طالبانو په لوګر او لغمان کې ۱۴ نارينه او ښځې په دُرو وهلي

774
7 ساعتونه مخکې

په لوګر او لغمان ولایتونو کې د طالبانو محکمو ۱۴ ښځې او نارينه د «نامشروع اړيکو» او «غلا» په تور په عام محضر کې په درو وهلي دي. د بشري حقونو مدافعین د طالبانو دغه عمل یو جنایت او د صحرایي محکمې یوه بېلګه بولي.

لیدل کیږي چې طالبانو بې له ځنډه د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د دغې ډلې د مشر ملا هيبت الله د تازه فرمان عملي کول پيل کړي دي.

د لوګر ولایت سیمه ایزو چارواکو خبر ورکړی دی چې نن د چهار شنبې په ورځ طالبانو د استیناف محکمې په حکم په دغه ولایت کې ۳ ښځي او ۹ نارينه چې د «نامشروع عمل» او «غلا» په تور بندیان ول د قومي مشرانو، سیمه ایزو خلکو او چارواکو په موجودیت کې په دُرو وهلي دي.

په لوګر ولایت کې د طالبانو د والي ویاند وایي چې دا حکم د دغه ولایت په ورزشي ډګر کې تطبیق شوی دی. نوموړی زیاتوي چې تر ټولو لوړ مجازات یي ۳۹ دُرې او تر ټولو ټيټه سزا یي ۱۲ دُرې وې چې دغه کسان پرې وهل شوي دي. رسنیو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې دغه پيښه راپور کړي.

سربیره پر دې د طالبانو سترې محکمې نن د چهارشنبې په ورځ په لغمان ولایت کې پر یوې ښځې او یوه سړي د «جزایي تعزیراتو» د عملي کیدلو خبر ورکړی دی.

د طالبانو د دغه بنسټ په یوه اعلامیه کې راغلي دي چې د طالبانو د محکمې په حکم سره په دې ولایت کې یوه ښځه او یو سړی د «نامشروع عمل» په تور په دُرو وهل شوي.

تیره اونۍ هم د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ چې په تخار ولایت کې پر ۱۹ نارینه او ښځو شرعي حدود عملي شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې «په تخار ولایت کې دغه ۱۹ تنه چې ۱۰ یي نارينه او ۹ یي ښځې وې د غلا، زنا او له کوره د تيښتې په تور بندیان ول. د دوسیو تر څیړل کیدو وروسته یي هر یو له دوی څخه په ۳۹ درو محکوم شول.»

د دې خبر پاڼې پر بنسټ دغه کسان د تیرې جمعې په ورځ د جمعې تر لمانځه وروسته د تالقان ښار په جومات کې د قومي مشرانو، عالمانو او سیمه ایزو اوسیدونکو په موجودیت کې په درو ووهل شول.

د طالبانو رهبر ملا هيبت الله تیره اونۍ د دغې ډلې له قاضیانو سره په یوه ناسته کې د شرعي حدودو او قصاص د عملي کولو امر صادر کړ.

تر دې فرمان وروسته د طالبانو محکمې د حکم پر اساس په بامیان ولایت کې دوې نجونې او دوه هلکان د خلکو په عام محضر کې په درو ووهل.

داسې معلومیږي چې طالبان پر افغانستان د خپلې لومړنۍ واکمنۍ تګلاره عملي کوي. طالبانو له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱م کاله پورې د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر مهال شرعي حدود او قصاص تطبیقول.

دوی په هغه وخت کې څو واري ښځې د خلکو په عام محضر کې سنګسار کړلې او یا یي په ډزو وویشتلې. همدارنګه په یو شمیر مواردو کې يي د غلا په جرم د تورنو کسانو لاسونه پرې کړل.

په افغانستان کې د طالبانو یو وار بیا واک ته تر رسیدو وروسته د ښځو په درو وهل کیدو، د تورنو کسانو د مخونو تورولو او د انسانانو د وژنې او د خلکو په عام محضر کې یي د اجسادو د زړول کیدو خبرونه خپاره شول.

د بشري حقونو کارپوهان دا ډول مجازات د بشري حقونو او انساني کرامت خلاف بولي. دوی په دې باور دي چې اوس په افغانستان کې مشروع قضایي سیستم او محکمې شتون نه لري او هغه څه چې طالبان یي ترسره کوي د جنایت او صحرایي محکمې بېلګه ده.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.