د احساس د غره له سره

محمر اکبر کارګر

946

خبره په څه را پورته شوه ،خو يار مي  چى له ډىرې مودي وروسته مى وليد  په خبرو خبرو کې يى ديو کوچني هلک داستغنا او مناعت نفس خبره کوله. هغه ويل کاش  چى ځيني حريص خلکو له هغه ماشوم نه زده کړه کړي واي : ما ويل دا څنگه ماشوم دۍ  ته يى کيسه کوه .

له اوږدو مزلونو وروسته مو په هيواد کي په يوه ليري کلي کى يو کور کرايه کړ.  اوهلته مو ژوند پيل کړ . له ماسره له پخوا دا تلوسه وه  چى دکور دامنيت له پاره يو داسى سپي پيدا کړم  چى هم يى وروزم او هم دکور اندک امنيت وساتي . نو له يو اوبل گاونډي مې وپوښتل . هر يو راته وويل : د دى کلي سپي دکوڅو سپي دي . دا ستا په درد نه خوري اونه خو به پري ستا روزنه اثر وکا . نو ماويل نو چاره به څه وي ؟

يوه گاونډي راته وويل : هڅه وکړه  چى يو داسى کوکري پيدا کړي  چى نوى زيږيدلى وي  او وې ساتي، دا به ښه وي .

زما تلوسه نوره هم زياته شوه ، کار هم راته مشکل وبريښيده  چى څنگه به وکړاى شم ،داسې يو کوکري پيدا کړم  چې نوي زيږيدلي وي . په پوښتنه پوښتنه له نا اشنا گاونډيانو يوه راته وويل :

که کولى شي هغه ليري دښتې کي دکوچيانو کيږدۍ دي ،هلته ورشه گوندي پيدا يى کړي .

 يوه ورځ سهار تنکۍ غرمه روان شوم ، يوې پراخي دښتى ته داخل شوم دثور مياشت وه . د دښتى په ټټر شنه شين شوبي را زرغون شوي و.  دلمر وړانگو هم د ځمکي په بخملي دښته خوله لگوله. دتودوخي او حرارت تپ او تاو دومره زورور و  چى ليري  څه نه بريښيدل. اسمان لکه  چى ليري د دښتى په بله څنډه کي را کوز شوي وي . خو زه له يوه يو نيم ساعت مزله وروسته وتوانيدم  چى ليري  د دښتي په غيږه کى تورې غونډۍ ووينم .په  ور نيږدي کيد وسره نور هم پوهېدم  چى دلته دکوچيانو  گرځنده کلى دي . ښه ورنږدي شوم ، هلته ديوې کيږدۍ ته نيږدى يو دلس دولسو کالو هلک  چى په لاس کې  يى لرگي وو او دپسونو اوميږو دڅرولو له پاره يى دطبعيت او دښتي په غيږ کى خپل ساه ويسته ، رانږدي شو .

هلک  چى شليدلي جامي  يى په غاړه وې، تڼې يى هم خلاصى وي ، دپزى يوه خوا يى کشوله  په غاړه کې يى يوه ربړينه لينده هم ځوړنده اچولى  وه . لومړي يې په خپلو پسونو يو شپيلاق وکړ . اوبيا يى له موږ وپوښتل.

ښه چارى اکا ! چيرته مو مخه کړىده ؟

زه ورنيږدى شوم . ما ويل خوار مه شي بچو  څه حال دۍ ؟

-دخداى ميرباني ده . خدمت ووايي  له چا سره مو کار دۍ ؟

– له چا سره مو کار نشته زما يو کوچني سپي اويا کوکري په کار دۍ .چا راته ددى خيمو پته را کړه ارومرو به له تاسو سره وي ؟

– هو پته يى خو غلطه نه ده درکړي .زه يوه سپۍ لرم  چى دوه ورځي له مخه لنگه شوى ده .

-را وى ښايه ، کولى شو يو سپي په کى خوښ کړو ؟

– ولى نه تاسو يى کتلي شۍ سيل يى وکى  ؟

را ځى همداسى را پسې شۍ . هلکه له مخه شو موږ ورسپي شاته روان وو. يوې کندي  په سر يى ودرولو ويل:

وگورئ دلته زما يوه سپۍ لنگه شوي ده .

ـ « موږ دواړه د کندى پر سر ودريد و. لاندى سپۍ پرته وه . پنځه شپږ بچي ترې گرد چاپير اوکله يى دخيټي لاندې کيدل  او کله يو نيم يى په ورميږ او سيني پوري مښتل . »

له هلک نه مى وپوښتل: کولي شو دا سپين کوکري  چى په ملا يى توره پټه ده  واخلو؟

هلک وويل : نه اجازه نشته هسى ييى وگوري ،سيل يى وکۍ ؟

-ما دپنځه سوه افغانيو نوټ له جيبه را وويست . ورته مي ونيو . دا گورې  ؟

-هو گورم يى پنځه سوه افغانۍ دي، نه يى درکوم .

بيا مي زر افغانى کړي . هلک وويل نه نه شي کيداۍ ، اجازه نشته .

اخير اړ شوم له جيبه مى يو سلگون دالر را وويستل . ورته ومى ويل: داپيسي پيژني ؟

-ويل هو پيژنم خو دالر دي کنه ، نو پوهيږي دا څو افغانې کيږي ؟

-هلک وويل : هو دا پنځه زره افغاني کيږي ؟ خونه کيږي .زه هلک ته حيران ولاړم .  چى څنگه ورته د سپي يو کوچني کوکري بيه دومره زياته ده . يوه شيبه په فکر کې ولاړم ،خو ما دلنگي سپۍ او دهغې کوکرو ته کتل ،

هلک ته مى پام هم وو. هلک بى پروا ولاړ و، دهغه په تن اووجود کى مى بل څه لوستل ، طبعيت ، پراخه دښته  اوکه دکوچني هلک پراخه ټټر. له ما څخه د ماشوم دپراخ ټټر اود دپراخې دښتى  توپير ورک شو ، يو په بل کى مى ليدل .. دښته لکه دماشوم ټټر او دماشوم ټټر لکه پراخه دښته . په سوچ اوانديښنو کې ولويدم . يو سل ډالره څو پسونه کيږي  ولې يى نه را کوي ؟

زه لا په همدي سوچونو اوانديښنو کې ووم . چى مخ يى راته راواړاوه ،اکا که چاى يا شړومبي خورې  چى کيږدۍ ته ولاړ شو ، مور به مى چاې جوړې کړي ؟

همدومره مي وويل: کور ودان ، هغه را غبرگه کړه . کور مور نه لرو  همدا کيږدۍ لرو ، وايه چى کيږدي اودښته دى ودانه په خندا يى وويل:خو زه دهغه فکر او استغنا په مخه اخيستي ووم .

بيا مي خبره را غبرگه کړه دوه سوه دالره درکوم؛

هغه وويل : ماته دالر مالر قيمت نه لري ، زما يوه خبره ده نه يى شم درکولي .

-نو خير څه کوي ؟

-اکا پيسي دى درسره وساته ، هغه دوه ورځي دمخه مور زيږولى دۍ . زه دهغه له ازاره ډاريږم .  لاړ شه يوه مياشت وروسته راشه ، بى پيسو يى درسره بوځه! تر هغي به لږ غټ شوي هم وي . مور به يى خپه نه شي . له موره د غيږي ماشوم جلا کول دخداۍ او رسول کار نه دى .

دهغه خبري زه نور هم حيران کړم . کوچني ماشوم  چى په غاړه کى لا جامي هم سمې نه وى . په دښتو کي سپيره روان وي ، خو دعاطفي غر يى دومره ستر وي  چى  ورختل ورته گران تماميږي . زه دزلموټي هلک خبرو ته ، دهغه شليدلى تڼۍ ته سپيرو کاليو، شليدلو څپليو  اودپزى کشولو ته په حيرت کې شوم. له ځانه سره مى وويل : بيوزلي  اوغربت دغرور احساس نه شي وژلي  اونه يى ايل کولي شي .

  1. ۱۲-۲-۲۰۲۲

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.