د فلسفي فکرونو شاعر

اسدلله غضنفر

958

د اشرف مفتون په یوه لیکنه کې د فلسفې او شاعر تر منځ په خبرو کې لولو:
« فلسفي: ته حواس، دلیل او مینې ته بې پته یاران ولې وایې؟
شاعر: دوی مې د حیرت تیاره کې ساتي.
فلسفي: یاري دې د چا خوښه ده؟
شاعر: د پوهې.
فلسفي: پوهه څه څیز دی؟
شاعر: چې حواس، دلیل او مینه یوبل سره غاړه غړۍ شي نو پوهه ترې پیدا شي او پوهه د کلي روح یا کلي نور لارښوونکې ده.»

په اوولسمه پېړۍ کې انګریز مفکر هابس او نورو ډېرو پوهانو وویل چې د انسان د پوهې یوازینۍ سرچینه د ده حواس دي. اوس هم په علمي او فلسفي کړیو کې عام نظر دا دی چې انسان د حواسو له لارې یو څه رااخلي، درک کوي یې، په حافظه کې یې خوندي کوي او په معرفت باندې یې بدلوي. خو اشرف مفتون نه یوازې په حواسو بلکې په هغه عقل او استدلال هم چندان باور نه لري چې حواس ورته اومه مواد برابروي.

دی وایي:
په محدود عقل تول د انسان خو
په سورۍ تله د سیند تلل دي

انسان او حیوان په حواسو کې شریک دي خو انسان چې عقل او د استدلال قوت لري، د حواسو له لارې راغلي مواد پخوي او د معرفت کلا ورنه جوړوي. انسان ډېر ځله د خپلو حواسو او خپل عقل تر منځ د کشمکش له لاسه په تکلیف وي.

اشرف مفتون دغه کشمکش داسې انځوروي:

یو خوا نهنګ د دلیل، بل خوا غورځنګ د احساس
د ژوندانه کشتۍ مې په مینځ دریاب کې ده

حسي دنیا مو مادي خوندونو ته بیایي او دلیل راڅخه نورې غوښتنې لري. د مفتون په قول:

هومره خوند دلیله تا کې نشته دی
څومره چې د سرو شونډو لمبو کې دی

د اشرف مفتون دا بیت هم په عقل، منطق او فلسفې باندې د خوند او لذت لاسبري ته اشاره کوي:

چې ستا دې ښکلې خولې راته د عشق قصه شروع کړه
منطق خوله خوله شو، فلسفې وشرمېدې

اشرف مفتون داسې هم وایي:

دا ستړی دلیل، پرکاله ذوق، بې پته عقل
مستو شرابونو، ګناهونو کې اوده که

دلیل ولې ستړی دی، ذوق ولې پرکاله( پریشانه ) او عقل ولې بې پته بولي؟

دلیل خو ځکه ستړی دی چې:

دلیل سره یې څه ځواب نشته
چې دنیا څنګه څه ته پیدا شوه

او:

د دلیل دام کې راته ستا ګیرول داسې ښکاري
لکه هوا چې زه په لپه کې نیولی نه شم

دغه راز:

چې خیال او تصور مې له زمان مکان شو پورته
دلیل مې حیران پاتې شو، قیاس مې رپېدو

ذوق ځکه پرکاله دی چې هره شېبه نوې او متضادې غوښتنې لري. د اشرف مفتون په قول:

زړه یار د تورو زلفو، خبرې سپینې غواړي
خوښې یې کلکې وعدې، لېچې مهینې غواړي

دغه راز:

زړګی مې لیونی دی هم ښایست او هم وفا غواړي
هم خواږه دروغ له یاره هم تراخه رښتیا غواړي

دا د محبت لا عجیبه تقاضې وګوره
هم له سترګو ګرمې اوښکې هم ترې نه خندا غواړي

او عقل ځکه بې پته بولي چې په حواسو او دلیلونو یې تکیه ده او حقیقت ته په رسېدو کې کامیاب نه دی:

څنګه چې بلبله پاس اسمان ته ختی نه شي
داسې عقل خوار زمان مکان نه وتی نه شي

عقل که ډېره توره وکړي نو په تیاره کې به د امسا مثال ولري:

د ژوند په کندو لړو تیرو کې
عقل امسا ده ، مینه رڼا ده

نو د مینې رڼا، د حواسو ژوندی وجود او د عقل امسا چې یو بل ته لاسونه سره ورکړي،پوهې ته لار وباسي.د مفتون په قول:

پوهه ده ازاده د منطق له ځولنو نه
وهم دی مجبوره وتی نه شي تورو شپو نه

پوهه چې له وهمه بېله ده، لوی حقیقت ته د رسیدو وس ورسره دی. مفتون وایي:

دلیل ته غوږ کې پوهې غلي ووې
څه خو به وي ګنې دنیا به نه وه

که د یو شاعر په فکرونو کې تسلسل او ارتباط زیات وي، ممکن فلسفي شاعر یې وبولو. د مفتون شاعري تر ډیره حده د واحد فکر په تار پېیل شوې ده. له بلې خوا دی هغه شاعر دی چې د فلسفې بنیادي پوښتنې مطرح کوي. فلسفه پوښتنه کوي چې ایا کاینات خالق لري او که یې لري کومې ځانګړنې یې دي؟ فلسفه وایي چې ایا له انسان سره دا قدرت شته چې په خپلو حواسو او خپل عقل او منطق حقیقت وپیژني؟ فلسفه د ژوند، د مرګ، د اجتماعي ارزښتونو، فردي ازادیو او داسې نورو مسایلو په باره کې بحثونه کوي. اشرف مفتون چې په فلسفه کې یې لوړې زده کړې وې، همدغسې پوښتنو ته له ځواب ورکولو سره دلچسپي لري. ده د ژوند په باره کې ویلي دي:

زنده ګي هسې بې رحمه ، بې ضمیره معشوقه ده
دا میینه نه په تا ده، نه په بل ده، نه په ما ده

ژوند چې بې رحمه زورور دی، زموږ منطق خواره کی یې د مقابلې وس نه لري:

ډوب به دژوندون د سمندر غلو څپو کې شې
چل د لامبو نشته د منطق په کتابونو کې

که څه هم غني خان د فلسفي شاعر په حیث مشهور دی خو دغه نوم تر غني له مفتون سره ښه لګېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.