د قوشتپې کانال

1,635

دا کانال د افغانستان په دریو ولایتونو بلخ، جوزجان او فاریاب کې تېریږي.
دا کانال ٢٨٦ کیلومتره اوږدوالی، ١٠٢ متره پلنوالی او شاوخوا ٨.٥ متره ژوروالی لري.
دا وخت یاد کانال کې ٣٢٠٠ ماشینری مصروفه دي او تقریباً ٥٥٠٠ کاریګر پکې لګیا دي او زرګونو نورو ته یې په غیر مستقیم ډول د کار زمېنه برابره کړې ده.
دا کانال به د #افغانستان په زراعت کې تاریخي او نه هېرېدونکی بدلون راولي.
شپه او ورځ کار پکې روان دی، چې یو ټیم د سهار له ٧ بجو د مازدیګر تر ٤ بجو او بل ټیم تر سهاره پکې اخته وي.
یاد کانال د #بلخ ولایت په #کلدار ولسوالۍ کې د آمو له سېند څخه رابیلیږي، بیا د حیرتان له اوږدو دښتو څخه تیریږي، مخته بیا د دولت آباد او د جوزجان ولایت د آقچې ولسوالۍ څخه په تیریدلو په درېیم ولایت فاریاب په اندخوی ولسوالۍ کې پای مومي.
د دې کانال د جوړولو طرحه د داود خان په وخت کې جوړه شوې وه او ولسمشر غني یې کارونه پیل کړل ١٣٩٩ کال کې یې د افغانستان ملي شرکت ته د جوړولو امر وکړ په ١٤٠٠ کال کې ٥٠٠ میلیونه ډالر بودیجه ورته پیدا او د کېندلو چارې یې پیل شوې، خو د افغانستان له سقــوط وروسته یې چارې وځنډېدلې، چې د بیا ځل لپاره یې اوسني حکومت افتتاح او چارې یې پیل کړې.
د دې کانال په بشپړېدو به شاوخوا دوه نیم لکو افغانانو ته د کار زمېنه برابره شي او د افغانستان وچې دښتې به زرغون او آباد کړل شي.

———————————————————————————————-

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.