د ازادۍ اوږد مزل

ليکوال: نيلسن مانډيلا ژباړن: حزب الله اتل

812

دغه مهال ما د غمونو يو بل ډول هم تجربه کړ، د ويني له نيول کېدو او بندي کېدو درې مياشتي وروسته د 1969م کال د جولای مياشتي په يوه ساړه سهار کي د زندان دفتر ته احضار شوم او يو ټلګرام مي تر لاسه کړ، دغه ټلګرام مي د کوچني زوی مک ګاتو و او يوازي يوه جمله په کي ليکل شوې وه، هغه ماته خبر راکړ، چي مشر ورور يې ( مادیبا تمبکیل) چي ما به ورته تمبي غږ کاوه په ترانسکي کي د موټر ټکرېدو په يوه پېښه کي وژل شوی دی۔۔۔۔
تمبي هغه مهال پنځه ويشت کلن و او د دوو کوچنيو ماشومانو پلار و.

د دغسي دردونکي پېښي پر وړاندي څه کولای شی؟ زه لا تر اوسه د ميرمني د خبر په اړه مي غوسه او انديښمن وم، لا مي د مور د مړيني غوسه او درد نه و سوړ شوی، چي ورپسې مي بل داسي دردونکی خبر تر لاسه کړ۔۔۔۔۔ هيڅ کلمه هم دغه ډول غم نه شي ښکاره کولی يا دغه ډول غم نه شي کمولی۔۔۔۔

دغه خبر مي پر زړه يو بل داغ کېښود، چي هيڅکله هم ونه رغېد.
خوني ته مي راغلم او اوږد وغځېدم، نه پوهيږم تر کومي په هم دې حالت کي وم، خو ماښامنۍ ته بهر ونه وتم، ځينو بنديانو مي خوني ته سر را دننه کړ، خو ما څه ونه ويل، بالاخر والټر مي څنګ ته راغی او بسترې ته نږدې مي په زنګنو کېناست، ما ټلګرام هغه ته ورکړ، هغه څه ونه ويل خو يوازي يې زما لاس په لاس کي ونيوه، نه پوهيږم چي تر کومي به مي هغه تر څنګ و، په دغسي حالت کي انسان نشي کولای هيڅ هم په ژبه راوړي او څه ووايي۔۔۔۔

ما د زندان له چارواکو وغوښتل، چي ماته اجازه راکړي د زوی د جنازې په مراسمو کي ګډون وکړم، د يوه پلار په توګه دا زما دنده وه، چي د زوی د روح د ارامۍ لپاره يو څه وکړم۔۔۔

هغوی ته مي وويل چي کولای شي لما سره زما د امنيت ټينګولو لپاره يوه ډله سرتيري واستوي او زه ژمنه کوم، چي بيرته راګرځم خو دا غوښتنه رد شوه، ماته يوازي اجازه راکړل شوه، چي د تمبي لومړنۍ مور( اولين) ته ليک ولیکم او په دې ليک کي ما تر ډېره هڅه وکړه هغه ته وښيم، چي په دې غم کي ورسره شريک يم.
ما تېر ته فکر کاوه او هغه ماسپښين مي په فکر کي راوګرځيد، چي تمبي لا هغه مهال ماشوم و او زما ليدو ته په ( سريلدن) کي پټنځای ته راغلی و، له دې کور څخه به ما د افريقا ملي کنګرې د چارو لپاره استفاده کوله۔۔۔۔

هغه ورځ هم په پټه د سياسي چارو تر سره کولو او هم دا راز په حقوقي دوسیو بوخت وم او ومي نشوای کولای هغه ته ډېر او دقيق وګورم، وروسته مي د کور په يوه برخه کي د هغه، هغه حالت را په ياد شو، چي زړې او پخوانۍ جامې يې اغوستي وې، هغه زما کوټ و او د هغه تر زنګنو رسېده۔۔۔۔

هماغسي چي يو مهال ما د خپل پلار د جامو په اغوستو د غرور او ارامۍ احساس کاوه هغه هم بايد هم دغسي احساس کړی وي، کله چي مجبور شوم بيا له هغه سره خدای په اماني وکړم، هغه د پښو په څوکو پورته شو، څو ځان لوی وښيي او ويې ويل۔۔۔
” کله چي تاسو نه يې د کورنۍ ساتنه به زه کوم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.