شانګهای د همکاريو سازمان د پراختيا پر لور

ليکنه: محمد سليم سليمان

392

شانګهای د همکاريو سازمان Shanghai Cooperation Organization د څو اړخيزو  اقتصادي، سياسي، امنيتي همکاريو په موخه په ۱۹۹۶ کې (شانګهای ۵) په نامه د چين، روسيې، قزاقستان، قرغيزستان، او تاجکستان هېوادونو لخوا په سيمه کې د امريکا د نفوذ پر وړاندې د موازنې د جوړولو او د پخواني شوروي اتحاد او چين د پولو د امنيت په هدف رامنځ ته شوی و، له دې نېټې لږ وروسته ازبکستان هم ددې سازمان غړی شو او نوم یې رسما (شانګهای د همکاريو سازمان) ته واوښت.

پر اصلي غړو هېوادونو سربېره په لومړيو کې په ۲۰۰۴ کې منګوليا، او يو کال وروسته ايران، پاکستان، هند، او افغانستان او وروسته بلاروس د ناظرو غړو په توګه دې سازمان ته ومنل شول.

په ۲۰۱۵ کې د شانګهای د همکاريو سازمان د هندوستان او پاکستان  پر دايمي او بشپړغړيتوب ورکولو باندې هوکړه وکړه او له دوو کلونو څخه په کمه موده کې دې دواړو هېوادونو د سازمان شرايط پوره کړل  او په ۲۰۱۷ زېږدي کال کې ددې سازمان د قزاقستان د  استانې په غونډهکې د دوی دايمي غړيتوب ومنل شو. د ۲۰۲۱ زېږديز کال په سپتمبر کې د ايران د دايمي غړيتوب لپاره هم ټول غړي سره توافق ته ورسېدل او د ايران ولسمشر ابراهيم رييسي ته چې په غونډه کې یې ګډون کړی و  خبر ورکړل شو خو ايران حکومت بايد  د خپل هېواد د پارلمان تاييد هم تر لاسه کړی وای چې بالاخره د پارلمان غړو  یې په مطلق اکثريت سره په دې سازمان کې د خپل هېواد غړيتوب ته اجازه ورکړه. او د ۲۰۲۲ د سپتمبر له ۱۷ مې څخه ايران رسماً د شانګهای د همکاريو د سازمان غړی هېواد شو. دا سازمان له بنسټ اېښودلو څخه تر اوسه د پراختيا په حال کې دی او غواړي په سيمه او اسيا کې خپل حضور پراخ او پياوړیکړي او د اقتصادي، سياسي او امنيتي ګټو په چوکاټ کې  غړي هېوادونه خپلمنځي همکاريو ته راوبولي. نو د ايران په ګډون سره د شانګهای د همکاريو سازمان رسمي او دايمي غړي:  روسیه، چین، قزاقستان، قرغيزيستان، تاجیکستان، ازبکستان، پاکستان، هند او ایران دي.

ناظر هېوادونه : افغانستان، منګوليا او بلاروس.

د بحث او خبرو اترو شريک هېوادونه: ارمنستان،سعودي ، آذربایجان، کمبوديا، نيپال، ترکیه او سریلانکا دي.

يانې ددې سازمان په چوکاټ کې د نړۍ د شاوخوا نيمايي نفوس خلک شامل دي او د نړۍ د سر  اقتصادي هېوادونه لکه چين ، روسيه او هند يې دايمي غړي هېوادونه دي، يانې د ملګرو ملتونو دوه دايمي غړي هېوادونه، د نړۍ څلور اتومي ځواک لرونکي هېوادونه یې غړي هېوادونه دي.

ددې سازمان اهداف:  خپلمنځي سیاسي، امنيتي او اقتصادي همکاري، د ښه ګاونډي توب او خپل منځي باور پياوړی کول، په غړو هېوادونو کې د ثبات او ټيکاو ساتنه، په سيمه کې د سولې، امنيت لپاره هلې ځلې او ساتنه یې، د تروريزم، انساني قاچاق او نشه يي توکو پر وړاندې ګډه مبارزه ده.

د شانګهای د همکاريو سازمان  دايران په ورګډولو سره خپل نفوذ لا پسې پراخ او غښتلی کړ.ایران چې له څو کلونو راهیسې تر نړیوالو فشارونو لاندې دی، د غرب بندیزونو دغه هیواد په اقتصادي انزوا کې ساتلی دی. په شانګهای سازمان کې ګډون د تهران لپاره د فرصتونو یوه پراخه کړکۍ پرانیزي. ایران فرصت لري چې د نړۍ لویو بازارونو ته ننوځي او د نړۍ له سترو اقتصادي هیوادونو سره سوداګريزې او سياسي اړيکې پياوړې کړي. او د خپلو نفتو او ګازو لپاره بازار پيدا کړي او هم د سازمان غړي هېوادونه وهڅوي چې پانګوال یې په ايران کې پانګونه وکړي او همدارنګه فرهنګي او نورې سيمه ييزې اړيکې پياوړي کړي، سربېره پر دې  د ايران لپاره دا هم خورا مهمه وه چې د امريکا او غرب پر وړاندې بايد په يوداسې حلقه کې واوسي چې په نړيواله کچه تر شا سياسي او په ملګرو ملتونو کې د فشار او ځواک ملاتړي هېوادونه ولري چې په دې کار سره روسيه او چين چې په ملګرو ملتونو کې د ويټو حق لرونکي هېوادونه دي د ځان ملګري کړل.

که څه هم چې د شانګهای سازمان په لست کې دوه اټومي قدرتونه – روسیه او چین شامل ديخو سازمان لکه ناټو  نظامي سازمان نه دی، دندې یې اقتصادي، سیاسي او بشري دي. د شانګهای سازمان غړي هېوادونه په سوداګرۍ، اقتصادي، علمي او تخنیکي، کلتوري، تعلیمي، انرژۍ، ټرانسپورټ، چاپیریال او نورو ډېرو برخو کې همکاري کوي.

په شانګهای سازمان کې د ایران داخلېدل د ايران د کلونو کلونو هيله او له غړو هېوادونو  سره د څو کلونو همکارۍ منطقي پایله وه. د دې ډول تعامل پایلې د ایران او روسیې د خبرو اترو په بیلګه کې په ښکاره ډول لیدل کیږي او داسې ښکاري چې د شانګهای په سازمان کې د ايران په ور ګډولو کې روسيې هم ښه او پراخ رول لوبولی دی.

په وروستيو کلونو کې او په ځانګړي ډول په ۲۰۲۲ کال کې ددې سازمان دغړو هېوادونو  تر منځ اقتصادي همکاري په بې ساري او ريکارډ کچه زياته شوې ده او د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکساندر نوواک په وینا، د ۲۰۲۲ کال یوازې په اتو میاشتو کې يوازې د ايران او روسيې د  هېوادونو ترمنځ سوداګري ۳۶،۴ سلنه لوړه شوې، چې ۳،۳ میلیارد ډالرو ته اوس رسېدلې ده. چې کېدای شي د کال تر پايه ۴ملیارد ډالرو ته ورسېږي  او دواړه هېوادونه (ايران او روسيه ) هڅه کوي چې خپل سوداګريزې اړيکې لا پسې پراخې کړي.

د ایران د نفتو وزیر جواد اوجي وویل:«موږ باید د تېلو، مالیې، ګمرکونو، لوژستیک، ترانسپورت او د شمال-جنوب د نړیوال ترانسپورت دهلېز د زیربناوو په شمول د همکارۍ زیاتولو ته دوام ورکوو.

سربېره پر دې ايران  روسيې ته د موټرو د صادراتو او د هغو د پرزو د صادراتو په برخه کې له چين او هند سره په رقابت کې را وړاندې شوی دی او وروستۍ ستره معامله د ایراني موټرو ده چې د شاخوا  ۳۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت ايراني ساخت موټرې روسيې ته صادرې کړې دي. دا خبره د ایران د موټرو د پرزو د جوړونکو د ټولنې مشر محمدرضا نجفی منش وکړه نو خلاصه دا چې د شانګهای د همکاريو سازمان د ايران او نورو شاوخوا سيمو هېوادونو لپاره يو ښه فرصت او د ګډ اقتصادي او سياسي اړيکو د پراختيا يو ښه پلاټ فارم دی او هر هېواد یې په اډانه کې کولای شي چې د خپلو ګټو او غوښتنو په رڼا کې له نورو سره خپلو اړيکو ته پراختيا او پرمختيا ورکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.