د زلزلې پوهنيزې څېړنې نوې لاره

ديپلوم انجينېر اسدالله ملکزی

731

زلزله هغه طبعي ناورين دې چې د نړۍ متخصيصين لا تر اوسه نه دي توانيدلي چې ددې د منځ ته راتلو ځای، وخت او قوت مخکې د مخکې نه معلوم کړي. خو بيا هم دغه پوهان په دې لټه کې دي، چې څنګه وکړی شي د دا ډول ناورين څخه مخکې د مخکې نه خبر شي او انسانانو ته د دا ډول يو لوی مصيبت څخه نجات ورکړي. نو هغه دی چې د المان په کيل کې د زلزلې څېړونکو خپلو څېړنو ته پرمختګ ورکړی، چې يوه يې په لاندې ډول ده:

د زلزلې پوهنيزې څېړنې نوې لاره

په 24.11.2015 کال د المان په کيل کې د چيلي د زلزلې تېکتونيکي تختو د حرکت اندازه کولو د پاره يوه اله ( GeoSEA-Array) جوړه کړه.

اکثره خاص تباه کوونکي زلزلو سرچينې د سمندرونو د تل څخه دي. په عين وخت کې د زلزلې د تختو د حرکت اندازه کوونه ډېره ګرانه ده. په کيل کې د سمندر څېړنکو د پاره په GEOMAR Helmholz Zentrum مرکز کې د GeoSEA-Array الې سره يوه نوې اندازه کوونکې الې ته انکشاف ورکړ، چې دې سره په ډېر ژور سمندر کې د تېکتونيکي تختو حرکت په ډېر دقيقتوب سره پېژندلی شي. دا اوس د SONNE څېړندويه بېړۍ سره په لومړي ځل د چيلي په ساحل کې ايښودل شوی دی. په سمندر کې ورځينی د کار خبر د څېړونکو له خوانه ليکل کيږي.

که څوک غواړي چې د طبعي ناورين څخه خبر شي، بايد هغه د امکان په صورت کې د د زلزلې د منځ ته راتلومنبع ته نږدې څېړنه وکړي. د زلزلې څېړنه زښت ډېر پرابلم لري. په خاصه توګه د تباه کوونکو قوي زلزلو پېښېدل، کوم چې د سمندر لاندې د ځمکې د تختو په پولو (سرحدونو) کې واقع کيږي. د بلګې په ډول په 2011 کال په جاپان کې يا په 2004 کال په سومترا کې وشول. د GPS په الې باندې په وچه کې د ځمکې د تختو دحرکت اندازه کوونه نسبتاً اسانه ده. خو د اوبو لاندې دا ډول تخنيک کار نه ورکوي. نو ځکه د المان په کيل کې د جيو فيزيک متخصيصينو د سمندر څېړنکو د پاره په GEOMAR Helmholz Zentrum مرکز کې د سمندر په تل کې د ځمکې د تختو د حرکت اندازه کوونې سيستم ته انکشاف ورکړ، چې د اندازه کوونکو فاصله د غږ په واسطه ټاکل کيږي او په ژورو سمندرونو کې د استعمال د پاره پلان شوي دي. د SONNE څېړندويه بېړۍ سره د دغه الو څخه 23 دانې د شمالي چيلي د ساحل مخې ته د 2000 مترو نه تر 6000 مترو پوری د اوبو لاندې ته انتقاليږي. د دغې پروژې مشر پروفيسر ډاکتر هايدرون کوپ ( Prof. Dr. Heidrun Kopp ) وايي: «مونږه غواړو چې هلته د ځمکې د تختو حرکت د ډېرو کلونو د پاره په ميلي متر ميلي متر ښه دقيق تر څېړنې لاندې ونيسو.»

چيلي زښت ډېر د زلزلې د ګواښ لاندې دی، ځکه چې هلته د ارام اوقيانوس ناڅکا (Nazca ) تختې د جنوبي امريکې د قارې لاندې واقع دي. د دغو تختو تر منځ يوتشنج منځ ته راځي، چې ددې چارچېدلو په وجه تل د يوې قوي زلزلې باعث ګرځي. دا ډول زلزله د سپتمبر د مياشتې په 2015 کال کې چې 8,7 درجې وه، ان تر  مرکزي چيلې پورې ساحه يې ولړزوله. د ( 1877) راهيسې په شمالي چيلي کې دا ډول قوي زلزله نه ده شوی، نو ځکه د پروفيسور کوپ په خبره هلته نوی براعظمي تشنج زياتيږي او د يوې ډېرې قوي زلزلې منځ ته راتلو خطر شته.
په همدې علت په دغه ځای کې د GEOMAR له خوا نه انکشاف ورکړل شوی اندازه کوونکې اله نصبول شوې ده. دې ته د GeoSEA-Array نوم ورکړل شو.

 دا بايد هغه تغيرات چې د ځمکې په قشر کې منځ ته راځي، درج کړي او د زلزلې منځ ته راتلل،جريان او همدا رنګه ددې په وجه منځ ته راتلونکې د تسونامي Tsunami معلومات انتقال کړي. د ډاکټر دېتريښ لانګی Dr. Dietrich Lange په وينا د دا ډول الې څخه کار اخستنه د زلزلې څېړنې ته يوه نوې لاره ده، کوم چې د دغې الې نه غېر په ډېر دقيق د ملي متر نه کمه اندازه کوونه ډېره سخته وه.
دغه 23 اندازه کوونکو دريد ځايونه يو د بل سره د غږ له لارې اړيکې نيسي. د لاسته راغلو اندازو معلومات د درې کلونو په دوره کې د سمندر له تل څخه بې مزي د  څپو په ډول د اوبو سر ته او بيا د هغه ځای څخه د سټلايټ په واسطه GEOMAR بېړۍ ته انتقاليږي. Dr. Lange وايي: « مونږه په دغه تېرو دريو کلونو کې عميق د دغه نوي تخنيک او همدارنه د تيکتونيک سره په شمالي چلي کې خپله معلوماتي څېړونې وکړي، چې بل اخره زمونږ سيستم په کار ولوېد.» زمونږ د تازه تحقيقاتي سفر په جريان کې د SONNE (SO244,Leg I) تحقيقاتي بېړۍ د AUV ABYSS اوبو لاندې بېړۍ سره يوځای د سمندر په تل کې تر اخري ټکي پورې دقيق پلټنه کوي، چې د امکان په صورت کې د GeoSEA  الې د پاره مناسبه ځای ولټوي.


په چيلي کې د طبعي ناورين علمي څېړنه د پوهنيز او انساني فعاليت تر څنګ اقتصاد له پلوه هم ډېر ارزښت لري. په شمالي چلي کې د Iquique او د Antofagasta په نړۍ کې دوه د مسو صادرولو مهم بندرونه واقع دي. پروفيسره کوپ (Professorin Kopp ) وايې: «که په دغه ساحه کې يوه ډېره قوي زلزله منځ ته راشي او دې سره يو تسونامي منځ ته راشي، کېدی شي چې په نړيواله کچه د مسو په تجارت باندې بده اغيزه وکړي او ټول برقي عناصر، د موبايل څخه نيولی تر بادي انژي توليدونکي ماشين پورې ډېر ګران (قيمته) شي.»

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.