!رئیس جمهور بایدن  پاکستان او موږ 

داکتر صلاح الدین سعیدی 

403
ډېر شواهد ښکاره کوي چې امریکې ته جنرال بجوه په خپل روستي سفر کې د پاکستان او د هغو د اتومې وسلو نه د سوء استفادې د جنرال بجوه  له وجود نه پرته ممکن او محتمل بللی او امریکه یې بېرولې ده. خو داسې ښکاري چې امریکه لا د پنجاب او پاکستان کې حاکمو جنرالانو په فتنو او دوه مخو شرارتو پوه نه ده چې سیمه او افغانستان کې د امریکې د مفتضحی ناکامۍ  ېو ستر لامل په عالم اسباب کې د پاکستاني استابلشممت دوه مخی سیاست وه او دي.
په پاکستان کې د پوځ د مشر په توګه د جنرال بجوه د ماموریت یوه میاشته پاتې. هغه ماموریت چې اوس مخکې هم د انګلیسانو په فرمایش درې کاله پخوا تمدید شوای ماموریت هم د پاکستان د اساسي قانون خلاف تمدید شوای وه!
او س اوس جنرال بجوه غواړي  چې د پاکستان  سیاسي، پوځي قدرت ده ته ورکړل. جنرال بجوه  امریکه بېرولې چې پاکستان کې د ده د ماموریت د ختمېدو بږپه صورت کې د پاکستان کنترړل له لاسه وځي او پاکستان اتومي وسله لري!
 د چین، دروس او پاکستان اړیکې خطرناکه حالت ته رسېدلي او دوی سره نږدې کېدونکي دي!
نو رئیس جمهور بایدن د جنرال بجوه تشویش تکراروی او د بجوه ګانو د لومو ښکار ګرځي او داسې ښکاري چې پاکستان کې پوځي کودتا ته د امریکې توافق سره سم زمینه سازي او کار کېږي!
دا به د نړۍ،، د افغانستان او د نړۍ د سولې لپاره نوی ستر خطر وي او دی!
پاکستان غېر مشروع او د بل پر زمکه مصنوعی، غېر مشروع  هیواد او اقتصاد یې سخت او سخت قرضدار دی.
نو عملي لار: د پاکستان اتومي وسله باید د قرضو مقابل کې ورځینې واخیستل شي او واک خلکو او دې سیمه کې مېستو ملتونو ته ورکړل شي.
د افغانستان تأریخي او طبعی اتوریته بېرته طبعي سرحداتو او پولو ته  قایمه،  پښتانه او بلوچ ته د اوس لپاره  داخلي استقلال ورکړل شي.
پنجاب دې ځانته خپل جمهوریت اعلان کړي!
داده او داسې دي د حل لارې!
اما پاکستاني جنرالان به شرارت ته ادامه ورکوي او داسې ښکاري چې جنرال بجوه د امریکې سره د افغان طالبانو د سر  د پلورلو وړاندیز او تجارت هم نهایی کړای دی!
خېر حالت او زمان به ددې ټولو سناریو ګانو  پوره انځور او ځواب ورکړي!
په دغه سناریو ګانو کې په هر حالت کې امریکه د مفتضحې  ماتې سره  مواجه ښکاري چې دغه سلسله کې د افغان ولس لمړی درجه قرباني وه او دی!
بیا هم چاره: 
افغانانو ته په کار ده چې همدا اوس متحد او ستر چتر ، ستر ملي محور جوړ  او د ملت د مظلومیت آواز په ستره کچه اوچتوت کړي!  هغوی چې نن سبا حزبونه او ګوندونه جوړوي او د ریاست او وزارت خوبونه ویني، دې  له  خود خواهېو لاس واخلي او د ېو ستر  چتر او ډله ایزې رهبرۍ لپاره عملي کار پېل کړي چې دغه برخه کې مو تر ډېره معقولې طرحې آماده کړي او موجودې دي!
د مؤقتې ، زماني او وطیفوي تعریف شوې ، انتقالي ادارې د نړېوالو تر نظر او نطارت لاندې مؤقت او ممکن حل ښکاري او د ټولټاکنو لپازږره تعهد او تدابیرو عملی کولو ته کار حتمي بولم!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.