حفیظ همیم جلالزی یو نقاش شاعر

لیکوال: رفیق خاورین

1,445
د همیم د کتاب “ما وې لرې رانه مه ځه” د وروستۍ برخې شعرونه د همدې شاعري د سبک د شهکارو کرښو غوندې د ټول کتاب خواږه او ترخه، رنګونه او تصویرونه په ځان کې منعکس کوي. که دده ټول کتاب ته د یوه فلم په سترګه وګورو، وروستي شعرونه یې د فلم د وروستیو شیبو غوندې له داسې خوندونو، دردونو، پایلو، نتیجه‌ګیریو او کیفیاتو نه ډک دي چې ټول فلم ته معنا او مفهوم وربښي او په همدې اساس د ټول فلم د جذابیت په اړه د قضاوت فرصت په ګوتو راکوي.
تیره شپه، د همیم ددې کتاب د وروستیو نظمونو په لوستلو مې داسې احساس کاوه چې له کلونو وروسته هغه اوبه څښم چې ما یې د موندلو یو وخت آرمان کاوه، د هر نوي شاعر کتاب او شعر به مې لوست په دې امید چې ګوندې دا په زړه کې مې د “ښه شعر” تر عنوان لاندې راپیدا تنده ووژني، حتی خپله هم نه پوهیدم چې دا د “ښه شعر” په نوم چې څه لټوم، کوم خصوصیات او ځانګړنې لري. حتی په خپله شاعري مې هم زړه نه خوږیده او دا تنده مې نه ماتیده.
 خو بلاخره همیم دا اوبه راپیرزو کړې، د هر نظم هره قطعه د غړپ غوندې راباندې لګیدله.
دا تاثیر شاید فرد ته منحصر او یوازې په ما پورې رامحدود وي، ځکه تر کومه ځایه چې ما ولیدل زما هم د شاعري سبک د همیم د شاعري سره سر خوري.
نه پوهیږم چې د شاعري دا سبک یا حتی کولی شو چې مکتب یې وګڼو، څه باید ونومول شي، خو هغه یوه بارزه او روښانه ځانګړنه چې د شاعري دا مکتب د معاصرو او کلاسیکو د شعري مکاتبو نه متمایز کوي د هغه مډیرنه(Modern) او د نوي عصر سره همخوانه او تر ډیره حده د هغه په بستر کې راغوړیدلې شاعري ده.
ماته د همیم شاعري تر ډیره د نقاشي او رسامي غوندې ښکاره شوه، یوه داسې نقاشي چې د نوي عصر او روزګار د فردیت او تنهایي، مادیت او سرګردانۍ په قفسونو کې د را ایسار انسان د ژوند ماهیت او روایت نندارې ته پکې وړاندې شوی، داسې یوه رسامي چې په هغه کې د نوې زمانې د نازک مزاجه مینې په تیټو او جګو کې د نن سبا ظریف طبیعته انسان د سمندر غاړې ته پناه راوړي او د هغه څپو په شور کې پناه اخلي. داسې یوه رسامي چې په هغه کې د نوي عصر د شاعر احساسات او جذبات رنګ‌پاشي شوي.
زه او ته که معاصر نه وای نو ښایي
زه چې ځانته ګورم، بویه چې رسام وای
ګرځیدم به په رنګونو کې تا پسې
بې دلیله به همداسې نا ارام وای
که څه هم د کتاب په مقدمه کې همیم یو ځای کې دا ارمان کړی چې کاش نوموړی د شاعر پرځای نقاش وای تر څو د لفظونو قیلت او کمښت د صحنو او د ژوند د شیبو په روایت کې نوموړی ستونزو سره نه وای مخامخ کړی. شاید همدا ارمان به وي چې دای یې په یوه شاعرانه نقاش بدل کړی. زه فکر کوم همیم ددې تر څنګ چې یو شاعر دی یو فوق‌العاده نقاش هم دی فرق به یې نورو نقاشانو سره دا دی چې نور نقاشان یوازې له رنګونه کار اخلي په داسې حال کې چې همیم د سپینو پاڼو په مخ د رنګونو پرځای توري او الفاظ پاشي او دا ډول یې سازوي چې ته به وایې هره مصره یوه ځانته نقاشي او رسامي ده، هر بیت یوه بیله تابلو ده او د نظم هره قطعه یوه جدا صحنه.
البته، د همیم د شاعري یوه برجسته او بارزه ځانګړنه هم د نقاشي او رسامي سره شباهت دی خو داسط رسامي چې د کاغذ پر ځای د انسان په تخیل کې رنګ پردازي کوي او د هر لوستونکي مخیله لکه خالي تابلو، د تورو په تنو کې د پټو رنګونو په ورشیندلو، ‌رنګوي.
همیم د نوي عصر ماهیت ډیر ښه درک کړی او هغه ته یې خپله شاعری لکه چمکداره هنداره مخې ته ایښې ده. دای خپلې جامعې نه زیات د ټولې نړۍ به سر د حاکم عصر او حالاتو ترجماني کړې کوي او وایي.
یوویشتم قرن یوازې یو حساب دی
نور خو هغه د ډبرو زمانه ده
د انسان وحشت هماغسې په زور کې
محبت لږ اسطوره لږ افسانه ده
مجبوریت د غلامۍ معاصر نوم دی
ضرورت لکه سا ګرځي رابطو کې
احساسات دي که جذبات دي او که مینه
په روپیو تمثیلیږي په فلمو کې
نن سبا که څوک د سوچه مینې کیسه کوي نو د معاصر انسان په ذهن کې د لیلا او مجنون غوندې اسطورې خطور کوي ځکه په معاصره نړۍ کې مینه نوره پرته له تمثیله چې هغه هم په فلمونو کې د پیسو په زور ننداري ته وړاندې کیږي، نور څه نه ده.
هګل به ویل چې جهان جبراً د عقلانیت په لور رهي دی او هره څومره چې معاصر کیږو همدومره عقلاني کیږو. عقل سپین سترګي ده، مینېو عواطفو او حذباتو ته دومره ارزښت نه ورکوي او همدا ده چې د نن عقلاني انسان د عقل په تقاضا همیشه له خپلو عواطفو او حذباتو مخ اړوي او د خپلو مادي ګټو لپاره د عقل په حکم ټول احساساتي ژوند تر پښو لاندې کوي. د احساساتو سره داسې عقلاني چلند د نوي عصر زړه دردونکی واقعیت دی چې د معاصر انسان ژوند یې له هره اړخه بدل کړی.
معاصرو مجبوریتونو او ضرورتونو ته غاړه ایښودل د عقل غوښتنه ده نو همدا ده چې عقلاني انسان تر ډیره د یوه داسې غلام سره شباهت لري چې شپه او ورځ یې د ورځنیو اړتیاوو په رفع کې تیریږي او مصروفیت لکه د معاصر انسان د ژوند په دوهم نوم بدلیږي.
ددې مصروف ژوند د تند بهیر تصویر‌کشي کول د همیم لوی هنر او دده د شاعري یوه متمایزه ځانګړنه ده.
ژوند مصروف دی مګر دومره خو هم نه دی
چې ځواب د سلام نشې راکولی
د دنیا په دومره ډیرو امکاناتو
میاشتې پس یو پیغام نشې راکولی
دده شعر د سمندر د غاړې له رومانتیکو روایاتو ډک دي، ددغه عصر مکانیکي او یونواخته ژوند د سهار وختي پاڅیدلو نه بیا تر بیا ویده کیدلو پورې له خوږو، ترخو، خسته‌کنو، جذابوو زړه راښکونو او زړه دردونکو خو تر ډیره بریده د بیا بیا تکراریدونکو واقعاتو له تحسین او تقبیح نه مالامال دي.
.
دا نظم په عموم ډول او دا پورته برخه یې په خاص ډول د معاصر ژوند ماهیت ته اشاره کوي، د معاصر ژوند دې ترخه واقعیت ته چې دنیا له امکاناتو ډکه وي خو بیا هم انسانان له یوه بل دومره لري شوي یا لرې کړای شوي چې په میاشتو میاشتو که عقلاني ضرورت ورپیښ نشي څوک د احساساتو او عواطفو په تقاضا چاته ځواب نه ورکوي.
که څه هم دا واقعیت زمونږ په ټولنه کې لا هم تر یوه حده پوره لغړ شوی نه دی او لا هم تر یوې کچې د سنتي او تولنیز ژوند د تسلط له امله په پوره توګه نه دی متجلی شوي، خوا دا وقعیت په نورو او په ځانکړې توګه په غربي او پرمختللو هیوادونو کې چې ارزښتونو یې ورو ورو نورط نړۍ او زمونږ ټولنې ته هم د رارسیدو او نفوذ کولو په حال کې دي، ښه ملموس او محسوس دی.
نو ځکه زه همیم یوازې د خپلې ټولنې نه بلکې د خپل ټول زمان ترجمان او نماینده او نمونه بولم او شاید ځکه د خپلې ټولنې لپاره تر اوسه لا هم په سمه توګه د درک وړ نه وي تر هغه چې مونږ هم د نړۍ د نورو تولنو غوندې تر هغې سویې او حالته ورسیږو چې همیم یې پیشاپیش مونږ ته نقاشی کړې ده.
بله دا چې په نثر کې لیکوال ازادانه قلم ښورولی شي خو نظم کې د شاعر لاس د قافیې، وزن، ردیف له امله زیات تړل شوی وي. یوه وجه همدا هم ده چې نظم کې د حالاتو روایت ډیر سختیږي او شاعر باید د قافیې، وزن او نورو اصولو ته بښه نیولی شي، خو د همیم نظامي تر ډیره حده له دې ستونزې او خڼډ سره د لاس او پنجې نرمول زده کړي، دده نظم کې هیڅ داسې انسان نه حس کوی چې ګواګي شاعر دې د وزن او قافیې له امله د د روایت سلاست او روانتیا ټکني او ګډوډه کړي وي، یعنې دده نظم هم د روانو خبرو ځانګړنه لري، او لوستونکي داسې حس کوي چې شاعر ته د نظم د لیکلو به وخت قافیې او وزن هیڅ ستونزه نه ده رامنځ ته کړې او همداسې روان غږیدلی.
دا هغه زما د خوشې وړ او “ښه شعر” یوه ځانګړنه او معیار دی چې شاعر په شاعري کې دومره روان او سلیس شي چې د شعرونو ظرافت او روانتیا یې د وزن او قافیې په تارونو کې ونه نښلیږي. او د شعر نفاست د عروضي اصولو زیات قرباني نه کړو.
همیم چې معاصر ذهنیت لري او تر بل هر شاعر زیات د خپل عصر وضعیت او ماهیت زیات متوجه دی، او هر کس چې ددې عصر اصالت وپیژني نو یو ډول هرج او مرجي، بې ثباتي، او د بدلونونو بې وقفې او تند بهیر ته سم د لاسه متوجه کیږي، نو له همدې امله په داسې بې ثباته عصر کې انسان د سکون او تکیې مرجع او منبع نه موموي همدا وي چې زمونږ ځیرک او له خپل عصره باخبره معاصران ډیری نوستالژیک مزاج خپلوي.
کله چې آینده یوه مبهمه لاره، حاضر وخت یوه سکون‌ناپذیره بریشاني شي نو یوازینۍ شی چې انسان پناه وروړلی شي ماضي او تیر وخت دی، په ځانکړي ډول د ماشومتوب وختونه دي.
د ماشومتوب د وخت نوستالژیکه تمنا د همیم “د خوب دومره و نور نه و” تر عنوان لاندې نظم کې له ورایه محسوسیږي چې یوه څلوربیتي کې یې وایي:
داسې نه و چې غم نه و
غم د لوږې غم د تندې
وروسته لار نه وه او مخکې
دراوزې وې ټولې بندې
د همیم د شاعري یو بل کمال دا دی چې شاعري یې د کلاسیکې شاعرانه لړۍ له وروستو مفاهیمو او مفکورو نه را ایستلې او د خپل عصر او دهر په رسمونو، رواجونو، مفکورو، قواعدو یې ګرځولې او د خپل عصر د فکري ماهیت رنګ یې ورپاشلی.
دده ادعا یو ښه ثبوت دده یو بیت دی چې په هغه کې د د ارواپوهنې یوه ډیره تکراریدونکې خبره او یا په بل عبارت مشهوره مقوله پرته ده.
هغه نقل قول دا دی چې: منفي خلک د نیمې ډکې پیالې تشې برخې ته او مثبت خلک یې بیا نیمې ډکې برخې ته ګوري.
خو همیم په عشق کې منفي او مثبت نه مني، عیناً لکه د مولانا په ایخوا ځمکه چې وایي: چیرته چې ښه او بد نه وي زه به درسره ووینم.
همیم هم د مینې په ځمکه د سایکلوژي اثر نفي کوي او وایي:
زه فقط دا غواړم چې ته راسره وغږیږي
زه د نیم ډک او د نیم تش ګیلاس کیسه کې نه یم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.