افغان حکومت: د ا.ا او نړۍوالې ټولنې تر منځ واټن باید کم شي

1,085

ا.ا یوځل بیا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړي چې د سرپرست حکومت پر چارواکو د سفر بندیزونه لرې کړي. د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، د انزوا پالیسي به کار ورنه کړي او د ا.ا او نړۍوالې ټولنې تر منځ واټن باید کم شي. دا په داسې حال کې ده چې له څه باندې درېیو میاشتو راهیسې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د ا.ا د ځینو چارواکو د سفر معافیت نه دی تمدید شوی. د چارو شنوونکي وايي، د ا.ا له لوري د نړۍوالو د غوښتنو نه منل کېدل د سرپرست حکومت د چارواکو د سفر د معافیت د نه تمدیدېدو اصلي لامل دی. د اقتصاد وزارت مرستیال بیا د ا.ا د ځینو چارواکو د سفر د معافیت نه غځېدل د هېواد په زیان ګڼي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.