د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس پرانيستل شو

577

جان روان ځاځی

د چين د واکمن ګوند (کمونېست ګوند) شلم ملي کانګرېس د اکتوبر د ۱۶مې نېټې د سهار په لسو بجو د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شو، چې د همدې مياشتې تر ۲۲مې نېټې پورې به دوام ولري.

په دغه کانګرېس کې د چين د واکمن ګوند څه باندې ۲۳۰۰استازي ګډون لري او له ګوندي غړو پرته د چين د بېلا بېلو ګوندونو او مدني ټولنو استازو هم پکې د کتونکو په حیث ګډون کړی دی.

 د چين د کمونېست ګوند ملي کانګرېس په هرو پنځو کلونو کې يو ځل تر سره کېږي او د دغه ګوند مرکزي کمېټه پکې د تېرې دورې راپور او د ډسپلين د څار کميسيون پکې خپل کاري راپور وړاندې کوي او د کانګرېس غړي يې تر سنجش او جاج لاندې نيسي.

د کانګرېس غړي  د يادو چارو ترڅنګ«د چين د کمونېست ګوند منشور (تعديل نامه) » هم تر سنجش لاندې نيسي او تصویبوي يې او د ګوند د نوې پنځه کلنې دورې مرکزي کمېټه او د ډسپلين د څار کمېسيون پکې ټاکي.

د چين کمونېست ګوند اوس ۱۰۱ کلن شوی او ۷۳ کاله کيږي، چې په چين واکمني کوي او د کمونېست ګوند ملي کانګرېس او مرکزي کميټه د دغه ګوند تر ټولو لوړ او مهم ارګانونه دي.

شي جين پينګ په همدې ورځ ياد کانګرېس ته د دې ګوند د ۱۹مې مرکزي کمېټې په استازيتوب راپور وړاندې کړ او ويې ويل، چې چين د خپلواکۍ او سولې پر ډيپلوماتيکو تګلارو ټينګار لري، خپل دریځ او تګلارې د حقيقتونو له مخې ټاکي، د نړيوالو اړيکو بنسټيز اصول او نړيوال عدالت ساتي، له بادارۍ او زور سياست، د سړې جګړې له مفکورې، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې له لاسوهنې او دوه ګونو معيارونو سره کلک مخالفت کوي.

نوموړي وويل، چې چين د نړۍ د څه باندې ۱۴۰ هېوادونو او سيمو عمده سوداګريز همکار دی او له ډېرو هېوادونو سره يې د تجارت عمومي ارزښت لومړی مقام نيولی دی. .

هغه په خپلو خبرو کې د نړيوال اقتصاد د خوځښت په راوستلو کې د چين رول ته هم اشاره وکړه او ويې ويل، چې په تېرو لسو کالونو کې يې د هېواد د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت له ۵۴۰۰۰ميليارډو يوانو څخه ۱۱۴۰۰۰ ميليارډو يوانو ته پورته شوی او اوسنۍ عمومي اقتصادي اندازې يې د نړيوال اقتصاد په عمومي اندازې کې ۱۸ اعشاريه پنځه سلنه نيولې، چې دغه رقم يې د تېرې لسيزې مخکې په پرتله په سلو کې اووه اعشاريه دوه زياتوالی ښيي او دوهم نړيوال ځای یې خپل کړی دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې دا هم وويل، چې چين به هېڅکله د تسلط لټه او د خپلې جغرافیې د پراخولو هڅې ونه کړي..

شي جېن پينګ زياته کړه، چې چين په تېرو لسو کالونو کې د ځينو کليدي او مهمو ټېکنالوژيو په څېړلو کې برياليتوبونه تر لاسه کړي،ستراتيژيکو صنعتي چارو يې ښه وده کړې او چيني ځانګړتيا لرونکی سوسیاليزم يې نوې زمانې ته داخل شوی دی.

نوموړي وويل، د چين کمونېست ګوند په تېرو لسو کالونو کې توانېدلی، چې په ټول هېواد کې د بېوزلۍ لمن ټوله او خپله لومړنۍ سل کلنه موخه پوره کړي او د ګوند اوسنۍ کليدي دنده يې د دويمې سل کلنې موخې پوره کول وبلل.

هغه وويل، چې د چين کمونېست ګوند به خپل هېواد د چيني ملت په ملتيا د هر اړخيز سوسياليستي عصري او غښتلي هېواد په توګه اباد او دويمه سل کلنه موخه به بشپړه کړي.

شي جين پينګ وويل، چې کمونېست ګوند به د خپلې دويمې سل کلنې موخې مزل په دوو پړاوو کې ووهي او پهلومړي پړاو کې به یعنې له ۲۰۲۰م کال تر ۲۰۳۵م کال پورې د سوسياليزم د عصري کېدو موخه پوره کړي او په دويم پړاو کې به یعنې له ۲۰۳۵م کال څخه د روانې پېړۍ تر منځنيو لسيزو پورې، چين د يوه شتمن، ډيموکراتيک، متمدن، هوسا او ښکلي سوسياليستي عصري او غښتلي هېواد په توګه اباد کړي.

نوموړي راتلونکي پنځه کالونه د سوسياليستي عصري او غښتلي چين د ابادولو پيل وباله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.