د شاه مېرمن قمرگلې د نامې نذر

بشیر باران

620

«- د شاه مېرمن قمرگلې د نامې نذر»

موسمونه دې له غږه ځیگر خون دي
شاه مېرمنې! نغارې دې د بیلتون دي

د سپوږمۍ په دالانونو کې دې شپه ده
سیارې د څراغونو کې دې شپه ده
د ایرې ایرې وطن داغ په زړگي وړې
څه تالا بیابانونو کې دې شپه ده
په خاموش دستور دې دود کړل حسرتونه
او په ړنگو گمانونو کې دې شپه ده

پوست را خور دی پر هوا د څڼو فصل
شاه مېرمنې! یلدا ستا د څڼو فصل

د گړۍ ستنه په دوولسو درېږي
په درشل دې د ماتم شمال لگېږي
شمعې شمعې دی ماښام دا ستا پر غاړه
څوک داغلی سینه داغ به ور رسېږي
باشنده یې پر لمن د اسمانونو
په درنښت به ستا له بامه میاشت راخېږي

در شیندلي سینه تنگو دي سرونه
شاه مېرمنې! زنگوه یې ځیگرونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.