۰ ته رسېږي. په امریکا کې د یو مېلیون خلکو لپاره ۱۰۰۰ تخنیکي خلک پیدا کېږي، خو په عربي نړۍ کې بیا یو مېلیون خلکو ته یوازې ۵۰ تنه د تخنیک برخې خلک شته. اسلامي نړۍ د خپلو عایداتو یوازې ۰.۰۲ سلنه د څېړنې او پرمختگ لپاره لگوي، خو د عیسویانو په هېوادونو کې بیا دغه شمېره ۵ سلنه ده.

پایله:

د اسلامي نړۍ اوسنی حالت د زده کړې، روزنې او د وړتیاوو پیدا کولو هېڅ استعداد نه لري. په اسلامي هېوادونو کې د زده کړې لپاره اسانتیا نشته. د پاکستان په هر زرو نفرو کې یوازې ۲۳ تنو ته ورځپاڼه رسېږي؛ خو په سنگاپور بیا دا شمېره ۴۶۰ ده. په انگلستان کې هر کال په جلا جلا برخو کې ۲۰۰۰ کتابونه د یو مېلیون کسانو لپاره چاپېږي. په مصر کې بیا دا شمېره یوازې ۱۷ ده.

پایله:

اسلامي نړۍ د څېړنې په برخه کې ماتې خوړلې. د څېړنې په برخه کې د اسلامي هېوادونو ځوانان هېڅ اسانتیا نه لري. د پاکستان د صادراتو کچه ۰.۹ ده، د سعودي بیا ۰.۲ ده. د کویټ، مراکش او الجزایر کې بیا دغه شمېره ۰.۳ ده، خو یوازې د سنگاپور د صنعتي صادراتو کچه ۶۸ سلنه ده.

پایله:

اوسنۍ اسلامي نړۍ له علم څخه د گټې اخیستنې وړتیا نه لري. موږ څه پایله تر لاسه کوو؟ خپه کېږئ مه. دغه شمېرې او شواهد چیغې وهي چې موږ څومره وروسته پاتې یو؛ خو موږ خپل غوږونه کاڼه کړي دي.

مشوره:

خپله، خپلو بچیانو او نورو ته باید دا زده کړئ، چې گډ کار وکړئ. مه پرېږدئ چې بچیان مو له زده کړو لاس پر سر شي. له دوی سره یو ځای پر مخ ولاړ شئ او د زده کړو پر وړاندې یې مه خنډ کېږئ.

که دوی بریالي نه شول، د دوی په بریالیتوب کې مرسته وکړئ، که دوی اوس بریالي نه شول، دوی به هېڅکله بریالي نه شي. زموږ بریا زموږ په پوهه، خلاقیت، زده کړو او په گډ کار کې ده او بس.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.