په برلین کې پر ایراني مظاهره کوونکو برید شوی

679
5 ساعتونه مخکې

د یکشنبې په ورځ د جمهوریت پلویانو د المان په پلازمېنه برلین کې د ایران سفارت مخې ته مظاهرې وکړې او د «ایراني جمهوریت غواړو» او د «ښځه، ژوند او آزادۍ» شعارونه یي ورکول. خو پر دوی شوي برید کې درې مظاهره کوونکي ټپیان شوي.

د الماني پولیسو په حواله جمهوریت پلوه فعالانو د یکشنبې (د اکتوبر میاشتې ۳۰ نیټه) په ورځ په برلین کې د ایران سفارت مخې ته مظاهرې کولې چې پرې برید وشو او دری تنه یې ټپیان شول.

د برلین د پولیسو ویاند تائیده کړې چې د پلازمېنې په دهلم سیمه کې رامنځته شوې دې پيښه کې د ټپي شوو کسانو له ډلې دوه تنه یي د درملنې له پاره روغتون ته استول شوي دي.

د برلین پولیسو د یکشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ولیکل: «درو نا پيژنده کسانو په دهلم کې د ایراني سفارتخانې مخې ته د مظاهرې پر ګډون کوونکو برید وکړ. دری تنه ټپیان شول او د یوه بل کس په هکله ویل کیږي چې د ټوپک په وسیله ګواښل شوی دی.»

تر اوسه پورې کوم معلومات موجود دي؟

د المان خبري آژانس ډي پي ای ویلي چې مظاهره کوونکي د ایران سفارت مخې ته را ټول شوي وو. دوی پلاکاټونه پورته کړي وو چې پرې لیکل شوي و «ایراني جمهوریت غواړو»، «ښځه، ژوند او آزادۍ». دغه شعارونه په دې ورځو کې د ایراني حکومت ضد مظاهرو کې ډیر تر سترګو کیږي. د ډي پي ای په حواله پر مظاهره کوونکو برید د سيمې په وخت د ماسپښین په ۱ بجه شوی دی.

پولیسو ویلي دي چې د سفارت د ساتنې په دنده ګمارل شوي یوه الماني پولیس افسر ولیدل چې دری تنه چې خپل مخونه یي پټ کړي وو په یوه واګون ډوله موټر کې د بیرغونو او پلاکاټونو څيرې کول پيل کړل. پولیسو ویلي دي چې افسر ترې پوښتنه کړې ده چې ولې دا کار کوي؟ خو سره له دې هم برید کوونکو د واګون دروازه پرانیستله او په واګون کې پر موجودو درو کسانو یي برید وکړ.  د جنایي پولیسو (LKA) ادارې څیړنې پيل کړي دي چې آیا د دې پيښې تر شا کومه سیاسي انګیزه شتون لري او که څنګه؟

په ایران کې مظاهرې

په ایران کې د حجاب د سختو قوانینو د نه عملي کولو په دلیل ۲۲ کلنه مهسا امنیني د دغه هیواد د اخلاقي پولیسو له خوا نیول شوې وه چې هم هلته د پولیسو په توقیف کې یي سا ورکړه. د هغې تر مړينې وروسته د تیرو ۶ اونیو راهیسې په ایران کې د مظاهرو لړۍ پيل شوې ده. په دې ترڅ کې په لسګونو کسان وژل شوي او سلګونو نور نیول شوي دي.

د ایراني مظاهرو په ملاتړ کې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د دغو مظاهرو په ملاتړ د احتجاجونو لړۍ روانه ده.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.