نظم

قیس هاشمی

1,141

تاوی ژوند څنګه تیرېږي؟
ماوی ژوند خو چې رښتیا شي
کله شپه کله رڼا شي
کله، کله په خنداشي
کله،کله په ژړا شي
کله مست شي په ګډا شي.
کله سوړ شي بې معنا شي
کله شاه کله ګدا شي
کله مات شي کله څو ځلې پاچاه شي
تاوی ژوند څنګه تیرېږي؟
ماوی ژوند خو چې رښتیا شي
کله ښه وي کله نه وي
کله ویښ کله وده وي
کله زړه کله نازړه وي
میسج راغی دابه څه وي؟
ګوندې سور سټېکر د♥ وي
یا هغې غوشتې رانجه وي
یایې بیا بنګړي واړه وي
ژوند چې دغسې وي ښه وي
تاوی ژوند څنګه تیرېږي؟
ماوی ژوند خو چې رښتیا شي
کله غم کله شادي شي
کله، کله پابندي شي
کله،کله ازادي شي
کله چیغې د نیستې شي
اله ورکه دې بدې شي
بدې لویه تباهي شي
د انسان بې عزتي شي
بې ننګي بې غیرتي شي
تاوی ژوند څنګه تیرېږي؟
ماوی ژوند خو چې رښتیا شي
چې په کلي کې کوژدې شي
چې ټکان د توفانچې شي
بس اعلان د جنازې شي
بیا نوبت د زلزلې شي
هیر مو مړې د جګړې شي
ورپسې میاشت د روژې شي
اختر قیسه رانږدی شي
تاوی ژوند څنګه تیرېږي؟
ماوی ژوند خو چې رښتیا شي
نامعلومه خوا روان دی
چې په کومه خوا روان دی؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.