د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې په خوست کې نیول شوي درې خبریالان له شپږو ورځو بند وروسته خوشي شوي دي.
د افغانستان د خبريالانو مرکزپرون يکشنبه د غویي ۹مه په دې اړه يوه خبرپاڼه خپره کړې او ويلي يې دي، چې دغه درې خبريالان له شپږو ورځو وروسته خوشي شوي دي.
دغه مرکز د دغه خبريال د خلاصون هرکلى وکړ او زياته يې کړه چې د دغه ډول نيولو دوام به په افغانستان کې د بيان ازادي په بشپړه توګه له منځه يوسي.
د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د خوست ځايي چارواکو د «ناز راډيو» خبريال اسماعيل سعادت، د «اقرا» راډيو خبريال وحيدالله معصوم او د «اولس غژ» راډيو خبريال احسانالله تسل ونيول.
د خوست امنیه قوماندانۍ له دې وړاندې په خوست کې پر راډیوګانو د موسیقۍ له خپرېدو او له ښځینه اورېدونکو سره د تماس نیولو بندیز لګولی و.
د خبریالانو د مرکز په وینا دغو خبریالانو ته خبرداری ورکړل شوی چې د سرغړونې د تکرار په صورت کې به محاکمه شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.