(شولې(فلکلور

لېمه ودان

485

شولې (فولکلور)

د‌ ګرمۍ له زوره څارویو هم سيورو ته پناه وړې وه. سړی له کوټې راووت، په انګړ کې یې شاوخوا وکتل. له ځانه سره یې وویل:

– همدا یې ښه وخت دی، ټول ويده دي.

د کلا لرګينه دروازه یې خلاصه کړه، ووت. سترګې یې شاوخوا واړولې، لکه څوک یې چې څاري، غلی غلی د ویالې خواته لاړ. څو شېبې همداسې ولاړ و، څوک نه ښکارېدل. اوبو ته ورښکته شو، پښې یې یخې شوې. څار یې وکړ، بیا یې په اوبو کې لاس غوټه کړ، د کوچني پله لاندې بوجۍ وه، راوایې ‌خیسته. له ویالې راپورته شو، چې یو دم د بام له سره د اوبو ډک سطل پرې راتش شو. له شاوخوا نجونې او هلکان لکه مرغان پرې راوورېدل. د چا په لاس کې کاسه، د چا سطل، د چا نور لوښي، له اوبو ډکېدل او د ده خواته ورشیندل کېدل. ده د ځان خلاصولو تمه نه درلوده، چیغې یې هلې:

– مه کوئ!!! او نجلۍ مه کوه!!! په خبره نه پوهېږې؟؟؟ مه راشنئ!!!

له سره تر پښو اوبه ترې وڅڅېدې. بوجۍ یې پر ځمکه کېښوده، سر یې د نه په دود وخوځاوه، ویې ویل:

– ریښتیا یې ویلي چې د شولو کرل اسانه کار نه دی ګنې منجو به هم کرلې.

توضیح:

د شولو له کرلو وړاندې تخم د څو ورځو لپاره په اوبو کې اېښودل کېږي. د وردګو ولایت په ځینو سیمو کې دود و، کوم کس به چې د شولو کرلو تخم له اوبو رااخیسته،باید‌ لوند خیشت شوی وای. ده به ډېر پام کاوه چې څوک پرې خبر نه‌شي؛ خو د‌ کلي نجونې او هلکان به هم غلي نه وو ناست. په پټه به یې څار کاوه، چې کس ترې ونه تښتي. کله کله به داسې هم پېښیده چې کوم يو ځيرک به ځان له لندولو خلاص کړ؛ خو له ډېرو به اوبه وڅڅېدې. یو پخوانی باور و چې که دا کس لوند نه شي؛ نو شولې شډلې کېږي او ښه حاصل به ور نه کړي. هغه لنډۍ ده چې وایي:

سږنی کال د واده نه دی

شولې شډلې، غنم باد وهلي دينه

د شولو هم عجیب کار دی، تخم یې په اوبو کې اېښودل کېږي، له اوبو ډک پټي کې کرل کېږي، په اوبو کې شنې کېږي، د شولو پټی باید تل له اوبو ډک وي، او کله چې وريژې شي بیا یې پخوو هم په اوبو کې.

پښتني فرهنګ رنګين دی، ښایي تاسو هم پخپله سیمه کې داسې یا دې ته ورته دودونه ولرئ، چې څه یې له یادونو وتلي څه په وتلو کې دي، راځئ چې په قلم يی د کتابونو په ماڼیو کې راتم کړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.