د تاج او تبلې تر منځ واټن – ایا سیاست او موسیقي مانع الجمع دي؟

لیکوال: رفيق خاورین

361

څو کاله مخکې مې له یوې راډیو څخه دا موضوع تر غوږ شوه چې له حامد کرزي څخه په هند کې د یوې لویې وینا پر مهال چا پوښتنه وکړه چې د خوښې وړ هندې سندره دې کومه ده.

هغه وخت مې ذهن همدې معما بوخت ساتلی و چې که فرضاً زه او ته د حامد کرزي پر ځای وای، نو د دې پوښتنې په ځواب کې به مو یوازې په ساده ډول د سندرې نوم اخیستی و او که نه د خپلې خوښې وړ سندره به مو په هم هغه سیاسي ناسته او مراسمو کې زمزمه کړې وه.
دا دوهم انتخاب نه یوازې دا چې نامنتظره او غیر معمول ښکاري، بلکې یو ډول عجیب او غریب او حتی د ځینو له نظره شاید شرمونکی او د سیاسي ادابو خلاف هم اووسي.
د معما انتها همدا سوال دی چې دا کار ”ولې” غیر منتظره، نامعمول او په یوه اصطلاح غیرې سیاسي دی؟
ریښتیا هم ولې یو سیاس په یوه سیاسي ناسته کې د سندرې له زمزمه کولو وشرمیږي او یا هغه غیر معقول کار وګڼي؟
آیا خلک له سیاسیونو د داسې عمل توقع لري او که نه؟
آیا سندرې(موسیقي) او سیاست دوه جدا او بیلې حوزې دي چې هیڅ رابطه او اړیکه نه سره لري؟
که تاریخ مطالعه کړو یوې ډیرې ظریفې باریکۍ ته شاید متوجه شو او هغه دا چې تاریخ تر ډیره د سیاسیونو یوازې کړي جنګونه او سیاسي کړنې او ورته مرتبط نور مسائل روایت کړي دي. د شخصي ژوند او په ځانګړې توګه د هغوی علاقه او شوق له موسیقۍ او نورو ښکلو هنرونو سره زیات د تاریخ له سترګو یا پټ پاتې دي او یا هم په ندرت سره شاید مطرح شوي اووسي.
البته یوه خبره چې واضح ده او په تاریخ باندې یې په استناد سره ویلای شو هغه دا ده چې تر اوسه هیڅ میوزیشن(موسیقي‌نواز) یا سندرغاړی یو ستر سیاس یا سیاستوال نه دی پاتې شوی.
بلکې برعکس همیشه ددې دوه نړیو تر منځ یو واټن پروت و او دی. ته به وایي چې دا دوه انساني حوزې دوه جدا سیارې دي چې یوې ته په تګ سره انسان له بلې محرومیږي او بلې ته په تګ سره له دوهمې نه انسان جدا کیږي.
ددې ادعا اثبات د اجتماعي او فرهنګي سیستمونو په مطالعې سره هم له ورایه لیدلای شو. په طبقاتي لحاظ که ځیر شو نو موسقیونو(میوسیشن) تل د ټولنې له ېوې طبقې او سیاسیونو له بلې طبقې سره تړاو درلودلی دی.
په تاریخ کې سیاسیون تل د اشرافو، بادارانو او بعضاً د روحانیونو له طبقو راوتلي، په داسې حال کې چې موسیقیون بیا اکثریت له غیرسیاسي طبقو را پورته شوي. البته دا ډلبندي مطلقه نه ده او د استثناتو امکان شته او ښه استثنا یې د افغانستان مشهور سندرغاړۍ ”احمد ظاهر” دی چې د وخت د یوه وزیر زوی و. خو دا استثنات عمومي قاعده نه نفي کوي او معتبره قاعده دا ده چې سندرغاړي او موسیقیون له کړېدلې او مظلومې طبقې څخه را زرغونیږي.
ځینو فرهنګونو د تاریخ په اوږدو کې له دغو دوو طبقو سره ډیر توپیري چلند کړی او حتی افغانستان ته که راشو زموږ په فرهنګ کې د “ډم” کلمه چې په کلاسیکو عامیانه ادبیاتو کې یې د سندرغاړو او موسیقیونو لپاره کاروله، یو ډېر منفي او خوار طبقاتي بار له ځانه سره لري. حتی اوس هم شاید ډیر کم شمیر، هغه هم تر ډیره با سواده کسان، د ډم پرځای د هنرمند کلمه وکاروي، نور اکثریت په ځانګړې توګه په اطرافو کې سندری غاړی او هنرمندان د ‌ډم په کلمه کې د پراته کنایوي فرهنکي تحقیر له امله ښکنځل کیږي. موسیقیون تر ننه دلته ډمان بلل کیږي او په همدې اساس د ټولنې یوه خاصه تړلې طبقه پاتې شوې چې نسبت نورو طبقو ته یې په تاریخي لحاظ ټیټ حیثیت لرلی.
که څه هم اوس دا فرهنګ د تغییر په حال کې دی او د طبقاتو تر منځ د واټن د راکمېدلو او د فرهنګونو د اختلاط له امله د دغې موضوع شدت را کم شوی او خلک تر ډیره هڅه کوي او چې حداقل په فرضیه کې انسانان د هغوی د انساني حیثیت او کرامت په تله وتلي، نه د طبقاتي موقف، خو بیا هم د انساني او اجتماعي ژوند د واقعیت په توګه د طبقو د شان او حیثیت مسئله شتون لري او تل او په هیڅ مانا په پوره توګه منحل شوې نه ده. ځکه طبقې او طبقاتي نظام یوازې داسې ښکاري چې یوازې خپل ظاهر بدلوي، نور خپل ماهیت او شتون همیشه ساتي.
په هر حال، د افغانستان په څیر فرهنګي طبقات په نورو هیوادونو کې هم شته چې ښه مثالونو یې زموږ د سیمې هیوادونه لکه پاکستان، هند (کاسټ سیستم)، عربي هیوادونه او نور کېدلای شي.
په ټوله کې ویلای شو چې سیاسیون او موسیقیون د تاریخ په اوږدو کې دوه ډیر بې تعامله او حتی متضاد قطبونه پاتې شوي دي.
که په خپله فرهنګي ژبه یې ووایو په تاریخي ډول د هر کلي خان د هم هغه کلي د ډم متضاد قطب دی. شاید په معاصره نړۍ کې دې اصل یو څه تغییر کړی وي، خو ماهیتاً لا هم ثابت دی.
مثلاً، اوس په نړۍ کې د هغو مشهورو او زیاتو مینوالو لرونکي موسیقیون شمیر خورا زیات دی چې ثروت او عاید یې تر سیاسینو څو چنده ډیر دی. بهترین مثالونه یې د انګلیسي ژبې سندرغاړی، جسټن بیبر دی چې په ټویټر کې د نړۍ به کچه تر بارک اوباما وروسته زیات څارونکي(فالورز) لري.
د ټویټر د تر ټولو زیاتو فالورزو لرونمی سیاسي بارک اوباما د په دویم درجه کې د ټویټر تر ټولو زیاتو فالورزو لرونکی هنرمند جسټن بیبر که څه هم په نړیواله کچه شهرت، نوم او نښان تر څنګ ثروت او عزت هم لري، خو د دوی داوړ نومونه، شهرتونه او عزتونه بیا هم ماهیتاً یو شان نه او ورته نه دي. د کلي د خان حُجره هم له خلکو ډکه وي او د کلي د ډم د بزم دیره هم. که اقتصادي واټن یې تر منځ راکم شوی هم وي، معنوی او دروني واټن لا هم ثابت دی او لا هم څوک نه وایي چې جسټن بیبر ولې د دومره شهرت باوجود د امریکې ولسمشریزو ټاکنو ته نه دریږي.
یانې د رفاه او هوسیاینې او بډاینې له مخې نني موسیقیون له سیاسیونو مخته دي خو اصل بیا هم باقي دی او هغه دا چې سیاست او موسیقي تر اوسه په یوه وجود کې نه دي رایوځای شوي او اوس هم د ژوند د سیند ددې دوه غاړو تر منځ ارتباطي پل نه دی احداث شوی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.