د هېواد په حساس مسير کې د يو اتل ژورنالست
څلوېښت کلن ارشيف
مخکې له دې چې په ياد ارشيف څو کرښې وکاږم نو لمړی يې په ايجاب او انګېزه څو ليکې ليکل غواړم .
د زبر ځواکونو د يرغل او تاړاک په قانون کې د مينې او الفت توری اولفظ وجود نه لري
د ښکرورو قوتونو د بريد او چپاو په آيين کې د زړه سوي او ترحم کلمه او حرف بابېزه ټکی ګڼل کيږي . د غصب او تعرض د قاموس ټوله الف با د غم په معنی او فحوا بناء وي . د برلاسي او استيلاء قصيده يوازې د ستم او ماتم پيغام لري . د استعمار ښامار په يو يو
مملکت په خوند خوند شخوند وهي ، په ګېډه کې يې ملکونه پراته وي او ځينې هېوادونه
يې داسې هضم کړي وي چې د تن بدن جزء يې ګرځېدلی وي .
هو ! هر يو مار او ښامار او هر شرمخ او څيروونکی ځناور د ښکار کولو د پاره مخصوص او فطري تدبيرونه او روشونه هم لري . نو چا لاک ښکېلاک که زنځيرونه او زولنې استعمالوي نو په تلکونو او دامونو کې دانې هم کاروي . له غورځنګ سره له نېرنګ هم ګټه پورته کوي او له حملې سره له حيلې هم استفاده کوي . کوم وطن چې مستعمره کول غواړي نو له مخکې يې هلته استخدام کړي اجيران روزلي او پاللي وي ، دغسې اجيران او خدمتګاران د خپلې سيمې او ملت د اشغال په سلسله کې د بېګانه بادار د نفعې او نفوذ د پاره په علاقمندۍ سره هڅي او هلې ځلې کوي .
د نړۍ په کچه په بېلا بېلو ژبو د استعمار د تشريح او توضيح په اړه ليکنې شوي دي . زه په دې موقع په يوه خاصه مرحله کې د خپل هېواد او له هېواد بهر د ژورناليستانو د يو ټولګي په مثبت کردار غږېږم او بيا خپله موخه بيانوم .
په ګران افغانستان کې د ثور د اووم تاريخ کودتا د مخکني اتحاد جماهير شوروي د مستقيمې حملې پيلامه وه ، د روسانو او د هغوی د پلويانو د هغه ستر بريد او اټېک په رابطه څه خلکو د هېواد دننه او بهر د خوشحالۍ نارې او نغمې پورته او اتڼونه يې پيل کړل له بل لوري د نړۍ ډېرو حکومتونو او دولتونو په افغانستان هجوم او د افغان ولس په حال غوغا جوړه کړه ، د چا له سترګو حقيقي اوښکې وڅڅېدې او چا سياسي اوښکې تويې کړې .
نظرياتي او اعتقادي اختلاف زور واخيست ، په دې بابله د مهاجرتونو ، جهادونو او نورو خوځښتونو په څنګ کې ځينې افغاني ژورناليستان او بهرني خبريالان هم د روسانو او په وطن کې د حاکم ګوند د ظلمونو ښکاره کولو لپاره په حرکت راغلل ، فعاليتونه يې پيل کړل
خپل فکري او بدني صلاحيتونه او قابليتونه يې په کار راوستل ، د روسي او داخلي کمونستانو د ماتې وروسته وار په وار راغلي نظامونه او بيا د غربي اشغالګرو د جبر او د هغوی د چاکرانو او ملګرو د مظالمو د افشاء کولو په سلسله کې هم يادو خبريالانو او فعالانو د تېر په څېر په قوي او کلک هوډ خپلې دندې په ښه توګه سرته ورسولې .
زه اوس د متذکره ډلې څخه د هغه اتل او ارشيف په بابله غږېږم چې د دې ليک په سر ليک کې يې يادونه شوې ده . دې اتل د خپل مقصد او مرام په لار کې څلوېښت کاله جد وجهد وکړ کله يې ورو ورو قدمونه واخستل ، کله يې چټک ګامونه پورته کړل او هم يې اوږدې منډې ووهلې ، په کراتو مراتو د ختيز او لويديز په لوړو ژورو او سمندرونو ورتېر شو ، په نتيجه کې يې خپل ولس او ملت ته يو باوري ، واضح او سوچه ارشيف وړاندې کړ چې په يو عظيم مقدار ويډيو ګانو ، آډيو ګانو ، انځورونو ، تصويرونو ، اخبارونو ، حساسو کيمرو او د نړۍ د يو شمېر پوهانو ، خبيرو رجالو او سياسي شخصيتونو په مرکو ، مصاحبو او مشورو مشتمل دی .
دغه ياد شوي اسناد ، مدارک او شواهد په افغانستان کې د روسيې او غربي قدرتونو وحشتونه ، جنايتونه او ور سره د هغوی ماتې او شکستونه په ډاکه کوي .
داسي بريښي چې د غربي متحدينو د اشغال په تناسب به يې د پخواني شرقي بلاک د تهاجم په مورد ډېر مواد او اسناد لاسته راوړي وي .
په ژورناليستي ډګر کې دومره لوی کار يقيناً زښت ګران کار دی چې د ميرزا عبدالقادر بيدل د لاندينۍ مصراع سره اړخ لګوي :
نيست بيدل کار هر کس سينه با خنجر زدن
نوموړي اتل دغه معاصر ارشيف چې د څلورو لسيزو په تاريخي زېرمو او پانګو مشتمل دی د هېواد د لرغوني ملي ارشيف سره ضم کړ .
که څه هم له موصوف سره مې د دوه ويشت ، درويشت کلونو په اوږدو کې ليدل نه دي شوي او له دې پخوا هم ور سره لږ ناست او لږ غږېدلی يم، اما د نوموړي سليسه او روانه وينا مې په څو محافلو کې اورېدلې ده . په خبرو کې د مشکلو او پېچلو لغاتو د استعمالولو کوښښ او شوق نه کوي، په ساده او اسانه توګه کولاي شي چې د موضوع مغز او مقصد رابرسېره کړي .
خه نو دغه سړی څوک دی چې دومره لويه کارنامه يې وکړه ؟ !
دغه سړی په روش او سيرت سنګين ، په عزم و اراده متين، په څېره ښيسته او د ورين جبين خاوند دی .
درنه او منوره کورنۍ يې د محمدي ونې دنګه او هسکه څانګه ده .
بلې! دغه محبوب شخصيت او د عمده کرکټر څښتن ـ حاجي سيد داود ـ نوميږي چې په عرب و عجم کې يې بلها ډېر خلک پېژني .
ميرويس چکنوری
م08 – 12 – 2022
—————————————————————————————————–
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.