کرېکټ بورډ له سريلانکا سره د لوبو لپاره د ملي لوبډلې د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ

395

کرېکټ بورډ له سريلانکا سره د لوبو لپاره د ملي لوبډلې د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ

د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې له سريلانکا لوبډلې سره د درېوو يو ورځنيو سياليو لپاره د ملي لوبډلې د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

د کرېکټ بورډ د اعلان له مخې، د يادې لوبډلې لوبډلمشري به حشمت الله شاهدي کوي او ترڅنګ يې محمد نبي، رحمن الله ګربز، نجيب الله ځدراڼ، ابراهيم ځدراڼ، رياض حسن، عضمت عمرزی، ګلبدين نايب، رحمت شاه، اکرام علي خېل، راشد خان، مجيب الرحمن، فضل الحق فاروقي، فريد ملک، يمين احمدزی او شاهد کمال ته لوبډله کې د لوبېدو چانس ورکړل شوی دی.

همداراز ضيا الرحمن اکبر هم د سريلانکا پر وړاندې د لوبو لپاره لوبډله کې اخيستل شوی دی.

دغه سيالي به د روانې ميلادي مياشتې په ۲۵, ۲۷ او ۳۰ نېټه په سريلانکا کې ترسره شي.

دغه لوبې د نړيوال جام سوپر ليګ سيالۍ دي چې هره لوبه يې لس امتيازه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.