د سریزې لیکلو لارې چارې

ژباړه: لطف الله صابر لیکوال: ارمین رشیدي

760

د یوې بشپړ کړل شوې څېړنیزې لیکنې له بشپړتیا وروسته د ترسره شوې لیکنې په اړه یوه یا دوه پاڼیزه نچوړ شوې لیکنه کېږي، چې هغې ته په پښتو ژبه کې سریزه، په دري او عربي ژبه کې مقدمه او په انګلیسي ژبه کې ورته Introduction ویل کېږي.

سریزه (Introduction) د علمي مقالې یا لیکنې یوه اړینه برخه ده، چې لوستونکي ته وار له واره د مقالې یا لیکنې داخلي محور روښانه کوي او په اصل کې لوستونکي ته د ټولې لیکنې د بنسټیزو موخو د لوستلو نچوړ په لاس ورکوي.
د سریزې لیکلو او بیانولو اصلي موخه دا ده، چې په هغې کې دې پوښتنې ته ځواب ورکړل شي، چې؛ ((دا څېړنه ولې ترسره شوې ده؟)) د مقاله لیکنې پوهان لیکوونکو ته دا وړاندیز او سپارښتنه کوي، چې د مقاله لیکنې پر مهال، د لیکنې نیم وخت د سریزې لیکلو او د لیکنې پایلې ته ورکړل شي.

د سریزې لیکنې منځپانګه او کلي جوړښت په لاندې ټکو را څرخي:
۱ – د موضوع د ارزښت او اهمیت په اړه نظر څرګندونه.
۲ – په لنډیز سره د لیکل شوي علمي متن په اړه توضیحات.
۳ – د ترسره کړې څېړنې منطقي بیان.
۴ – د ترسره شوې څېړنیزې لیکنې د مطالعې د موخو بیانول.
د سریزې لیکنې د بنسټونو اصلي پيغام دا په ډاګه کوي، چې دا څېړنه ولې ترسره شوې ده؟ څېړونکي ته ددې موضوع د لیکلو انګېزه څه وه؟ ددې پوښتنو د ځواب لیکلو تر څنګ دا هم اړینه ده، چې په سریزه کې په ښکاره توګه د مقالې مطلب روښانه شي او بل دا چې په سریزه کې د مقالې د مطالعې او لوستلو اړینې برخې ښکاره او جوتې شي، چې دا د سریزې لیکلو مهمې برخې شمېرل کېږي.

د سریزې لیکنې لومړۍ کرښه:
په سریزه لیکنه کې د سریزې لیکنې لومړۍ کرښه د پام وړ او په زړه پورې برخه ګڼل کېږي، چې په هغې کې په زړه را ښکونکي ډول د لوستونکي لپاره د موضوع بیانولو د ارزښت انګېزه را منځته کېږي. د سریزې په لومړۍ کرښه یا جمله کې ډېری د مطالعې د پام وړ اصلي موضوع ته اشاره کېږي او د سریزې په وروستیو کرښو (پراګرافونو) کې د څېړنیزې لیکنې متونو ته بیا کتنه او د موخې یادونه کېږي.

په سریزه کې د مطالبو د روښانولو تګلاره (روش):
په عمومي توګه په سریزه کې د مطلب د روښانولو تګلاره داده، چې د عامو مسایلو پر ځای خاص ټکو ته ځای ورکول کېږي؛ په بل عبارت داسې ویلی شو، چې: لیکوال یا څېړونکی په سریزه کې لیکنی مطلب یا موضوع له کلي جنبو را پيلوي او ورو ورو یې د اختصاصي برخو په شنلو رڼا اچوي؛ تر څو هر هغه څه چې ددې څېړنیزې لیکنې په لیکلو او ترسره کولو کې ترې کار اخیستل شوی دی روښانه کړي.

د یوې غوره سریزې د لیکلو هنر او تکنیک:
د لیکوال یا څېړونکي لپاره د سریزې لیکلو لومړی هنر او تکنیک دا دی، چې په سریزه کې د لیکنې د فرضیې چمتووالی په ډاګه کړي. لیکوال ته ښايي چې په دې اړوند د پخوا ترسره شوو څېړنو او مطالعو سره خپلې څېړنې ته په ښه توګه سکښت ورکړي او غوره والی یې روښانه کړي؛ دې ټکي ته نه پاملرنه د سریزې لیکلو له سترې ستونزې څخه ګڼل کېږي.

مقاله لیکنه، سریزه، مراجع یا منابع:
په هره څېړنیزه لیکنه کې باید دې ټکي ته پاملرنه وشي، چې نه په خورا پيمانه د کتابونو له مطالبو د مرجع او منبع په توګه کار واخیستل شي، چې د مقالې یا لیکنې فورم په کلي توګه عامیانه حالت ومومي او استدلال ته پکې ځای پاتې نه شي او نه دې دومره ځانګړې او اختصاصي ولیکل شي، چې د ډېرو لوستونکو د ابهام وړ وګرځي.

د سریزې وروستی کرښه (پراګراف):
د سریزې د وروستۍ کرښې مهمه ځانګړنه داده، چې په هغې کې د ټولې لیکنې د موخې اطلاع ترلاسه کېږي. همدا راز دا برخه ددې لپاره هم په کار وړل کېږي، چې که په دې اړه نور نوي تاکتیکونه یا مېتودولوژۍ شتون ولري یادونه دې یې کېږي. د پراګراف په وروستۍ جمله کې لیکوال کولای شي، چې په لنډيز سره د د معلوماتو د ترلاسه کولو او ترسره کولو د تګلارې په اړه هم یادونه وشي؛ خو غوره ده، چې دې خبرو ته د موادو او تګلارو (روشونو) په برخه کې ځای ورکړل شي.

سریزه باید کله او څه وخت ولیکل شي؟:
د یوې مقالې د لیکلو د ترتیب منطقي چوکاټ دا دی، چې لومړی د راټولو کړو موادو او شواهدو پر بنسټ د تګلارې په پام کې نیولو سره اصلي موضوع لیکل کېږي، ورپسې د لیکنې پایله او تر ټولو وروسته سریزه او په سریزه کې د مقالې اړوند بحث ته ځای ورکول کېږي.

په دې سربېره ځینې پوهان په دې نظر دي، چې سریزه باید د مقالې له ټولو برخو د مخه ولیکل شي او ځینې بیا په دې نظر دي چې کله لیکنه بشپړه شي؛ نو باید سریزه ولیکل شي؛ خو بیا هم په هره بڼه چې وي د لیکوال پاملرنه او ځیرکتیا په کې ډېره اړینه ده. د سریزې لیکلو د لارو چارو په دې برخه کې د سریزې لیکنې ستونزې د یادولو وړ دي، چې په لاندې توګه به بحث پرې وشي.

په سریزه لیکنه کې ځينې ستونزې او خنډونه:
– په سریزه کې د څېړنیزې مقالې د موخې نه بیانول؛ چې دا کار لوستونکی له ستونزو سره مخ کوي.
– په سریزه کې اړوندو مراجعو او منابعو ته اشاره نه کول؛ چې دا کار د څېړنیزې لیکنې یا مقالې اعتبار او باور زیان پېښوي.
– په سریزه کې د هغو څېړنو شرح ورکول، چې له دې (ستاسو) له لیکنې سره لږه یا لیرې اړیکه لري او د لوستونکي د ذهني ستړیا لامل ګرځي.
– په سریزه کې د څېړنې د کلي تیوریک جوړښت نه توضیح کول؛ چې دا کار مخاطب د مقالې د ټولو برخو له لوستلو پرته له کوم نظر لیرې ساتي.

د یوې غوره سریزې د اوږدوالي او لنډوالي مسئله:
د سریزې اوږدوالی اکثرآ دوه پاڼې یا د ټولې مقالې ۶/۱ برخه باید په پام کې ونیول شي.

د سریزې لیکنې د لارو چارو د پایلې په توګه لاندې ټکي د یادونې وړ دي:
۱ – هېڅکله هم په سریزه کې د څېړنیزې لیکنې نتایجو او لاسته راوړنو ته اشاره مه کوئ.

۲ – د امکان تر بریده په سریزه کې له ښکاره او څرګندو افعالو کار واخلئ؛ لکه: د « ما – او- زه» ضمایر هغه کلمې دي، چې ډېری کره کتونکي یې په لیکنو کې نه خوښوي؛ نو هڅه دې وشي، چې په لیکنه کې د شخص د لومړي ضمیر له کارولو ډډه وشي.

۳ – د لیکلو پر مهال؛ کله چې د یوې منل شوې او اثبات ته رسېدلې موضوع په اړه خبرې کوئ؛ له اوسنۍ (حال ساده) زمانې څخه کار واخلئ او کله چې پخوانیو څېړنو ته اشاره کوئ؛ نو له تېرې زمانې څخه کار واخلئ او کله مو چې غوښتل یو بل چا د لیکنې عبارت کټ مټ را نقل کړئ، هغه د ګیومو ( « ») په منځ کې ولیکئ.

۴ – د امکان تر بریده، په سریزه او هره بله لیکنه کې د نادرو مخففاتو او نامانوسو کلمو له راوړلو څخه ډډه وکړئ؛ بې معنا اختصاري علایمو یا ناروغیو، دارو درملو، راپورونو او یا مکانونو ته پرته له اړتیا په لیکنه کې اشاره کول، چې مخاطب پرې نه پوهېږي، د مقالې یا لیکنې له لوستلو یې په چټکتیا او اسانۍ ره منصرف کوي.

۵ – په سریزه کې په تکراري ډول د ډېرو مهمو او کلیدي کلمو له راوړلو څخه ډډه وکړئ؛ ځکه چې د سریزې ښکلا ته زیان اړوي.

۶ – تر پایه د مقالې یا څېړنیزې لیکنې سرلیک او څېړنیزې ستونزې ته پاملرنه وکړئ او د مقالې لیکلو په اړودوړ کې دې اړین ټکي ته هڅاند اوسئ.

۷ – لیکنه باید مخاطب ته ځانګړې وي؛ نه ځان (لیکوال) ته. ځینې لیکوال او مولفان ډېری وخت داسې کوي، چې یو څه ولیکي او مخاطبان یې هم خاص تجربه او پاملرنه نه لري، دوی خپله لیکنه د یوه تفکر له مخې پيلوي او فکر کوي، چې لوستونکی به د شخصي پوهې او ذکاوت له مخې پرې پوه شي، د لیکنې مهم ټکي به ترلاسه او نیوکه به هم و نه کړي. وروستۍ خبره دا ده، چې د سریزې لیکلو د وړتیا ترلاسه کولو لپاره ډېره لیکنه وکړئ او د ماهرو لیکوالو له لیکنو ګټه واخلئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.