شاعر او عالم

ګل پاچا الفت

466

دوه څيزونه دي , چې يوه ته شعر او بل ته حکمت يا علم وايي • يو په عقلي استدلال او منطقي قياس د حق او حقيقت اثبات کوي , بل په تخيلي دلاېلو او سحري کيف سړی حقيقت ته رسوي • شعر د عشق او مينې رڼا په زړونو کې پيدا کوي او علم و حکمت د عقل په نور ذهنونه روښانه کوي • دا دوه څيزونه که څه هم د خپل تعريف په لحاظ سره بېل او جلا دي • مګر لکه اوبه او هوا کله کله يو په بل باندې بدلېږي او دواړه زموږ د حيات لپاره ضرور دي •
نو کېدای شي , چې شعر حکمت او حکمت شعر شي • لکه چې زموږ اسماني کتاب هم ځينو اشعارو په حکمت سره تعبير کړي او په همدغه سبب زموږ ډېر مشاهير هم د شعرا په تذکره کې راغلي او هم د علم او عرفان بېرغ جګوونکي دي , نو هغه څه چې د شاعر له خولې اورېدل کېږي , هغه هم حق او حکمت وي , مګر د زړه له سوز سره چې علامه اقبال وايي •
حق اګر سوزی ندارد حکمت است
شعر ميګردد چو سوز از دل ګرفت
نو دا بايد ومنو , چې شعر او حکمت کله کله د سپوږمۍ او سحر رڼا , چې په يوه افق کې جمع کېږي , دا دواړه هم په يوه ذهن او دماغ کې يو ځای کېږي , چې يو بيان هم شعر او هم حکمت ګڼل کېږي او يو سړی هم شاعر او هم عالم يا حکيم کېدای شي , مګر له دې خبرې هم بايد سترګې پټې نه کړو , چې شعري تعبير او علمي تعبير ډېر فرق سره لري • علمي تعبير له هرې خوا په حق او حقيقت احاطه کړې وي او دقيق نکات هم ورځنې نه وي پاتې , مګر شعري تعبير او قافيې په محدوده داېره کې حقيقت ته يو اشارت کړی وي , خو دا اشارت لکه د معشوقو سترګک دومره پر کيف او جذاب وي , چې له يوه علمي کنفرانس څخه ژور او بادوامه تاثير لري •
علم او حکمت د حقيقت له مخه ټول لباسونه لرې کوي او پخپله تشريح او تجزيه د يوې موضوع عروق او شراءين او ټول فقرات ښکاره کوي , مګر شعر يې پس له تزءين او اراېش څخه په يوه ښه لباس کې نيم پټ او نيم لوڅ ظاهر وي , چې هر څوک ورباندې زړه باېلي • تعبير هم لکه شعري تعبير داسې وي , چې په يوه فلسفي او علمي تحقيق نه وي بنا , بلکې کله کله په علمي لحاظ غلط هم بلل کېږي •
څه موده د مخه ما په مصري مجلاتو کې يوه جمله د اقتراح په ډول وليده , چې دښو ښو ليکوالو توجه يې ځانته جلب کړې وه او سره له دې , چې هره يوه په علمي لحاظ غلطه ګڼلې وه , ښه څه يې پکې ليکلي و • جمله دا وه :
علم څه کوي او موږ کومې خوا ته بيايي , د سعادت لور ته او که د هلاکت لور ته ? په دې عبارت کې علم لکه يو قايد داسې ښودل شوی , چې موږ يې خوځولي يو او چېرته مو بيايي او دا څرګنده ده , چې علم دا اقتدار نه لري , بلکې د يوه موټر يا بېړۍ مثال لري , چې موږ ورباندې خپل ځان يو ځای ته رسوو , مګر دا جمله سره له دغه علمي نقصانه پخپله ادبي جاذبه ليکوال مجبوروي , چې په دغه موضوع کې څه وليکي او هر سړی دې خبرې ته ملتفت کړي , چې نن ددنيا متمدن او علم لرونکي قومونه له خپل علم او تخنيکي معلوماتو څخه د خپل استهلاک او بربادۍ په لاره کې کار واخلي •
نو ويلای شو , چې اکثره شعري او ادبي تعبيرونه همدغه شان جاذبيت لري او يوې مهمې موضوع ته د خلکو مخه راګرځوي , مګر علمي تدقيق پکې نه وي شوی •
هر کله چې موږ تر يوې اندازې د شعر او حکمت يا علم په ټکو لږه رڼا وغورځوله او دا خبره مو هم لږه څرګنده کړه , چې شعر او حکمت څومره بېلوالی او څومره نږدېوالی لري , نو اوس راځو د هغې ورځې بحث ته چې د څو کسو پوهانو په مجلس کې د شاعر اوعالم په شاوخوا کېده • په هغه ورځ يو عالم , چې شعري برخه يې هېڅ نه درلوده , شاعر ته په همدومره اهميت قايلېده , چې د لږ ساعت لپاره يو مجلس تودولی شي , چې څو کسه يې خواته يوه شېبه راټول شي او بس •
ده ويل , چې شاعر يو بې ثباته شخص دی , چې په يوه اساس باندې نه وي روان او هر ساعت يې فکر او حال بدلېږي , مګر عالم لکه يو غر په هر وخت او هر حال کې ثبات او استقامت لري او د يوه فکر خاوند وي •
لنډه يې دا , چې ده عالم ته دا حق ورکاوه , چې د يوه قوم مقتدا شي او د سعادت لور ته يې بوځي , مګر شاعر ته په دغه مقام نه و قاېل • له ده څخه که څه هم چا پوښتنه ونه کړه , چې دی څه دلاېل لري , مګر ښايي چې دده دليل به همدا و , چې د شعر اساس تخيل دی او هغه يو اساسی شی نه دی , هر ساعت بدلېږي او بېل رنګ پيداکوي او د علم اساس هغه يقيني مقدمات او دلاېل دي , چې عقل يې تزکيه او تصديق کوي او هره شيبه نه بدلېږي • دده دغه وينا د مجلس اکثرو خلکو په ” ښه وايي او حق وايي” باندې بدرګه کړه , مګر زموږ د مجلس يوه ښاغلي ملګري له شعر او شاعر څخه تر يوه حده مدافعه وکړه او يوه بل مشر سړي د فيصلې په ډول وويل , چې شعر يو قالب دی ښه او بد , صحيح او غلط هر څه پکې اچول کېږي , نو ښه يې ښه او بد يې بد دي , مګر هغه چا چې شعر او شاعر ته يې په کمه سترګه کتل , هغه وويل :
هو! شعر يو نيمګړی قالب دی , چې حقيقت پکې پوره نه راوړل کېږي • ددې خبرې ځواب خو موږ مخکې ورکړ , چې شعر يو حقيقت پوره نه شي راوړلی , مګر داسې جذاب اشارت ورته کوي , چې تاثير يې له عام بيان او تعبير څخه ډېر زيات او بادوامه وي , نو اوس به راشو دې خبرې ته , چې ايا دغه فيصله موږ منلای شو که نه ?
له دې فيصلې څخه خو معلومېږي , چې شعر د يوه ظرف حيثيت لري , چې دارو او زهر دواړه پکې اچول کېږي او پخپله هېڅ شی نه دی • که د فيصله کوونکي غرض همدغه وي , موږ هېڅکله دانشو منلای , چې شعر لکه يو لوښی وګڼو او نور اهميت ورنه کړو , ځکه چې شعر پخپله دوا ده , چې دوايي خاصيت او تاثير پکې حلول کړی او يو له بله هيولي او صورت نسبت لري او که کله کله له شعر څخه يو ضرر وليدل شي , نو دا راز مخالف تاثير په هره دوا کې کله کله د ځينو موجباتو له امله ليدل کېږي او علم هم ځينې وختونه د فکري او اجتهادي سهوو له امله ضرر رسوي ,نو موږ په دې ځای کې هم فيصله کوونکی خپلې فيصلې ته ملتفت کوو او هم هغه چاته , چې شعر او شاعر ته په ښه سترګه نه ګوري , وايو چې که دی ټول شاعران په نظر کې ونيسي او يو شاعر د تمامو شاعرانو نمونه ونه ګڼي , دی به د فيلسوفانو او متصوفينو د عالمانو او حکيمانو په ډله کې ښه ښه شاعران پيدا کړي او دا به ورته معلومه شي , چې شاعر هرومرو دغسې بې ثبات او بې استقامته نه وي لکه ده , چې تصور کړی دی • شاعر هم لکه يو ډېر لوی سړی يو داسې استقامت لري , چې نه يې د زمانې بهار له چتې اوباسي او نه يې خزان سر راټيټولی شي • لکه رحمان بابا چې وايي :
لکه ونه مستقيم پخپل مکان يم
که خزان راباندې راشي که بهار
په شاعرانو کې هم لوی لوی خلک او لکه خوشحال خان خټک د ټينګ عزم خاوندان پيدا کېږي , چې نه ددښمنانو لښکرې او نه د حاسدانو خبرې دده په قوي او غټ زړه کې څه وېره او حرکت پيدا کولای شي • لکه پخپله چې وايي :
دعالم ډيرې خبرې ددنيا تورې لښکرې
زړه مې نه ښوري له ځايه غر خو هسې وي که نه
که شاعران يواځې د تخيل خاوندان وای او نورو اساسي افکارو يې په ذهن کې ځای نه نيولای , هيڅکله به لکه اقبال د يوه نصب العين او مستقيم فکر خاوند سړی په شاعرانو کې نه پيدا کېده او لکه حکيم سنايي , عطار , سعدي او رومي غوندې اشخاص به د شاعرانو په ټولګي کې نه ښکاره کېدل او نه به لکه بوعلي د ژورو افکارو خاوند د شعر ويلو اقتدار درلود • شاعر هم انسان دی او انسان ته خدای هر راز استعداد ورکړی , که شاعر يه نورو خلکو څخه زياته برخه نه وي اخيستې , نو نيمګړی خو به نه وي پاتې شوی •

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.