غزل

عابدلویال

581
کافر هنر باندې لمبه سوکه سوکه لګوي
یو څو ښکلي مي د زړه پرسر قبضه لګوي
په تصور کې یې ترستوري ښایسته کړي راته
عجبه زړه دی او عجبه اندازه لګوي
د حسن ښارکې خو ډالري هیڅ قیمت نه لري
د لته پۍ مخي دخپل حسن سرمایه لګوي
چا چې جوړکړی زموږ ترمینځ دنفرتونو دېوال
هغوی اوس خپله دې دېوال کې دروازه لګوي
اوس خو یې کړي ژمني هسي ژمني پاته شولې
د ملت مشر به اوس مخ ته څه نعره لګوي
سپوږمۍ! رڼا یې راوړه دجانان دکور کوڅې ته
عابد د لمر غوندې څېرې ته هم ډېوه لګوي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.