دیجیتلي اوزار- گټې او ستونرې

ژباړن: عبدالعزیز نایبي

973

د انترنیت په عامېدو، نړۍ له هر پلوه بدله شوه. انترنیت او دیجیتلي اوزارو، وروسته پاتې هیوادونو کې د خلکو د معلوماتو او تجربو په لوړاوي کې بې ساري مرسته کړې. د تکنالوژي د ودې له برکته موږ خپله نړۍ او چاپریال تر پخوا ښه وپیژنده. تخنیک بد نه ده! موږ ترې منندوې یو چې په وسیله یې د مځکې د کُرې د هرې څنډې له وگړو سره اړیکې نیولی شو؛ د یوېې تڼۍ په کیکاږلو کولی شو خپل لیدلوری میلیونونو انسانان سره شریک کړو.

هغه څه چې پخوا یې ساعتونه، ورځې او هان میاشتې وخت نیوه، اوس په څو شېبو کې ترسره کیږي. موږ خپل ټول بانکي کارونه که په ښاري بس کې سپاره یو یا په کټ کې غځیدلي، د تلیفون د څو تڼیو په کیکاږلو په چټکۍ ترسره کولی شو. له ناوړه پیښو د انسان د ژغورنې هڅې گړندۍ شوي دي؛ د گرځنده تلیفونونو په وسیله د پولیس او امبولانس خبرول ساده دی.

نن سبا  گرځنده تلیفون د انسان د ژوند مهمه برخه گرځېدلې، د ټولنې د وگړو ترمنځ یې د اړیکو ډول بدل کړی ده. دا که له یوه پلوه ښه ده، خو له بل پلوه زیانونه هم لري مثلا: ملگري زیات نه گورو، که د کورنۍ له غړو یا دوستانو سره یوځای شو، حواس مو بل ځای وي.

مُنتقدین موبایل تلیفون ته د سگرټ او نصوارو نوی قُطی وايي، چې هر وخت مو جېب کې وي او په وار، وار ېې را باسو او بیرته ږدو. د احصایو له مخې ورځ تر بلې د هغو خلکو شمیر په زیاتیدو ده چې گمان کوي بې تلیفونه ورته ژوند گران دی. په دیجیتلي اوزارو روږدیدل هغې کچې ته رسیدلی چې گڼې کورنۍ ېې سره پاشلي دي او ملگرې د یو بل له ملگرتیا لاس په سر شویدي. یو شمیر نورو بیا خپلې دندې له لاسه ورکړي دي، ښونځیو کې د زده کونکو غیرحاضریانې زیاتې شويدي، د روغتیایی ستونزو سبب هم گرځیدلي. په دیجیتلي اوزارو د روږدوالي څو نښې:

– کار ته ناوخته تگ، د ژمنو ماتول، ښونځي ته د نه تلو پلمې،

– ځان خطر سره مخ کول لکه: د موټرچلونې یا پلي تگ پرمهال تلیفون سره بوختوالی،

– د کورنۍ له نورو غړو سره ناندرۍ او جگړې، ژر په قهریدل،

– د سپورت نه کول، د ملگرو نه لیدل، له ټولنیزو اړیکو او فعالیتونو څخه ډډه، په کاله کې ځان گوښې کول،

– د روغتیايي ستونزو پیدا کیدل لکه: سرخوږی، بیخوبي – د غاړې، ملا او ډډې درد – په سختۍ ساه اخیستل، د ډوډۍ بی وخته خوراک او ژر ناروغیدل.

په دیجیتلي اوزارو روږدي کسان عادت لري چې ووايي: سپورت، مطالعې، لیکل، غره ختل او ګڼ شمیر نورو داسې کارونو ته چې لږ تر لږه یې یوځل باید ژوند کې تجربه کړي، وخت نه لري. د لمرخاته او د یو رنګین غروب د لیدو، یا د یو ښه رومانس پرځآی ترجیح ورکوي چې دیجیتالي وسایلو سره ځان بوخت وساتي.

موږ د ماشومانو د اعتراض، غوښتنو او شور نه د خلاصي په موخه هغوي ته هم دیجیتالي وسایل په لاس ورکوو؛ پداسې حال کې چې ماشومان تل غواړي د والدینو پاملرنه، مینه او عاطفه احساس کړي. د دې ټولو بیعه زمونږ سعادت او روغتیا پرې کوي! اوس نو مونږ پورې اړه لري چې خپل الکترونیکي اوزار څنګه کنترول کړو.

منبع:

د کتاب نوم: دیجیتلي مُخدرات (د تخنیکي اوزارو د سمبالولو هنر)

لیکوال: پاتریک وینسنټ،

ژباړن: عبدالعزیز نایبي.

ستاکلهم – سویدن

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.