تکیه اړ- او ځانیز نومځاینیوي

ډاکتر ماخان مېږی شینواری

914

داسې یو څه به د نومځاینیوو او حالتونو ښه روښانونه نوره هم وڅېړو.

له هرڅه څخه د مخه د حالت  Kasusپېژند: په پښتو کې څلور حالتونه لرو، کړونی، پرېکړونی، د خاوندوالي حالت او د پسېځاینیوو حالت، کاسوس یا حالت څېړي چې نوموییونه د غونډلې د نورو توکو سره څه اړیکې لري او دا نوموییونه څنګه له حالت سره ځان سنبالوي. په نورو ژبو له بېلګې څخه یې په الماني ژبه کې نومځاینیوي بدلیږي، خو په پښتو کې دا دنده د حالت مورفېمونو نیولې، چې خپله کومه پوهېدنه نه لري، خو د نومویون سره مل ځان د حالت سره سنبالوي یا برابروي او که سموي او دا دي: ،، د ،، د خاوندوالي لپاره د نوموییونو دنده بدلون لپاره مورفېم.

،، له، تر، پر، په، و،، د پسېځاینییو لپاره د نوموییونو دنده بدلون لپاره مورفېمونه.

دې ته بیا بیا وته نیسم، ځکه چې زیات ناسمونونه همدلته راځي، چې دا مورفېمونه یواځي او یواځې پههمدې ټاکلو ځایونو کارول کیږي او بس.

اوس راځو نومځاینیوو ته: موږ په پښتو کې دوه ډوله نومځاینیوي لرو:

لومړی – ځانیز نومځاینیوي او کارونې یې

دویم-   کلیتیکي یا تکیه اړ نومځاینیوي او کارونه یې. دا نومځانیوي په رېښتونې په یوه څه پسې تکیه اړ وي او یا ان چې ورپسې سلیښ – یا نښتي وي.

ګډه کارونه او د کاره ونو پرتله کونه یې.

و لومړي ته : دا په دوه برخو وېشو:

پیل یادونه: زه به یواځې د لومړي کس نومځاینیوي یا – – لپاره نومځاینیوي وکاروم.

لومړی ۱ – یو ګړی: زه، ته، هغه،هغې…

لومړی ۲ – ډېر ګړي: موږ، تاسو، هغوي

لومړي ۱ ته: دلته د هر کس لپاره دوه دوه نومځاینیوي لرو:

لومړی ۱ ۱ – زه، چې د کړنویونو لپاره د اوس او راتلونکي وخت لپاره کارول کیږي او د هغه کړنوییونو لپاره، چې پرېکړونی نه لري، د تېر وخت لپاره هم.

زه ځم، زه لاړم، زه خورم، خو.. نور لاندې.

لومړی ۱ ۲ – ما، چې د تېروخت د هغه کړني لپاره کارول کیږي، چې پرېکړونی ولري، په دې پوهېدنه، چې دا کار په یو څه د څه د کړو سره سرته رسیږي. ما وخوړ(ه)

و لومړی ۲ ته: د ډېرګړو د کړنو لپاره دا نومځاینیوی ،، ما، موږ، …،، نه بدلیږي. موږ(تاسو، هغوي) وخوړل ( لاړو) .

یادونه: پوښتننومځاینیوي دي: څه، چا. که موږ دلته پوښتن نومځاینیوي د زه او ما په ځای ولیکو، نو دا چا د کړوني لپاره راځي او په پرېکړوني کې نه راځي. بېلګه: څوک څوک وهي. چاڅوک وواهه.

و دویم ته: تکیه اړ نومځانیوي په دوه ډوله دي:

دویم ۱ – د مخه تکیه اړ نومځاینیوي دي: را ، در، ور

دویم ۲ – پسې تکیه اړ نومځایمیوي: مې، دې، یې، مو( دا  د موږ او همداسې د تاسو لپاره کارول کیږي)

و دویم ۱ ته- دا دوه ځایونو کې یا دوه ډوله کارول کیږي یا که له کړونو او نه کړونو سره نومځاینیوو(رېکتوس – او اوبلیکوس) حالتونو څخه و مخ ته لاړ شو، نو په دواړو کې کارول کیږي.

دویم ۱ ۱ – که دا نومځاینیوي د کړونو په څېر وییونو و مخ ته راشي یا ورسره نښتي یا سلېښ وي، نو د کړنوییونو سره لوریز کړنوییونه په ګوته کوي، لکه راځم، راځي، ورځې، ورځي، ورځۍ….

بله بېلګه: راکوې، ورکوم، درکوي او نور.

و دویم ۲ ته: دا هم دوه ډوله کارول کیږي یا ښه یې په دوه حالتونو کې کارولکیږي.

دویم ۲ ۱ – دا تکیه اړ نومځاینیوي تل په یوه نوم، نومځاینیوي او یا یو څه پسې تکیه وي.

که دا نوم یا دا یو څه یانومځاینیوی د پرېکړوني په حالت کې وي، نو پسې کړنه راځي یا که کړنه پسې راشي، نو دا پسې تړلی نومویي یا څه یې پرېکړونی دی.

بېلګه: ته مې ووهلې، زه یې ګوزار کړم. هغه دې راوړ. کور مې واخست.

یادونه: ګورو، چې موږپه پښتو کې همدا دوه نومځاینیوي ، زه او ما لرو، چې د کړوني او پرېکړوني لپاره کارول کیږي. له دې څخه داسې پوهېږو، چې د لومړي او دویم حالت یا د کړوني او پرېکړوني حالت لپاره.

دویم ۱ ۲ –  که ولرو: (را،در، ور)( څخه، سره،کره،پورې، باندې، ته…..)

دلته دا پوره یو حالت دی، چې کېدی شي د پسېځاینیوو حالت یې وبولو، ځکه، چې دا  و مخ ته تکیه اړ نومځاینیوي، ټیک وپسېځاینیوو ته تکیه دي او نه بل څه ته.

دا اوس د ځانیزنومځاینیوو سره څنګه لیکو؟

له ما سره (څخه، کره، پسې) = را سره(څخه، کره، پسې) له دې لرو چې:

را = له ما

تر ما پورې = را پورې دلته بیا را = ترما

په ما کې = را کې له دې لرو:  په ما= را

پر ما باندې = را باندې.له دې څخه لرو: پرما = را

و ما ته = را ته. له دې څخه لرو: و ما = را

له پورته څخه لاس ته راځي، چې: له، په ،پر، تر ، ته، باندې…… مورفېمونه دي، چې خپلواکه پوهېدنه نه لري، خو د اړونده پسې نوم یانومځاینیوي دنده بدلوي. دلته د ،، ما ،، ، چې د کړوني او پرېکړوني لپاره په بدل ډول کارول کیږي، دلته یې دنده، له ،، د ،، سره، چې ،، دما کور،، لیکل کیږي او ،،د ما،، د خاوندوالي نومځاینیوي کیږي او همداسې د پسېځاینیوي حالت کې هم د د ،، ما ،، دنده د ( له، په ، پر، تر ….) سره په اړونده ډول بدلیږي.

په پورته پسېځاینیوي حالت کې دا هم غوره ده، چې:

 ۱ –  له ،،له،، سره:  څخه، سره، کره، پسې ټاکلکیږي او له څخه، سره ، کره پسې سره ،،له،، یواځنی ټاکلکیږي.

۲ – له  تر سره ،،پورې،، یو یواځنی ټاکلکیږي.(دا یو ویاځنی په دې پوهېدنه چې تر یواځې هلته راځي، چې پورې یې پای کې راځي او پورې هم هلته راځي، چې تر وي ،، تر کور پورې،، او بس).

۳ – همداسې د پر سره باندې او په څټ له باندې سره پر.

۴ – له و سره ته او په څټ

دا اړیین دي، چې بیا هم ګوته ورته ونیسو، چې، له، تر، په، پر، و او که نور په مدې ژبلاریزه ډله کې راځي، بل ځای کې ځای نه لري، د موږ ژبپوهان او ژبمینه وال یې دا ،، تر ،، دېر کله ناسم کاروي.

یوه غونډله او شننه یې:

ښځه و خپل ورور ته د خپل مېړه خولۍ ورکوي.

په پورته کې ښځه کړونې، وخپل میړه ته (د پسېځاینیوي حالت پوره کونه)، د خپل مېړه( خاوندوالي حالت پوره کونه)، خولې ( پرېکړونې حالت) ورکوي( کړنه).

پای لاس ته راوړنه: موږ د دې لیکنې سره داسې وښوده یا ښه یې: بیا نوره هم روښنه کړه، چې پښتو څلور حالتونه لري: کړونی، پرېکړونی، خاوندوالي او د پسېځاینیو حالت ( دې ته دې پام وشي، چې څنګه ښه نومول کیږي).

یوه غوره یادونه: د موږ ډېر ناسمونونه  له همدې مورفیمونو له ناسم کارونې سره و منځ ته راځي، نو ما هم لږ زیات پام  و همدې ته وکړ.

و دویم: ۲ ۲ ته: که ولرو: کور مې کوچنی دی، نو دا د ځانیز نومځاینیوي سره دا سې لیکو: د ما کور کوچنی دی، په دې پوهېدنه چې د ،، ما ،، سره یو بل مورفېم ،، د ،، مل شو او ،، ما ،، دنده یې بله کړه.

د مخه مو په لیکنه کې ولېدل، چې هلته ،، مې ،، د ،، ما،، په پوهېدنه وو.

د ژبې د پیداېښت په بنسټ پوهېږو، چې لرو:  د ما کور کوچنی دی. دلته خو بې له ،، د ،، څخه، چې ،، ما ،، یواځې وي، څه نه پوهېدل کیږي او ،، د ،، هم دیوه مورفېم په څېر خپلواکه پوهېدنه نه لري، نو له ،، ما،، سره یو ځای د خاوندوالي نومځای نیوی کیږي ( دلته دې فکر وشي، چې دا ،، د ما،، نومځاینیوی شو او که ؟؟؟؟) چې د خاوندوالي حالت غوره کړ.

دلته لیکو چې: دما کور کوچنی دی.  دا به د خاوندوالي حالت وبولو، چې دی.

دلته نو ،، د ،، څه شی دی او دنده یې څه ده؟

بیا: دلته ،،د،، یو مورفېم دی او کومه خپلواکه پوهېدنه نه لري، نو دنده یې باید بل څه وي او هغه داده، چې د لته د ،، ما ،، دنده بدلوي، چې دا ،، ما،، په مرسته د خاوندوالي نومځاینیوی شو او د ،، ما ،، دنده یې د کړوني څخه و د ،، د ،، سره مل د خاوندوالي – یا نه کړوني نومځاینیوي ته راوسته.

دا بیا روښانه په ګوته کوو، چې ،، د ،، یواځې او یواځې همدا دنده لري او بس.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.