خوبونه، کړاوونه

محمد اکبر کارګر

785

مصطفى د نامه په اخيستو له غږ سره کوټې ته را ننووت . د داکتر په اشاره هغې ته مخامخ په څوکۍ کښيناست. يوه کوچني کتابچه يې هم په خپل مخ کې په ميز کيښوده . له جيبه يې کاغذ را وويست . پزې ته يې ونيو، دسر ويښتان يې انجړ بنجړ و، داسې بريښيده چې همدا اوس له خوبه را لټيدلي وي . زړه اوپنډه کرتۍ يې په نازکو او کوچنيو اوږو درنده بريښېده .
کښيناست . خواوشاه يې سترگي واړولې. لږه شيبه يې په چت سترگې وگنډلې بيا يې داکترې ته وکتل ، کاغذي دسمال ييې بيا پزې ته ونيو.
داکتره دخپلو عينکو تر شاه دمصطفي څېري ته ځير شوه ، ترې وې پوښتل :
روغتيا دي څنگه ده ؟
ځواب : «ښه ده !»
کومه روغتيايي ستونزه خو نه لري . مطلب داچې دوجود کوم ځاى خو دي درد نه کوي ؟
نه اوس درد نه احساسوم . په اوله کې مې پښو درد کاوه خو هغه اوس ښې دې .
-تېرو وختونو کي چې په خپل هيواد کې وې کومه سخته ناروغي خو دې نه درلوده چې دهغې په وجه په روغتون کې بستر شې ؟
-نه هيڅکله نه ! زموږ په سيمه کې او کليواله علاقه کې خو داکتر لا نه وو ، روغتون خو څه کوي .
-نو کله چې به څوک ناروغ شو څه به مو کول ؟
هلته په کلي کي يو ملا وو ، که دچا به سر هم درد وکه ، نو ملا به پرې دم وچف کاوه ، يا به يې تاويز ورکاوه.
-پلار دي څه کار کاوه ؟
پلار مې افسر و ، هغه په ملي ارد وکې دنده درلوده .
-اومور دې ؟
مور مي په کور کي وه موږ ته يې جامي وينځلي اوډوډۍ يې پخوله .
-په کور کي څو تنه واست ؟
په کور کې يو بل کوچني ورور اوکوچنۍ خور مې له مور سره پاتي دي .
-له مور سره دې رابطه لري ؟ احوال يې اخلي ؟
هيڅ تري نه يم خبر . نه پوهيږم چې چېرې به وي . هلته شبکه نشته چې خبري وکړم . تيليفون هم نشته .
– ښه ! اوس دا ووايه چې خوب دي څنگه دى ؟ايا ويده کيږي اوخوب درځي ؟
مصطفي دخوب دکليمي په اوريدو حيرانيږي . چوپ پاتي کيږي ،له ځانه سره سوچ کوي چې څه ووايي ؟
خوب ؟
– هو ! خوب ! دشپې له خوا په څو بجو ويده کيږي اوسهار څو بجې بيداريږي ؟
– زه به څه ووايم ؟
– – ووايه ماته سمه خبره کوه . زه دهمدې له پاره يم چې له تاسره مرسته وکړم .
-رښتيا درته ووايم چې کله له خپله کوره را جلا شوې يم او دلته رارسيدلې يم . دخوب په نامه څه نه پيژنم .
څنگه ؟
خوب اوبيداري دواړه يو شى دى يعنې چې خوب نه لرم .
لږ يې راته توضيح کړه .
بس خو چې دشپې دخوب ځاى ته ولاړ شم اوسترگې پټې کړم اوغواړم ويده شم نه پوهيږم چې ويده يم اوکه ويښ ؟
دا څه وايي ، ماته يې لږ روښانه کړه .
– ما وويل چې دخوب نه لرم . ماته اوس خوب او ويښه دواړه يو شي ښکاري . زما خوب لکه همدا چې له تاسې سره خبري کوم . اوبيداري هم داسې واخله .
– -زه بيا هم پوهه نه شوم ،ستا مطلب دادى چې ويده کيږي نه اوخوب نه درځي .؟
– -نه داسې نه ده ؟ لږه شيبه چې مې سترگې پټي شي يوه بله دونيا گورم ، په لږه شيبه کې ډېرې پيښې اوکيسي مخ ته راځي .
– – نو بيا ؟
– بيا چې وډار شم، اورا پاڅم ،هغه هيڅ نه وي . نو پوه شم چې هغه مهال ويده ووم .
– داکتره ـ اوس دي سمه خبره وکړه ، لږه يې نوره هم روښانه کړه چې زه پوهه شم .
– زه به درته يوه کيسه وکم .
– څنگه ؟ وې کړه ؟
– زه چې ډير ماشوم وم او کله چې به دشپې له خوا ويده کيدم ، نو مور به مې راته کيسې کولې . هغې به دپيريانو اوديوانو کيسې کولې .
– څنگه ؟ ته يوه کيسه وکه ؟
– – هغه داسې چې مور به مې ويل چې کله پيريان اوديوان را پيدا شي ، ډير کوچني کوچني بريښي . خو يو دم ځان لويولي شي اوبيرته ځانونه کوچني کولى شي . ښکر پيدا کړي . غټې خولي يې وې . اوږده مخونه يې وې ، داسې وي لکه دغرونو ځناور ، ببر وې . اوچي بنيادم ورته برابر شي هغه له ستوني تيروي .
– -نو ته اوس هغه ديوان وپيريان په خوب کي ويني که څنگه ؟
– هو ! هغو ته ورته شيان اوبلاگان وينم .
– – چې داسې ده يو مثال يې ووايه ؟
– ابله شپه چې کله مي سترگې پټې کړې ، داسې لکه چې ويښ يم . نو دپلار په غيږ کې پروت وم يو دم مې ساړه وشول لکه چې وډار شوم . ما دپلار غيږ کې ځان کلک کړ . هغه راته وويل .بچيه مه ډاريږه زه درسره يم . بيايي راته وويل : کليمه ووايه !
– ماکليمه په ځان وويله . پلار مي دوعاى قنوت وايه !
– خو بيا هم زما ساړه نه کراريدل .
– «په همدې شيبه کې چې ما دواړه لاسونه له پلار نه تاو کړي ول .دروازه ټک ټک شوه . بيا يې دروازه په لغته ووهله . پلار مې پاڅيږي . دروازه بيرته کوي . له پوښتني پرته درې څلور کسان چې وسلي ورسره دي په کوټه را ننوزي . پايڅي ېي پورته وي . شونډکونه يې پټ وي ، اوږدې اوږدې څڼې او اوږده ويښتان يې په اوږو ځنگيږي . ماته هغه وخت هم دديوانو اوځناورو کيسه را ياده شوه . دوى سترگې هم توري کړي وي . زما په پلار گوزارونه کوي . زه ژاړم . ډاريږم .پلار ته مې وايي تا په پوځ کي څه کار کولو ؟ پلار مي وايي زه يو افسر او سرتېرې وم ، دوطن ساتنه مي کوله .
-يو تن يې وايي : دوطن ساتنه ؟ همدومره وايي .
– نور يې خبرو ته نه پريږدي . بل تن را دمخه کيږي . دالله اکبر نعره کوي . اوپه پلار مي يو شاجور تشوي . وايي اوس نو درومه وطن وساته »
– زه ناڅاپه له يوې کړيکې سره له خوبه را پاڅيږم . گورم چې په کوټه کې يوازې يم هيڅ څوک نشته . همدومره پوهيږم چې هغه دردونکې پيښه مي په خوب کي بيا بيا ليده .
– دخبري په خلاصيدو سره مصطفي همدومره وايي : نور د خبرو وس نه لرم. ټټر يې پړسيږي . سنگيږي او سر پر ميز ايږدي .
– ۲۶-۹-۲۰۲۲

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.